د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۴ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۲۹

غوره ځوانان په څه کې له نورو سره سیالي کوي!؟

ځوانانو ته په کوموکارونو کې له نورو سره سیالي یا رقابت کول په کار دي او په کومو کې سیالي کول بې ځایه حسادت او یا تقلید ګڼلی شو؟

رسیدلی کس هغه دی چې نوی ماډل موټر او په اصطلاح شیک پوشه وي او که هغه چې ښې لوړې زده کړې، ښه اخلاق او په ټولنه کې ښه نوم لري؟

په نننۍ تاندې څانګې کې پر داسې سالمو او ناسالمو رقابتونو غږیږو.

که د هابیل او قابیل کیسه مو اوریدلي وي نو خبر به وئ چې د حسادت پېل له هغه ځایه وشو کله چې یوه ورور بل ورور د هغه څه لپاره وواژه چې د ده په برخه نه وو.

خدای دې وژل لرې لري خو زموږ ځينې ځوانان هم د دې لپاره چې له نورو سره ځان سیال وبولي عجبه سیالۍ کوي، سیالي که حسادت، بخل یا بدنیتي؟ دې پېغلې اورانوس ته غوږ شئ:

″ما خپله د خاله لور لېدلې چې دا څه موده مخکې یې په خارج کې کوژده شوې. اوس یې خپله د خاله لور له هغې سره حسادت کوي او نیت یې پرې بد دی. وايي زما له هغې څه کم دي؟ چې هغه به خارج کې وديږي او زه به دلته یم. اوس وايي چې که سړی هر څنګه وي، که ښه وي او که بد، که زوړ وي او که ځوان خو زه باید په خارج کې واده شم او له خپلې خاله لور نه باید ټيټه وانه اوسم.″

دغه ځوانان عبدالحق د نننیو ځوانانو په اړه وايي چې خپله انرجي په دې ضایع کوي چې نن پلاني داسې ويښتان اړولي، زه یې هم باید هماغسې واړوم. یوازې فیشن کوي. یو بل ځوان ځدراڼ وایي چې که د یو چا خپل تره زوی یا ګاونډي ښه موټر ولري نو بل حسادت کوي او بدنیتي کوي چې ولې یې هغه نه لري، چې دا ښه کار ندی. یوه بله پېغله روقیه بیا وايي:

″په پوهنتون او په نورو ځایونو کې مې همداسې ځوانانو سره سروکار دی. په ځای د دې چې په ښو کارونو کې له یوه بل سره رقابت او سیالي وکړي، دوی په جامو او ظاهري لباسونو کې له یوه بل سره حسادت کوي. حتی دوه خویندې مې لیدلي چې یوه یې طب ته بریالۍ شوې او بله ایجینري ته نو دا یوه حساست کوي او وايي چې زه هم باید طب ته بریالۍ شم او خپله رشته پریږدي، چې دا کار یې په زیان دی او ناسمه لاره انتخابوي.″

وايي، که بدي نه کړای بدې چارې، بدی به چا واژه بې لارې...

فدامحمد د داسې یوه ځوان کیسه کوي چې د څو ورځو د نوم او سیالۍ او تربګنۍ لپاره اوس هغه د چا خبره عمري ځور سره مخ دی، فدامحمد وايي چې ملګري یې خپل تره زوی سره په دې سیالي کوله چې هغه په هوټل کې واده کړی نو دی یې هم باید وکړي، خو پېسې یې نه درلودې ځکه یې ورته قرض کړې.

اخرڅه وشول چې قرضدارو مې ملګری پوزې ته راوست نو هغه خپل کور ورته خرڅ کړ او هغه قرضه یې پرې کړه چې اوس د کرایې په کورونو کې اوسيږي او پخپل دې کار پښېمانه دی.

ځينو هغو ځوانانو ته دې هم خدای انصاف ورکړي چې نورو ته د ځان لوړ ښودلو لپاره څه کانې کوي؟

ابراهیم د خپل ملګري موبایل پلورونکي کیسه کوي چې یوه صراف هره ورځ یو قیمتي او نوی ماډل موبایل ترې وړي او مازدیګر یې د څو زره افغانیو په تاوان بېرته بدلوي.

په هره ټولنه کې د ارزښتونو تعریفونه ښايي توپير سره ولري.

په یوه ټولنه کې به نڅا یو لوی هنرګڼل کیږي خو په بله کې به یې ګناه بولي. زموږ په ټولنه کې هم ځینې ارزښتونه ښايي ناسم تعریف شوي وي، ځکه خو رسیدلی کس هغه چا ته وایو چې ښې ډېرې پېسې او هغه د چا خبره لستوڼی یې غوړ وي... فدامحد هم همداسې څه وايي.

ځوان روانشناس شرف الدین عظيمي وايي چې حسادت او ناسالم رقابتونه هغه کسان کوي چې له جسمي لحاظه لوی خو له فکري پلوه ماشوم پاتې وي او دوی په خپل ځان کې دننه نېمګړتېاوې لري.

عظيمي همدا راز وايي چې دنیا تمثیلي شوې او په دریمه نړۍ هېوادونو دا تقلیدونه ډېر اغېز پرېباسي، خو په لویو کارونو بوخت کسان داسې وړو کارونو ته وخت نه لري، دی د خپل یوه استاد مثال هم وړاندې کوي.

ښه نو، اوس په کومو کارونو کې له نورو سره سیالي او رقابت په کار دی؟ بیا هم څو ځوانانو ته غوږ ږدو چې وايي يوازې په زده کړو کې سیالي په کار ده، چې فلاني لوړې زده کړې وکړې زه باید تر هغه هم لا ډېرې لوړې زده کړې وکړم. او په اخلاقو کې سیالي وکړو چې پلانی په ښه اخلاقو سره ښه نوم لري زه هم باید ښه اخلاق ولرم.

استاد شرف الدين عظيمي ما ته د رحمان بابا هغه بیت رایاد کړ چې:

په ظاهر لباس د هیچا غلط مه شه

منځ یې ګوره چې چغزی دی که مټاک

ځوانه ژورنالېسته بریښنا اوریا هم وايي چې پېسې او ډېر شته د چا شخصيت نشي لوړولی. ښه انسان باید د ظاهر پر ځای پخپل باطن کار وکړي او په ټولنه کې د خپلو ښو کارونو په مټ ځان ته ښه ځای پېدا کړي.

مننه له هغو ټولو ملګرو چې په فیس بک کمينټ کوي او یا یې پیغامونه رالېږلي.

دا خپرونه چې په کابل کې یې نورګل شفق جوړوي او هره شنبې او تکرار یې سې شنبې خپريږي، د ازادي راډيو په ویبپاڼه او فیس بک پاڼه هم اوریدلی او ولوستلی شئ:

www.azadiradio.com

که چېرې غواړئ موږ ته بریښنالیک راولیږئ نو پته ده:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:13:15 0:00
مستقیم لېنک

ShafaqN@rferl.org

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG