تیره اونۍ په دې وغږیدلو چې په سړه هوا کې د برق ډیر مصرفول د برقي وسایلو د سوځیدلو؛ د برېښنا د پرچوي او د ځینو نورو ستونزولامل کیږي؛ همدا رنګه د برېښنا شرکت مسوولو کسانو وویل چې په برقي وسایلو کې کم مصرفه شیان هم شته که له هغو نه کار واخیستل شي؛ هم به د کورنیو اقتصاد ته ښه وي او هم به لینونه نه سوځي.
دا چې هوا ورځ په ورځ سړیږي، ځکه مو وغوښتل چې نن د هغو برقي کمپلو، توشکو او فرشونو په هکله خبرې وکړو چې برېښنا لږه مصرفوي؛ له بله پلوه ډاکتران وایي، هغه کسان چې د هډوکو ناروغي لري هغو ته هم ډیر ګټور دي؛ په پیل کې د کابل د کارتې نو اوسیدونکی نعیم له سړونه شکایت کوي؛ وایي، داسې کوم څه نه لري چې کوټې په ګرمې کړي؛ چې ژمی شي په یخه هواکې یې هډوکي بند په بند خوږیږي.
ځینې هغه کسان چې د سکرو، لرګیو، تیلو او داسې نور د سونګ توکو د اخیستلو توان نه لري؛ او د برقي توشکې، کمپلې او فرشونه په هکله خبر دي چې دومره ګران نه دي هغه کاروي.
د برقي کمپلو، توشکو او فرشونو قیمت مو د همدې شیانو له یوه دوکاندار قیس نه پوښتلي؛ هغه وایي، دا چې بیه یې دومره ډېره نه ده اکثره اخیستونکې یې غریب کسان دي.
له صحي پلوه هم برقي توشکې، کمپلې او فرشونه هغو کسانو ته ښه دي چې د هډوکو ناروغي لري.
لیکونکې: فرشته مرسل