د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۵

افغانستان

چارواکي: په نننۍ انتحاري حمله کې چې د انګلستان سفارت په موټر شوې څلور ملکیان وژل شوي

امنیتي چارواکي وايي چې د نهمې حوزې په مربوطاتو کې په نننۍ انتحاري حمله کې چې د د انګلستان سفارت په موټرشوې څلور ملکیان وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي په دغه پیښه کې درې موټرهم له منځه تللي دي.

له بلې خوا د عامې روغتیا وزارت ویاند کنشکا بکتاش وايي چې په ټپیانو کې پنځه تنه یې ماشومان دي.

د انګلستان سفارت ویاند دغه حمله تایید کړې او وايي چې په موټرکې ځیني کسان ټپیان شوي دي او ویلي یې دي چې په دغه موټرکې ډیپلوماټان نه وو خو د پيښې په باب یې نور جزیات نه دي ورکړي.

طالبانو د دغه پیښې مسوولیت منلی دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

یو ایرانی چارواکی: طالبان دې د افغان کډوالو د ستنولو لپاره اقدام وکړي

ارشیف: په ایران کې افغان کډوال
ارشیف: په ایران کې افغان کډوال

د ایران یوه چارواکي پر افغانستان له اوسنیو حاکمانو غوښتنه وکړه چې خپل هېواد ته د افغان کډوالو د ستنولو لپاره اقدام وکړي.

ایراني رسنیو پرون د ایران د بهرنیو کډوالو د ملي سازمان د اتباعو او کډوالو عمومي مدیر علي اصغر بلوکیان په حواله دا راپور ورکړی دی.

هغه ویلي، که اوسني حاکمان له ایرانه افغان کډوال بېرته د دوی اصلي هېواد ته ستانه کړي، افغانستان کې به ډېر لوړ ظرفیتونه ایجاد شي.

د ایران دغه چارواکي ویلي، په ایران کې افغان کډوال په علمي، طبي، فرهنګي او اقتصادي برخه کې ډېر لوړ ظرفیتونه لري چې افغانستان ته د دوی له ستنېدو سره به په بېلابېلو برخو کې د دوی له استعدادونو کار واخیستل شي.

څه کم درې کاله مخکې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته ګڼو افغانانو چې په دولتي او غیردولتي ادارو کې کارونه کول، د ایران تر څنګ نورو ګاونډیو هېوادونو ته پناه یووړه.

په دوی کې ځینې یې غربي هېوادونو ته د تلو په تمه دي او د ګاونډیو هېوادونو په سفارتونو کې یې د پناه غوښتنې د دوسیو کارونه پرمخ ځي.

د افغانستان په شپږو ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی

ارشیف: په بدخشان کې د راوتلو سېلابونو یو انځور
ارشیف: په بدخشان کې د راوتلو سېلابونو یو انځور

د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت اټکل کړی چې نن هم د افغانستان په شپږو ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتلو احتمال شته.

د دې وزارت د هواپېژندنې ادارې پرون شنبه په یوه اطلاعیه کې ویلي چې نن یکشنبه په بدخشان، تخار، بغلان، کندز، سمنګان او بلخ ولایتونو کې د نسبتاً سختو ورښتونو، تالندې او برښنا او ناڅاپي سېلابونو اټکل کېږي.

دې ادارې په ځینو سیمو کې د ۱۵ او ۲۵ ملي مترو ترمنځ بارانونو د ورېدو اټکل کړی.

په وروستیو څو اوونیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې سخت بارانونه وشول چې په پایله کې یې لسګونه کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شول.

دغو بارانونو او سېلابونو همداراز سلګونه کورونه، پراخې کرنیزې ځمکې تخریب او سلګونه څاروي هم مړه کړي دي.

د افغانستان په ۶ ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی

ارشیف: په لغمان کې د سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور
ارشیف: په لغمان کې د سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت وايي چې سر له سبا د غويي له ۱۶مې څخه د هېواد په شپږو ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتلو احتمال شته.

د دې وزارت په یو بیان کې ویلي چې سبا په بدخشان، تخار، بغلان، کندز، سمنګان او بلخ ولایتونو کې د نسبتاً سختو ورښتونو، تالندې او برښنا او ناڅاپي سېلونو اټکل کېږي.

دې ادارې په ځینو سیمو کې د ۱۵ او ۲۵ ملي مترو ترمنځ بارانونو د ورېدو اټکل کړی.

په وروستیو څو اوونیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې سخت بارانونه وشول چې په پایله کې یې لسګونه کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شول.

دې بارانونو همداراز سلګونه کورونه، پراخې کرنیزې ځمکې او سلګونه څاروي هم ووژل.

طالب چارواکي: د پاکستان له زندانونو ۱۵ افغان بندیان خوشې شول

د پاکستان یو زندان - ارشیف
د پاکستان یو زندان - ارشیف

د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو د چارو وزارت د پاکستان له زندانونو د ۱۵ تنه افغان بندیانو د خوشې کېدو خبر ورکوي.

دې وزارت نن پر خپله ایکس پاڼه ولیکل چې دا بندیان تېره پنجشنبې هېواد ته راستانه شول.

د دې وزارت له خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، دا کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له کبله په پاکستان کې بندیان وو.

ټایمز اف انډیا: هندي پولیسو افغان جنرال کونسلې ذکیه وردګ سره ۲۵ کیلو ګرامه سره زر نیولي

له ارشیفه د سرو زرو د یوه دوکان تصویر
له ارشیفه د سرو زرو د یوه دوکان تصویر

"د ټایمز اف انډیا" ورځپاڼې د هند د استخباراتي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې په دې هېواد کې یې د افغانستان جنرال قونسلې ذکیې وردګ سره ۲۵ کیلوګرامه سره زر نیولي دي.

دې ورځپاڼې نن لیکلي، په دې اندازه سره زر هغه مهال له نوموړې سره ونیول شول چې له دوبۍ هندوستان ته ستنېده.

ورځپانې د دې اندازې سرو زرو بیه ۱۸،۷ کروړه هندي کالدارې ښودلې او زیاتوي، پولیسو د ذکیې وردګ پر ضد د سرو زرو د قاچاق قضیه ثبت کړې ده.

ورځپاڼه لیکي، پېښه د اپریل په ۲۵مه شوې؛ خو نوموړې تر اوسه ځکه نه‌ده نیول شوې چې ډیپلوماټیک مصوونیت لري.

د ټایمز اف انډیا د هند استخباراتي چارواکو ته د سپیناوي په اړه د ذکیې وردګ د بیان یوه برخه هم را اخیستې چې ویلي یې دي، په دې اړه حیرانه شوې او د پېښې د لا څېړنې غوښتنه یې کړې.

لا تر اوسه ذکیې وردګ او په هندوستان کې د افغانستان سفارت په دې اړه غبرګون نه‌دی ښودلی.

ازبکستان: افغانستان او پاکستان ته د د اوسپنې پټلۍ پروژه په ۲۰۲۷ کې بشپړیږي

د افغانستان - منځنۍ اسیا د اوسپنې پټلۍ پروژه
د افغانستان - منځنۍ اسیا د اوسپنې پټلۍ پروژه

ازبکستان وايي، د اوسپنې پټلۍ هغه پروژه چې منځنۍ آسیا د افغانستان له لارې له پاکستان سره نښلوي، د ۲۰۲۷ کال په وروستیو کې پای ته رسېږي.

ټرینډ نیوز خبري آژانس چې د منځنۍ آسیا د روانو چارو خبرونه خپروي پرون د غويي ۱۴مه خبر ورکړ چې د ازبکستان د ترانسپورت وزارت مرستیال جسوربېګ چوريیف د تاشکند د پانګونو په دریمه نړیواله ناسته کې چې پرون یې دوهمه او وروستۍ ورځ وه، په دې اړه څرګندونې وکړې.

د خبر له مخې، ښاغلي چورییف دا پروژه د ازبکستان لپاره د هند تر سمندر پورې مهمه ترانزیتي لاره وبلله او ویې ویل چې د اورګاډي د دې پټلۍ په بشپړېدو سره به ازبکستان ته د تجارتي مالونو په وړو- راوړو کې له ۳ تر ۵ ورځو پورې د وخت سپما وشي.

د طالبانو حکومت تراوسه د دې پروژې په اړه تازه څه نه دي ویلي، خو د روانې غويي میاشتې په پیل کې د طالبانو چارواکو د افغانستان له لارې له منځنۍ آسیا څخه پاکستان ته اورګاډي د پروژې د رغونې په اړه د قزاقستان او قرغزستان له جګپوړو چارواکو سره په کابل کې خبرې وکړې.

بدخشان کې د طالبانو لخوا د یوه ولسي وګړي د وژل کېدو پر ضد لاریون شوی

د افغانستان په نقشه کې بدخشان ولایت
د افغانستان په نقشه کې بدخشان ولایت

د راپورونو له مخې، د بدخشان ولایت د درایم ولسوالۍ یوشمېر اوسېدونکو پرون د طالبانو له خوا د یوه ملکي وګړي د وژل کېدو په غبرګون کې اعتراض وکړ.

د طلوع نیوز خصوصي ټلویزیون پرون د سیمه ایزو سرچینو له قوله راپور ورکړ چې دا کس وروسته له هغه ووژل شو چې د سیمې اوسېدونکي له هغو طالبانو سره چې د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو لپاره درایم ولسوالۍ ته ورغلي وو، ونښتل.

د وژل شوي کس هویت او د مړینې څرنګوالی یې تراوسه نه دي معلوم او په بدخشان کې د طالبانو سیمه ایزو چارواکو هم تراوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

ځینو رسنیو هغه ویډیوګانې خپرې کړې دي چې ویل شوي د طالبانو پر وړاندې د درایم ولسوالۍ د خلکو د اعتراضونو له جریانه اخیستل شوې دي.

نړیوال سره صلیب د افغانستان د بشري وضعیت په خرابیدو اندېښنه وښوده

ارشیف
ارشیف

د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون وايي، په افغانستان کې بشري وضعیت ورځ تر بلې د خرابېدو په حال کې دی.

دې فدراسیون پرون جمعه (د غويي ۱۴مه) په یوه بیان کې وویل چې د مرستو د رسولو لپاره یوې نوې تګلارې ته خورا زیاته اړتیا لیدل کېږي.

په بیان کې ویل شوي دي چې د دې کړکېچ د عواملو د جرړو موندل د بشري مرستو د رسولو د اوسنیو تګلارو له بیاکتنې پرته ممکن نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې د خوړو نړیوال پروګرام یا WFP له دې مخکې ویلي وو چې په بودیجه کې د خورا ډېر کمښت له کبله به له روانې میلادي میاشتې وروسته دې ته اړ وي چې افغانستان ته د غذایي مرستو رسول بند کړي.

ریچارډ بینېټ: په افغانستان کې خبریالي خورا اهمیت لري

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بینېټ
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بینېټ

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بینېټ وايي، په افغانستان کې خبریالي خورا اهمیت لري.

هغه د مې میاشتې د درېیمې یا د مطبوعاتو د ازادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت نن په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې لیکلي، په افغانستان کې د رسنیو پر فضا د محدودیتونو زیاتېدو او د خبریالانو د خپلسرو نیونو په باب اندېښنه لري.

بینېټ له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د افغان خبریالانو ملاتړ وکړي.

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان نن په یوه اعلامیه کې ویلي، پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیاټینګولو وروسته ۲۵۰ رسنیو د فعالیت توان بایللی او د دوو نورو رسنیو فعالیت د محکمې تر بل حکم پورې ځنډول شوی.

د دغه بنسټ په وینا، په دې موده کې د رسنیو د کارکوونکو په وړاندې د تاوتریخوالي تر ۳۰۰ زیاتې پېښې ثبت شوي چې په هغوی کې زنداني کول، لنډمهاله توقیف، احضار، شفاهي ګواښ او د طالبانو دغوښتنو جبري منل شامل دي.

په افغانستان کې بیان ازادۍ ته د لومړیتوب او خونديتوب ورکولو غوښتنه وشوه

ارشیف
ارشیف

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې باید د بیان ازادي په لومړیتوب کې راوستل شي او خوندي شي.

د دې ادارې د جنوبي اسیا څانګې دفتر د مې میاشتې د درېیمې یا د مطبوعاتو د ازادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله ایکس شبکه کې دا څرګندونې کړې دي.

د بخښنې نړیوال سازمان دا څانګه وايي، د افغانانو خبرې او داستانانونه هغه وخت رابرسېره کېدای شي چې د رسنیو ټول کارکوونکي له وېرې پرته خپل کار ته دوام ورکړای شي.

بل پلو د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت د بې پولې خبریالانو بنسټ وايي، افغانستان د رسنیو د ازادۍ د شاخص پر بنسټ په نړۍ کې د خبریالانو لپاره تر ټولو بد هېواد دی.

د دغه سازمان په راپور کې چې نن خپور شو راغلي چې چې افغانستان کې د خبریالانو د مرګ‌ژوبلې او توقیف له کبله دا هېواد د مطبوعاتو د ازادۍ په برخه کې ۲۶ درجې شاتګ کړی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG