دریالس کاله کیږي، چې د افغانستان په ولایتونو په ځانګړي توګه کابل کې د بیارغونې چارې روانې دي؛ خو بیا هم داسې نه ښکاري چې کابل دې د یوه هېواد پلازمینه یا پایتخت وي. لاهم لارې او کوڅې یې سمې نه دي پخې شوي او لا هم یوشمېر خلک له ښاري ژوند سره نابلده دي.
زموږ همکار جاوید حسن زاده د کابل د ځینو برخو تصویرونه اخیستي دي.
په کابل کې هره ورځ څه تېریږي؟
۱
په پلازمینه کابل کې سپیو سړک بند کړی.
۲
په پلازمینه کابل کې دا سړی پر هوايي پل نه بلکه تر هوايي پل لاندې تېریږي.
۳
په پلازمینه کابل کې هر چېرې ډېران پروت دی.
۴
په پلازمینه کابل کې خلک له بې کارۍ سر ټکوي
۵
موټر فروشي شته خو موټرونه نه
۶
دې ته وايي ګټه، نه د تېلو مصرف او نه هم د انرژي.
۷
۸
۹
زده کوونکو کتابونه شا ته اچولي او مردکي (تُشلې) کوي.
۱۰