د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۵ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۸

له نوي دولته د ځوانانو درې غوښتنې!


افغان ځوانان وايي چې د طالبانو له سقوطه وروسته تعليمي برخې پرمختګ وکړ؛ خو کیفیت یې ټيټ و. پخوا د لوړ ولور ستونزه وه چې د ښاغلي کرزي د دورې له پېل سره په هوټلونو کې واده کول هم عام شول؛که د ځوانانو وزارت جوړ شي؛ ګټه به وکړو، خو که د ځوانانو اوسني معينت غوندې نمایشي نه وي.

په نننۍ تاندې څانګې کې په همدغو درو برخو خبرې لرو، د ښاغلي اشرف غني دولت ته په همدې اړه د ځوانانو نظرونه او وړاندیزونه اورو.

د صاحب نظرانو له نظره تېره دیارلس کلنه دوره که یو خوا له ډېرو لاس ته راوړنو ډکه وه نو بلخوا یې ځینې جدي ستونزې هم درلودې چې د دې دورې تر پایه حل نه شوې. د کابل پوهنتون د طب پوهنځي یو محصل رحمت الله توتا خېل وايي چې مصلحتي نظام ځوانان تاواني کړل، افغان لیکوال او ژباړن محمد نبي تدبیر د ځوانانو د تعلیم، د بېکارۍ او ځینو نورو ستونزه یوازینۍ ریښه نا امني بولي چې تر اوسه ځوانان ځوروي.

لوړې زده کړې دې باکیفیته او نصاب دې نوی شي:

تر دې خبرو هاخوا لومړی راځو د لوړو زده کړو موضوع ته، افغان ځوانان وايي چې د لوړو زده کړو کیفیت ټيټ دی، نصابونه زاړه دي او په هيڅ لحاظ له نړیوالو سره د پرتله کولو ندي. ځينې ځوانان بیا وايي چې په پوهنتون کې یو شمېر استادان دیکتاتورانه چلند کوي او څنګه یې چې زړه غواړي هماغسې درس ورکوي. له دوی یې دوه پېغلې محصلې وايي:

(نوم مې فرحت ده، محصله یم. هغه زده کړې چې موږ يې په افغانستان کې لرو کچه یې له نړيوال معیاره ډېره ټيټه ده. نوی دولت دې د لوړو زده کړو کیفیت لوړ کړي او په کانکور کې دې د ځوانانو د جذب کچه لوړه کړي چې ځوانان بې نتيجې پاتې نشي.

زما نوم سادیه ده، د کابل پوهنتون د طب پوهنځي د دریم کال محصله یم. تر لوړو زده کړو مخکې خو تر ټولو لوی مشکل د کانکور دی چې څوک له دولسمه په فراغېدو خوشالۍ ته نه پريږدي. هغه کانکور چې له فساد او درغلیو ډک دی. داسې کسان پېژنم چې خپل نوم هم نشي لیکلی خو په کانکور کې بریالي کیږي. زما په نظر نوی دولت باید تر ټولو مخکې د کانکور مشکل چې د لوړو زده کړو تر منځ خنډ دی، له منځه یوسي).

ښاغلی نبي تدبیر وايي چې که نصاب زوړ دی او که عملي کارونه نشته نو علت یې دا دی چې د پوهنتونونومشرانو استادانو له فرصتونو ګټه وانخيسته ، له زاړه نصاب سره نږدې، له نویو معالوماتو او درسي میتودونو لرې پاتې شول ځکه ځوانانو ته نوي څه نه رسيږي.

خو یو ځوان ثناءالحق بیا د لوړو زده کړو ټوله پړه د دغه وزارت پر مقاماتو وراچوي او وايي چې باید یو پوه وزیر دا وزارت رهبري کړي.

په هوټلونو کې د ودونه رواج مخه دې ونیول شي او اړوند قانون دې تصويب شي:

وايي له بارانه تښتېدمه تر ناوې لاندې مې شپه شوه. افغان ځوانان د واده د لوړ ولور له لاسه له کورنو بهرنیو هېوادونو ته یا په قانوني او یا په غیرقانوني لاره په تېښته وو، څوک د ولور له پېسو سره ډکې منګولې راستانه شول او څوک بیا د سمندرونو د کبانو خوراک شول. په هوټلونو کې د ودونو دود او په افغانستان کې د بېکارۍ ستونزه... څنګه یې ورته پوره کړي؟ ځينې ځوانان غلاوې، جنايي جرمونه، جنسي تیري او په نشو روږدي کېدل د همدې ستونزې سرچینه بولي.

ولې هغه قانون په تېرو کلونو کې تصويب نه شو چې پکې په ودونو کې د کمو مصارفو خبره شوې؟ ښاغلی تدبیر په دې اړه څه وايي چې همدغه کسان چې د دې قانون د تصویب مخه نیسي په دې کاروبار او فساد کې ښکېل دي. خو نوی دولت باید دغه قانون تصویب کړي.

د ځوانانو وزارت به ځوانانو ته ګټه وکړي خو نمایشي دې نه وي:

د اطلات او کلتور وزارت د ځوانانو معينيت په افغانستان کې هغه اداره ده چې د ځوانانو مخ وراړوي او هیلې یې ورپورې غوټه دي. خو د تاندې څانګې په پخوانیو خپرونو کې به مو له دې معينته د ځوانانو ګېلې مانې اورېدلي وي، چې ویل یې دا معينيت یوازې نمایشي کارونه کوي او یوه ډله خاصو ځوانانو ته کار کوي.

خو د جمهورريئس اشرف غني لومړي مرستیال عبدالرشيد دوستم د انتخاباتي کمپاينونو پر مهال د ورزش په برخه کې د ځوانانو د لاس ته راوړنو له یادونې سره ویلي وو چې ښاغلي غني ته به وړاندیز کوي چې ځوانانو ته دې ځانګړی وزارت جوړ شي.

په دې اړه مې هم د ځوانانو نظرونه وپوښتل، چا ویل چې وزارت به ګټه وکړي خو باید کارکوونکي یې هم ځوانان واوسي او چا ویل چې که د ځوانانو اوسني معینيت په څېر یوازې نمایشي کارونه ونه کړي نو ځوانان به ډېرې لاس ته راوړنې ولري. دوی وايي:

(ما پخپله د ځوانانو په اړه د ډاکټر اشرف غني پلانونه اوریدلي، د ځوانانو لپاره ډير ښه پلانونه لري. چې يو یې هم د ځوانانو لپاره د وزارت جوړول دي، له دې سره به ځوانانو ته ډير فرصتونه برابر شي، توجه به ورته وشي او دوی به وکړای شي چې افغانستان له اوسني حالته راوباسي.

دا به ډير یو ګټور کار وي که چېرې د ځوانانو لپاره یو ځانګړی وزارت جوړ شي. چې له لارې يې ځوانان خپلې ستونزې ورسره شریکې کړي، خپل غږ د چارواکو تر غوږونو ورسوي او مشکلات يې حل شي).

خو افغان لیکوال او ژباړن محد نبي تدبیر وايي چې د پوهنې وزارت، د لوړو زده کړو او د کار او ټولنيزو چارو وزارت او یو شمېر نور... هغه وزارتونه دي چې ټول په زلمکیو او ځوانانو پورې اړوند دي. د یوه نوي وزارت پر ځای که د یادو وزارتونو کارونه او هڅې پیاوړې شي نو ښه به وي.

ښاغلی تدبير همدا راز وايي چې د ځوانانو یو داسې غیردولتي سازمان دې وي چې د دولت کارونه وڅاري او سبا ترې پوښتنه وکړای شي.

دا خپرونه چې په کابل کې یې نورګل شفق جوړوي، هره شنبې او تکرار یې دوشنبې خپريږي او تاسې یې د ازادي راډيو په ویبپاڼه او فیس بک پاڼه هم اوریدلی او ولوستلی شئ.

www.azadiradio.com

که چېرې غواړئ موږ ته بریښنالیک راولیږئ نو پته ده:

ShafaqN@rferl.org

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:14:26 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG