خبرونه
پاکستان: بې پېلوټه امریکايي الوتکې په شمال لوېديځ کې ۵ مشکوک سخت دريځي وژلي
په پاکستان کې د وسله والو او حکومت سرچينو وويل چې د امريکا يوې بېپېلوټه الوتکې د چهارشنبې په ورځ د دغه هيواد په شمال لوېديځ کې ۵ مشکوک سخت دريځي ووژل.
وسله والو طالبانو وويل چې يوې بې پېلوټه الوتکې د شمالي وزيرستان په دته خېلو کې پر يوه کور بريد وکړ چې پنځه تنه يې ووژل.
د دوي په وينا وژل شوي کسان پاکستاني طالبان دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
طالبانو په بدخشان کې د راپورته شوې ستونزې د څېړنې لپاره یو پلاوی ټاکلی
د بدخشان په یو شمېر ولسوالیو کې د طالبانو د حکومت پر ضد د ولسي خلکو له لاریونونو وروسته، طالب چارواکي وايي، د راپورته شوې ستونزې د څېړنې لپاره یو پلاوی ټاکل شوی دی.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد تېره شپه ناوخته یوه خپره کړې اعلامیه کې په بدخشان کې راپورته شوی کړکېچ د کوکنارو د کښت له امله بللی او زیاتوي، یو شمېر کسانو د دوی په هغو امنیتي ځواکونو چې د کوکنار په ضد په مبارزه بوخت دي، د هجوم ور وړلو هڅه کړې او وروسته د ده له قوله؛خواشينوونکې پېښې را منځته شوې دي.
هغه زیاته کړې، د پېښې د لا څېړنې لپاره د طالبانو حکومت د رییس الوزرا لهخوا د دوی د لوی درستیز فصیحالدین فطرت په مشرۍ یو پلاوی ټاکل شوی.
خو تېرو دوو ورځو کې د بدخشان له ځینو سیمو خپرې شوې وېډیوګانې ښيي چې سیمهییز خلک د طالبانو ځواکونه په خپلسرو کړنو، د ملکي خلکو په وژنې، د خلکو په ځورونې او د دوی کورونو ته په ننوتو تورنوي او د حکومت پر ضد یې شعارونه ورکوي.
سیمه کې خلک دا هم وايي چې طالبانو یو ملکي وګړی وژلی او څو تنه نور یې نیولي دي.
په همدې حال کې د طالبانو حکومت لوی درستیز فصیحالدین فطرت ویلي، چا ته به اجازه ور نه کړي چې د دوی د حکومت پر ضد لاریون وکړي.
بلخوا د صلاحالدین رباني په مشرۍ د جمعیت اسلامي ګوند یوه اعلامیه کې طالبان په بدخشان کې د معترضانو په ځپلو تورن کړي.
دې ګوند د سیمې د خلکو راپورته کېدل د طالبانو د ظلم، ستم او تبعیض پایله بللې.
په توغندیو او بې پېلوټه الوتکو سمباله ایرانۍ کښتۍ جنوبي نیمې کُرې ته اوښتې
د ایران یوه جنګي کښتۍ چې په توغندیو او بې پېلوټه الوتکو سمباله ده، د لومړي وار لپاره له استوايي کرښې څخه جنوبي نیمې کُرې ته واوښته.
د ایران دولتي راډیو پرون شنبه دا خبر ورکړ، خو د "شهید مهدوي" په نوم یې د دې کانټینري کښتۍ موقعیت افشا نه کړ.
د ایران سپاه پاسداران له دغې کښتۍ چې د پوځي استفادې لپاره مجهزه شوې، تر یوه کال وروسته پرده پورته کړه.
ظاهراً دا لومړی ځل دی چې ایران د سمندري ځواکونو یوه کښتۍ په دغسې یوه اوږده ماموریت لېږل کېږي.
ایراني ځواکونو په فبروري میاشت کې یو منځواټنه توغندی د لومړي وار لپاره وازمایه، چې کولی شي ۱۷۰۰ کیلومتره مزل وکړي.
د جرمني پولیسو د فلسطینیانو په پلوي د مظاهرو له ځپلو وروسته ګڼې جنايي دوسیې پیل کړي
د جرمني په پلازمېنه برلین کې پولیسو په هومبولټ پوهنتون کې د فلسطینیانو په پلوي د رابلل شویو مظاهرو له ځپلو وروسته، ګڼې جنايي دوسیې پیل کړي دي.
د جرمني پولیسو پرون اعلان وکړ چې په ټوله کې د جمعې له ورځې ۳۸ اعتراض کوونکي نیول شوي او ۳۷ جنايي دوسیې پرانیستل شوي چې په هغو کې د قانون د تنفیذ د مامورانو خلاف احتمالي تحریک هم شامل دی.
اعتراض کوونکو د جمعې په ورځ شعار ورکاوه چې له سمندره تر سینده، فلسطین به ازاد شي.
دا هغه لانجمن عبارت دی چې د برلین پولیسو هڅه وکړه، هغه د یهودانو ضد جملې سره ډلبندي کړي.
برازیل کې سېلابونه او ځمکې ښویېدنې يېښه؛ د مړو شمېر ۵۶ ته ورسېد
د برازیل په جنوب کې د سېلابونو او ځمکې ښویېدنې په نتیجه کې د مړو شمېر ۵۶ ته پورته شو.
چارواکي وايي، ۶۷ نور کسان تري تم دي.
د دغه هېواد د ملکي دفاع ادارې پرون شنبه وویل، چې په ریو ګراندي دو سول (Rio Grande do Sul) ایالت کې د اوبو سطحه لوړه شوې او د اوبو بندونو ته یې خطر پېښ کړی دی.
په دغه ایالت کې چارواکي هڅه کوي، خلک له زیانګالو سیمو، خوندي ځایونو ته تخلیه کړي.
له تېرې دوشنبې څه باندې ۲۴زره کسان له خپلو مېنو بېځایه شوي دي.
طالبانو په جوزجان کې پر دوو کسانو د تعزیري سزا د تطبیق خبر ورکړی
د طالبانو تر کنټرول لاندې سترې محکمې په جوزجان ولایت کې په عام محضر کې پر دوو کسانو د تعزیري سزا د تطبیق خبر ورکړی دی.
دغې محکمې په خپله ویبپاڼه کې لیکلي چې پر دغو کسانو د غلا په تور د قوشتېپې ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د حکم له مخې دا حکم تطبیق شو.
وړاندې لیکلي چې یو تن په ۲۲ دُرو وهلو او یو کال تنفیذي بند او دویم تن په ۱۵ دُرو وهلو محکوم شو.
دغې محکمې پرون د پکتیکا ولایت په وازې خوا ولسوالۍ کې هم پر یوه کس، د هغه څه په تور چې محکمې اخلاقي فساد بللی، په عام محضر کې د ۳۰ دُرو وهلو د سزا د تطبیق خبر ورکړی.
طالبانو تر دې مخکې هم په بېلابېلو ولایتونو کې ځینې کسان په بېلابېلو تورونو په عام محضر کې مجازات کړي دي.
د طالبانو دغو اقداماتو د بشري حقونو د ګڼو بنسټونو عکس العملونه هم پارولي او دوی له طالبانو غوښتي چې دغه ډول مجازات ختم کړي، ځکه دغه ادارې د محاکمو د شفافیت په باب اندېښنې لري او وايي په اکثرو مواردو کې تورن کسان د مدافع وکیل د لرلو له حق هم محروم دي.
د افغانستان په شپږو ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی
د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت اټکل کړی چې نن هم د افغانستان په شپږو ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتلو احتمال شته.
د دې وزارت د هواپېژندنې ادارې پرون شنبه په یوه اطلاعیه کې ویلي چې نن یکشنبه په بدخشان، تخار، بغلان، کندز، سمنګان او بلخ ولایتونو کې د نسبتاً سختو ورښتونو، تالندې او برښنا او ناڅاپي سېلابونو اټکل کېږي.
دې ادارې په ځینو سیمو کې د ۱۵ او ۲۵ ملي مترو ترمنځ بارانونو د ورېدو اټکل کړی.
په وروستیو څو اوونیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې سخت بارانونه وشول چې په پایله کې یې لسګونه کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شول.
دغو بارانونو او سېلابونو همداراز سلګونه کورونه، پراخې کرنیزې ځمکې تخریب او سلګونه څاروي هم مړه کړي دي.
یو ایرانی چارواکی: طالبان دې د افغان کډوالو د ستنولو لپاره اقدام وکړي
د ایران یوه چارواکي پر افغانستان له اوسنیو حاکمانو غوښتنه وکړه چې خپل هېواد ته د افغان کډوالو د ستنولو لپاره اقدام وکړي.
ایراني رسنیو پرون د ایران د بهرنیو کډوالو د ملي سازمان د اتباعو او کډوالو عمومي مدیر علي اصغر بلوکیان په حواله دا راپور ورکړی دی.
هغه ویلي، که اوسني حاکمان له ایرانه افغان کډوال بېرته د دوی اصلي هېواد ته ستانه کړي، افغانستان کې به ډېر لوړ ظرفیتونه ایجاد شي.
د ایران دغه چارواکي ویلي، په ایران کې افغان کډوال په علمي، طبي، فرهنګي او اقتصادي برخه کې ډېر لوړ ظرفیتونه لري چې افغانستان ته د دوی له ستنېدو سره به په بېلابېلو برخو کې د دوی له استعدادونو کار واخیستل شي.
څه کم درې کاله مخکې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته ګڼو افغانانو چې په دولتي او غیردولتي ادارو کې کارونه کول، د ایران تر څنګ نورو ګاونډیو هېوادونو ته پناه یووړه.
په دوی کې ځینې یې غربي هېوادونو ته د تلو په تمه دي او د ګاونډیو هېوادونو په سفارتونو کې یې د پناه غوښتنې د دوسیو کارونه پرمخ ځي.
روسیې د زیلینسکي نوم د تعقیب لاندې کسانو په نوملړ کې ورزیات کړی
د روسیې د کورنیو چارو وزارت د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي نوم د تعقیب لاندې کسانو په نوملړ کې ورزیات کړی دی.
د روسيې رسنیو نن راپور ورکړ چې د کورنیو چارو وزارت د زیلینسکي پر ضد جنایي دوسیه جوړه کړې او نوموړی یې تر تعقیب لاندې اعلان کړی دی.
په دې دوسیه کې پر زیلینسکي د لګېدلو تورونو جزییات نه دي څرګند شوي.
زیلینسکي چې د ۲۰۲۲م کال په فبروري میاشت کې د روسیې د اشغال له پیله د اوکراین د جګړې مشري کړې، د روسیې په هغه اوږده لېست کې راغلی چې د ختیځې او مرکزي اروپا د هېوادونو د مشرانو په ګډون د ګڼ شمېر بهرنیو چارواکو نومونه هم پهکې شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې په هاګ کې د جرمونو نړیوالې محکمې د ۲۰۲۳م کال په مارچ میاشت کې روسیې ته د اوکرایني ماشومانو د بېرته ستنولو په قضیه کې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د نیولو حکم ورکړ.
د افغانستان په ۶ ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی
د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت وايي چې سر له سبا د غويي له ۱۶مې څخه د هېواد په شپږو ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتلو احتمال شته.
د دې وزارت په یو بیان کې ویلي چې سبا په بدخشان، تخار، بغلان، کندز، سمنګان او بلخ ولایتونو کې د نسبتاً سختو ورښتونو، تالندې او برښنا او ناڅاپي سېلونو اټکل کېږي.
دې ادارې په ځینو سیمو کې د ۱۵ او ۲۵ ملي مترو ترمنځ بارانونو د ورېدو اټکل کړی.
په وروستیو څو اوونیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې سخت بارانونه وشول چې په پایله کې یې لسګونه کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شول.
دې بارانونو همداراز سلګونه کورونه، پراخې کرنیزې ځمکې او سلګونه څاروي هم ووژل.
چمن کې پر معترضانو د پاکستاني ځواکونو ډزې؛ ۴ کسان وژل شوي او له ۲۰ ډېر ټپیان دي
په چمن کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو په ډزو لسګونه معترضان چې پرلته یې وهلی و، مړه او ټپیان شوي دي.
د پرلت ویاند صادق اڅکزي نن د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل، د ملېشه ځواکونو په ډزو څلور تنه وژل شوي او له شلو زیات نور ټپیان دي.
د هغه په وینا معترضان د غرمې ډوډۍ ته تللي وو چې ملېشه ځواکونو د پرلت پر کمپ برید وکړ او خیمې یې وروسوځولې.
اڅکزی وايي، کله چې دوی خپل ځای ته ستانه شول نو ملېشو ډزې وکړې.
عیني شاهدانو ویلي چې د پرلتوالو کمپ او خیمې یې سوځېدلې او زیاتوي چې له پېښې وروسته د چمن سیمې اوسېدونکي کمپ ته نژدې راټول شول، د حکومت پر ضد شعارونه یې ورکړل او د چمن کوټې لویه لاره یې وتړله.
د کوټې د ملېشه ځواکونو ویاند مشال راډیو ته وویل چې دوی د دې ادعاوو په اړه معلومات راغونډوي.
وروسته له دې چې پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړ، د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر له ۲۱مې راهیسې لسګونه کسانو د چمن سپین بولدک پر لاره پر ازاد تګ راتګ د پاکستان د محدودودیتونو پرضد پرلت پیل کړ چې تراوسه پورې روان دی.