د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۰۳

افغانستان

کندهار: د مرستیال والي عبدالقدیم پتیال د وژلو طرحه په کوټه کې جوړه شوې وه

د کندهار د امنیې قومندان وايي، د دې ولایت د مرستیال والي عبدالقدیم پتیال د وژلو طرحه په کوټه کې جوړه شوې وه او د پښتنو مشرانو د وژل کیدو د روانې لړۍ یوه کړۍ ده.

لوی پاسوال عبدالرازق په کندهارکې خبریالانوته په خبروکې یو وار بیا ژمنه وکړه چې د پتیال قاتلین به ونیسي.

نوموړې د پښتنو مشرانو د وژلو لړۍ چې د ده په وینا د پولې دواړو غاړو ته روانه ده د اندېښنې وړ وبلله:

″پښتني مشران وژني، دې کې هیڅ شک نه شته، څومره چې دلته وژل کیږي هومره د کرښې په بله غاړه کې هم وژل کیږي.″

د کندهارد امنیې قومندان له پښتنو وغوښتل چې د خپلو قومي مشرانو له قاتلینو سره دې مرسته نه کوي.

د کندهار مرستیال والي قدیم پتیال د تیرې یکشنبې په ماښام په په کندهارکې په ډزو ووژل شو.

د نوموړې تروژل کیدو مخکې هم په کندهار کې ګڼ حکومتي چارواکي، قومي مشران او ټولنیز فعالان په یو او بل نوم وژل شوې دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د پرتګال سترې محکمې د افغان کډوال د قتل دوسیه بیا محاکمې ته واستوله

ارشیف
ارشیف

د پرتګال سترې محکمې د عبدالبشیر په نوم د افغان کډوال، د دوسیې د بیا څېړنې امر کړی چې په ۲۰۲۳ کال کې یې د لیزبون په اسماعیلي مرکز کې دوې ښځې وژلې وې.

محکمې ویلي چې د نوموړي د رواني وضعیت د ارزونې لپاره باید نوې ګډه رواني او ارواپوهنیزه معاینه ترسره شي، څو څرګنده شي چې هغه د جرم پر مهال جنایي مسوولیت درلود که نه.

۳۱ کلن عبدالبشیر تېر کال د دوو ښځو د وژلو په جرم په ۲۵ کاله بند محکوم شوی و، خو څارنوالۍ استدلال کړی چې نوموړی رواني ناروغي لري او باید د بند پر ځای تر ځانګړې درملنې لاندې وساتل شي.

د محکمې نوې پرېکړه به یوازې د هغه د جنایي مسوولیت او سزا په اړه وروستۍ پرېکړه وټاکي، نه دا چې د قتل د جرم اصل تر پوښتنې لاندې راولي.

د پولیو ضد پروګرام: د ماشومانو پر وخت واکسینول د پولیو د مخنیوي یوازینۍ اغېزمنه لار ده

د افغانستان د پولیو ضد پروګرام له کورنیو غوښتي چې خپلو ماشومانو ته په وخت د پولیو واکسین ورکړي او د واکسیناسیون په کمپاینونو کې فعاله ونډه واخلي.

دغه پروګرام پرون (جمعه) په یوه بیان کې وویل، د پولیو واکسین ماشومان له فلج کوونکو ناروغیو او نورو جدي روغتیايي ستونزو څخه ساتي او د دې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره د خلکو همکاري ضروري ده.

افغانستان او پاکستان لا هم د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې د پولیو ویروس پکې په بشپړ ډول له منځه نه دی تللی، او روغتیايي چارواکي ټینګار کوي چې د بشپړ خوندیتوب لپاره باید ماشومان د پولیو ټول ډوزونه، چې سپارښتنه یې شوې، ترلاسه کړي.

قزاقستان افغانستان ته د متخصصو ډاکټرانو طبي پلاوی واستاوه

قزاقستان وايي، د بشري مرستو د دوام په ترڅ کې یې افغانستان ته د متخصصو ډاکټرانو یو پلاوی استولی، څو د افغانستان په روغتونونو کې ناروغانو ته طبي او جراحي خدمتونه وړاندې کړي.

د قزاقستان د روغتیا وزارت پرون (جمعه) وویل، په دې پلاوي کې د ارتوپېډۍ، ټراما، زړه، ماشومانو، عمومي جراحۍ، یورولوژۍ، سږو او وبا پېژندنې متخصصان شامل دي.

دغه وزارت زیاته کړې چې قزاقستان له دې سره هم‌مهاله افغانستان ته ۳۱۸.۸ مټریک ټنه بشري مرستې هم استولې دي، چې د روغتیايي او بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره ځانګړې شوې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې د اعتیاد د درملنې ملاتړ ته دوام ورکوو

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) ویلي چې په افغانستان کې به د نشه‌یي توکو د روږدو کسانو د مخنیوي، درملنې او بیارغونې د پروګرامونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

دغه سازمان د جمعې په ورځ له مخدرو موادو سره د مبارزې په نړیواله ورځ په یوه بیان کې وویل، دا مهال په ۱۰ ولایتونو کې د روږدو کسانو د درملنې د ۱۱ مرکزونو او ۱۱ ګرځنده روغتیايي ټیمونو ملاتړ کوي. د سازمان په وینا، دغه مرکزونه د اعتیاد درملنه، د رواني روغتیا خدمتونه او د بیارغونې پاملرنه وړاندې کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان زیاته کړې چې په کابل، کندهار او هلمند کې هم د درملنې مرکزونه او ګرځنده طبي ټیمونه فعال دي او د روغتیايي کارکوونکو د روزنې له لارې د درملنې پروګرامونه هم پیاوړي کوي.

د ایران د کسپین سمندرګي په ساحل کې درې افغان کډوال ډوب شوي

د ایران د ژغورنې چارواکو ویلي، د کسپین سمندرګي په ساحل کې درې افغان کډوال ډوب شوي او یو بل لا هم ورک دی.

د چارواکو په وینا، لږ تر لږه ۱۵ افغانانو سره له دې چې هوا خرابه او توپاني وه، اوبو ته ځانونه واچول او لامبو یې کوله. وژل شوي کسان ۱۲، ۱۴ او ۲۵ کلن وو او د ورک شوي کس د موندلو لپاره د لټون عملیات تر پرون (جمعې) پورې لا هم روان وو.

چارواکو ویلي، دغه کسان هغې ساحلي سیمې ته ورغلي وو چې د قوي اوبو د جریان له امله پکې لامبو وهل منع دي.

د افغانستان د شیعه علماوو شورا د محرم میاشتې پر مهال د وروستیو محدودیتونو په اړه اندېښنه څرګندوي

ارشیف
ارشیف

د افغانستان د شیعه علماوو شورا د پنجشنبې په شپه په خپلې فېسبوکپاڼه خپره کړې اعلامیه کې د ځینو جوماتونو او تکیه‌خانو د مسؤلینو د نیولو، د عزادارۍ د بیرغونو راټولولو، د خاتم‌النبیین علمي حوزې د تړل کېدو او د تمدن تلویزیون د خپرونو د بندېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

شورا په خپله اعلامیه کې ویلي چې په وروستیو ورځو کې «د عزادارۍ د نښانو د پورته کولو له امله د ځینو جوماتونو او تکیه‌خانو مسؤلین نیول شوي دي» او همدارنګه د ځینو جوماتونو او تکیه خانو څخه د عزادارۍ بیرغونه او نور سمبولونه راټول شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي چې د تمدن تلویزیون د فعالیت بندېدل او د خاتم‌النبیین علمي حوزې تړل کېدل هم د افغانستان د شیعه ټولنې ترمنځ اندېښنې راپارولي دي.

د شیعه علماوو شورا له لوړپوړو طالب چارواکو غوښتي چې دې موضوع ته پاملرنه وکړي او زیاته کړې یې ده چې «په تېرو کلونو او همدارنګه په روان کال کې د محرم مراسم د ګډو هوکړو پر بنسټ، په ارامه او منظمه فضا کې ترسره شوي او تمه ده چې هماغه منل شوي چوکاټونه به په پام کې ونیول شي.»

شورا همدارنګه د خاتم‌النبیین علمي حوزې د بیا پرانیستلو او د تمدن تلویزیون د فعالیت د بیا پیل غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې دا موضوع به د عاشورا د مراسمو له پای ته رسېدو وروسته له طالب چارواکو سره مطرح کړي.

د دې اعلامیې په بله برخه کې دیني عالمانو او مذهبي ویناوالو ته سپارښتنه شوې چې خلک له اوسني وضعیت څخه خبر کړي، د ملي یووالي، د عامه نظم د ساتلو او د قانوني لارو چارو له لارې د خپلو غوښتنو د تعقیب ټینګار وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان یو شمېر شیعیان وایي، واک ته د طالبانو له ستنیدو وروسته د محرم په ورځو کې په مراسمو محدودیتونه زیات شوي دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه د دې اعلامیې په اړه غبرګون نه دی ښودلی. خو په تېرو کلونو کې یې ویلي چې د عاشورا په ورځو کې لګول شوي محدودیتونه د امنیت د ټینګښت او د عامه نظم د ساتلو په موخه دي او هدف یې د مذهبي مراسمو مخنیوی نه دی.

ملګري ملتونه د مخدرو موادو په وړاندې دمبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت وايي دغه سازمان دافغانستان د ولس ترڅنګ ولاړ دی

ارشیف
ارشیف

ملګري ملتونه د مخدرو موادو په وړاندې دمبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت وايي دغه سازمان د مخدروموادو د ننګونو سره د مقابلې ، نویو ګواښونو،او د حللارو په میندلو کې دافغانستان د ولس ترڅنګ ولاړ دی.

دمخدرو موادو او جرایموپه وړاندې د ملګروملتونو دفتر (UNODC) په خپله ایکسپاڼه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ټینګار کوي چې فعالیتونه یې په وقایې ، علاج او په رغونې متمرکز دي او په عین حال کې دهغو ټولنو ملاتړ کوي چې د کوکنارو د کښت څخه داوښتو له تګلارې زیانمنې شوي دي.

افغانستان کې ددغه دفتر مسئول پولیاک اوکې سیري وايي:" د مخدره موادو ستونزه لا هم یوه جدي ننګونه ځکه ده چې ډېر خلک، په ځانګړي ډول په کلیوالي سیمو کې، لا هم د مخنیوي، درملنې او رغیدنې باکیفیته خدماتو ته لاسرسی نه لري."

هغه زیاتوي چې په افغانستان کې د مخدره موادو کارول په زیاتېدونکي ډول له دودیزو نشه يي توکو لکه چرس (حشیش) او تریاکو څخه مصنوعي نشه يي موادو لکه میتامفیتامین (شیشه) او ټابلیټ K ته اوړي.

وروسته لدې چې افغانستان کې د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ کال اپریل میاشت کې د کوکنارو په کرنه او کاروبار یو مخ بندیز ولګاوه په دغه هیواد کې د کوکنارو کر په ۲۰۲۳ کال کې شاوخوا ۹۵ سلنه راکم شو. د (UNODC) د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د کوکنارو کرنه نسبتا مخکني کال ته بیا هم ۲۰ سلنه نوره کمه شوه او تاریخي ټیټې کچې ته ورسېده.

د اروپايي اتحادیې دیپلوماتان: د طالبانو پلاوي سره بروکسل کې وروستۍ خبرې په تخنیکي چارو متمرکزې وې

بروکسل کې داروپايي کمیسیون دفتر ، ارشیف
بروکسل کې داروپايي کمیسیون دفتر ، ارشیف

د اروپايي اتحادیې دیپلوماتانو د ازادي راډیو خبریال ته ټینګار کړی چې د طالبانو پلاوي سره بروکسل کې د اروپايي کمیسیون په بلنه وروستۍ خبرې تخنیکي خبرې وې او د دیپلوماتیکې پیژندګلوۍ په معنا نه دي.

دوی وویل چې د کډوالو دستنولو موضوع غړو هیوادونو پورې اړه لري او ګڼ هیوادونه نیت لري اجباري ستنولو ته مخه کړي نو ځکه د طالبانو همکاري اړینه ده.

دغه ديپلوماتان وايي دوه ډلې کسان ستنول کیږي; هغه کسان چې امنیت ته خطر جوړوي او بل هغه کسان چې لوی جرمونه یې ترسره کړي دي او نه هرهغه کس چې د پناه اخیستو غوښتنلیک یې رد شوی دی.

دغه دیپلوماتان وايي دمثال په توګه سویدن نیت لري ۲۰۰ کډوال او ډنمارک څه کم ۲۰ تنه افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړي.

د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو اټکل

افغانستان کې د وروستیو سیلابونو یو انځور ، ارشیف
افغانستان کې د وروستیو سیلابونو یو انځور ، ارشیف

د هوا پېژندنې ادارې خبرداری ورکړی چې د جمعې په ورځ به د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې سخت بارانونه وشي او د ناڅاپي سېلابونو د راوتلو خطر هم شته.

دې ادارې د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، میدان وردګ، پروان، سمنګان، بغلان او پنجشېر ولایتونو کې د ۱۰ څخه تر ۳۰ میلی‌مټرو پورې باران اټکل شوی دی. دغه راز د هېواد په مرکزي او سوېل ختیځو سیمو کې په ساعت کې د ۵۰ څخه تر ۸۵ کیلومتره پورې د چټکو بادونو وړاندوینه هم شوې ده.

دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي چې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې په دې وروستیو کې ویلي وو چې د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د بارانونو او سېلابونو له امله څه دپاسه ۳۰۰ کسان مړه او ۴۰۰ نور ټپیان شوي او له ۱۸ زرو څخه زیاتې کورنۍ زیانمنې شوې دي.

سویس د افغانستان بشري مرستو صندوق سره سلګونه زره ډالر مرسته کړې

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي چې د سویس حکومت د افغانستان بشري مرستو صندوق ته ۱.۹۵ میلیونه ډالر مرسته کړې ده.

اوچا د پنجشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۴مه، په خپلې اېکسپاڼې ولیکل چې دا مرسته «هغو خلکو ته هیله وربښي چې ژوند یې د کړکېچونو او ناڅاپي پېښو له امله اغیزمن شوی دی.»

دا مرسته په داسې حال کې اعلانېږي چې افغانستان لا هم د نړۍ دهغو هیوادونو څخه دی چې له سترو بشري بحرانونو مخ دي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په روان میلادي کال کې ۲۱.۹ میلیونه کسان په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا لري.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG