د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۴

ایا د ملي وحدت حکومت له طالبانو سره د مذاکرو لپاره د سړک یوه نقشه ده؟


نړېوالو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې له طالبانو سره د افغانستان د ملي یووالي حکومت د سولې په اړه مطالب خپاره کړي دي.

فارین پالیسي:

امریکا چاپ، فارین پالیسي خپرونې په وروستۍ ګڼه کې د افغانستان او سیمې د چارو د کارپوه پروفیسور "بارنیت روبین" یوه اوږده تحلیلي مقاله خپره کړې چې سرلیک یې دی؛ "آیا د افغانستان ملي وحدت حکومت له طالبانو سره د مذاکرو لپاره د سړک یوه نقشه ده؟"

په مقاله کې راغلي، اشرف غني احمدزي د انتخاباتو د دوهم دور رایو له درې میاشتنۍ لانجې وروسته د سپټمبر په ۲۹ مه د جمهور رییس په دندې لوړه وکړه او د یوه تړون پر اساس یې د عبدالله عبدالله لپاره د اجراییوي رییس دنده ایجاد کړه چې؛ وروسته به په اساسي قانون کې د تعدیل له مخې دا مقام دایمې شي.

ښاغلي بارنیت روبین په مقاله لیکي؛ دې تړون د افغان دولت د مشروعیت لپاره د افغانانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ تعهد هم نوی کړ.

د لیکوال په باور، د افغان دولت د ملي وحدت تړون ممکن له هغو افغانانو سره د یوه سیاسي حل چوکاټ برابر کړي چې لا هم د دولت پر ضد جنګیږي. په دې کار سره به هغه زیاته اندازه پیسي چې د امنیت په ټینګښت لګیږي د افغانستان او پاکستان دواړو د ثبات او پراختیا په چارو مصرف شي او دا دواړه هیوادونه ورته سخته اړتیا لري.

فارین پالیسي په مضمون کې لیکي؛ دا مهال اشرف غني احمدزی د دولت په راس کی دی. دی او عبدالله عبدالله دواړه باید چې د پخلاینې پر ځینو مسالو له سره غور وکړي. جمهور رییس غني د اختر په ورځ ویلي وو: "ټولو سیاسي مخالفانو ته په څرګند ډول وایو چې جنګ د حل لار نه ده. یوازې د افغانانو پر مشرۍ سوله یوازینۍ لار ده او سیاسي مخالفان باید په یوې سیاسي پروسه کې شامل شی."

د فارین پالیسي خپرونې د مضمون لیکوال پروفیسر روبین په دي باور دی چې پاکستان له دې نور په افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ حکومت نه غواړي. پاکستان غواړي چې له طالبانو څخه په ځینو مسالو کې لکه په افغانستان کې د هند د نفوذ په ګډون؛ په دوه اړخیزو مسالو کې د خپل نفوذ ساتنې کارواخلي او ځیني امتیازات تر لاسه کړي.

فارین پالیسي وړاندې لیکي، افغان حکومت باید دا پریکړه هم وکړي چې څنګه له طالبانو سره مذاکره پیل کړي؛ ولو که هغوی جګړې ته دوام هم ورکړي. د مضمون د لیکوال په باور؛ جمهور رییس اشرف غني احمدزی ممکن ومني چې په "دوحه" کې د طالبانو سیاسي دفتر د دې ډلې استازیتوب کولاي شي. پخواني جمهور رییس کرزي په دې اړه مقاومت کاوه.

چین د پاکستان په ګډون، ټولو ته په ډاګه کړي چې دوی په افغانستان کې د هغه حل ملاتړ کوي چې طالبان په کې سیاسي سیسټم کې شامل شي؛ خو په افغانستان کې د طالبانو د حکومت مخالفت کوي.
فارین پالیسي

فارین پالیسي زیاتوي، ښاغلی احمدزی ممکن د پاکستاني طالبانو مشرتابه او د افغان طالبانو قوماندانان په مذاکرو کې شامل کړي او له ملګرو ملتونو څخه هغوی ته د یوه ښه دفتر د پرانستلو غوښتنه هم وکړي.

جمهور رییس ممکن د طالب استازو او افغاني چارواکو ترمنځ د دوو غونډو او خبرو هغه بندیز هم لري کړي چې پخوانی جمهور رییس کرزي ورباندي لګولی و.

خپرونه لیکي، په دې مذاکرو کې به له پاکستان پرته د افغانستان نور ګاونډیان هم ګډون وکړي. چین په "شینجین" ولایت کې د وسله والو له ستونزې سره لاس او ګریوان دی او د افغانستان ثبات د خپل امنیت لپاره اړین بولي.

چین له دې وروسته دا فکر نه کوي چې له افغانستان سره د اړیکو ټینګول به یې د پاکستان د اړیکو د پراختیا پراساس وي.

فارین پالیسي لیکي، چین د پاکستان په ګډون، ټولو ته په ډاګه کړي چې دوی په افغانستان کې د هغه حل ملاتړ کوي چې طالبان په کې سیاسي سیسټم کې شامل شي؛ خو په افغانستان کې د طالبانو د حکومت مخالفت کوي.

واشنګټن پوسټ:

ځینو نورو لویدیځو ورځپاڼو په افغانستان کې د نشه یي موادود تولید د بې ساري زیاتېدو په اړه مضمونونه خپاره کړي؛ خو واشنګټن پوسټ ورځپاڼې تر دې سرلیک لاندې؛ "د جګړې یو موسم چې په افغانستان کې باید په یاد وساتل شي" یو مضمون خپور کړی دی.

ورځپاڼه لیکي، که څه هم چې لویدیځې خبري رسنۍ یې په اړه څه نه وایي؛ خو په افغانستان کې د جګړې د اپریل او اکتوبر یو بل خونړی موسم هم مخ په ختمېدو دی.

واشنګټن پوسټ لیکي، د دې کال کمپاین په داسې حال کې روان دی چې؛ افغان حکومت د بهرنیو پوځي ځواکونوله وتلو او د مرستو له کمښت سره مخامخ دی. د ۲۰۱۴ م کال کمپاین د افغان حکومت او متحدانو لپاره یو سخت او مهم آزمیښت دی.

XS
SM
MD
LG