"د حقیقت څه دی" په دغه پروګرام کې په افغانستان کې د امریکا متحده ایالتونو د پراختیايي ادارې له مرستیال "پیټرډافي" سره خبرې شوي دي.
ښاغلي ډافي ازادي راډیو ته وویل چې تېرو تجربو ته په کتو؛ هیله مندي شته، څو په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالتونو د پراختیايي ادارې له خوا؛ د ښځو د پیاوړتیا پيل شوی پروګرام کامیابه ثابت شي.
ښاغلی ډافي وايي، اوس وخت، د دغه پروګرام د ښځو د رهبرۍ برخه پيل شوې ده او نورې پروژې یې کال ته پيلیږي.