د افغانستان کرکټ بورډ وايي؛ نړيوالو مسابقو ته به تقريباً دوې مياشتې په شدت تياري نيسي.
ټاکل شوې، افغانستان د راتلونکي ميلادي کال په فبرورۍ مياشت کې له هند، عرب اماراتو او سريلانکا سره مسابقې ولري چې درې واړه د نړۍ له قوي ټيمونو ګڼل کیږي.
په همدې حال کې د افغانستان د کرکټ ملي ټيم پرون په دوبۍ کې په څلورمه يو ورځنۍ مسابقه کې د ٣٠ منډو په توپير له ماراتو ماتې وخوړله.
افغانستان په تېرو څلورو مسابقو کې له اماراتو يوازې يوه وګټله او درې يې بايلودې.
د کرکټ بورډ له عمومي ریيس شهزاده مسعود سره صالح محمد صالح مرکه کړې په پيل کې يې پوښتلى چې افغانستان ولې ونه توانېد پرونۍ مسابقه له اماراتو وګټي؟