د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۴

ګارډین: که افغان جګړه بریالۍ نه شي، ناکامي به د چا وي؟


ګارډین ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې، په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو پر ناکامۍ بحث کړی دی.

د بریتانيې دا ورځپاڼه لیکي، که څه هم وروستي بریتانوي عسکرهم له افغانستانه ووتل خو د نورو هېوادو سلګونو ځواکونه هلته پاتې دي څو افغان امنیتي ځواکونه وروزي.

دا عسکرباید د افغانستان په کلیوکې د وسله والو د تشدد پرضد مبارزه په ښه توګه جاري وساتي.

خو د ګاردين په لیکنه، که د افغانستان جګړه بشپړه او بریالۍ نه شي، په اسانۍ د انتقاد په سترګه ورته کتل کیدلای شي.

ورځپاڼه وايي، ډیر راپورونه شته چې د افغانستان په کلیو او ولسوالیو کې د وسله والو د پراخ شتوالي خبره کوي.

نوکه په افغانستان کې جګړه په بشپړ ډول بریالۍ نه شي، ناکامي به د چا وي؟

ګارډین لیکي، دا څرګنده ده چې د افغانستان پوځ ناکام نه شي ګڼل کیدلای ځکه افغان پوځیان د سیاسي پلان جوړولو او تجهیزاتو په برخه کې ستونزې لري خو بیا هم توانیدلي چې به دې هیواد کې خپله دنده ترسره کړي.

د ورځپاڼې په لیکنه، که چیرې په عراق او افغانستان کې حالاتو ته وکتل شي نو لیدل کیږي چې ستونزه د ناټو په ځواکونو کې ده، ځکه هغوي له تشدد سره د مبارزې لپاره مناسب نه دي.

د ګارډین په وینا، ناټو د تروریزم ضد مبارزې په نسبت، د نورو ستراتیژیکو اروپايي سازمانو په څیر، د داسې حالاتو لپاره اغیزمن سازمان دي لکه د سړې جګړې څخه وروسته.

دیپلومات خپرونه لیکي، د افغانستان او چین ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره تردې بل ښه وخت نه دی راغلی.

د دیپلومات په لیکنه، د افغانستان د نوي ولسمشر پر ټاکل کیدو او د ملي وحدت د حکومت پرجوړیدو تریوې میاشتې زیات وخت نه تیریږي.

له بله پلوه، نړېوال ځواکونه په دوامدارډول له دې هېواده وځي او د امنیت په برخه کې خلا شاته پریږدي.

په افغانستان کې د داسې سترکورني بدلون په اوج کې، دا د چین لپاره منطقي ده چې د افغانستان په چارو کې پښه کیږدي او له دې هېواد سره خپل شراکت لا ژور کړي.

دیپلومات وايي، ولسمشرغني به له چینه د خوشاله تګ یعنې د پانګونې د ژمنو په ترلاسه کولو غورکوي خو د چین ولسمشر به دې ته ګوري چې ډاډ ترلاسه کړي چې تر ۲۰۱۵ [میلادي] کال وروسته د افغانستان امنیت سقوط نه کوي.

XS
SM
MD
LG