د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۰

پکتیا: د ناټو ځواکونو په هوايي برید کې ۷ ملکیان وژل شوي


د ګردیز اوسیدونکي ادعا کوي چې؛ تیره شپه د دې ښار په یوه څنډه کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي اوه تنه ملکي وګړي دي.

دوی نن سهار د وژل شویو کسانو مړي د سرې میاشتې د ادارې سیمه ییز دفترته وړي و.

په وژل شویو کې د یوه ماشوم مړی هم ترسترګو کېده.

د وژل شویو کسانو یوه خپل په سیمه کې د آزادي راډیو خبریال ته وویل؛ دوی د ښار د یوې ځنډې په لوړه غنډۍ کې د بوټو او خځلو په راټولو لګیا وو؛ چې ورباندې حمله وشوه.

سیمه ییز چارواکي هم ادعا کوي چې؛ نړیوالو امنیتي مرستندویه ځواکونو له مخکې له افغان ځواکونو سره د غه هوایي عملیات نه وهماهنګ کړي.

د پکتیا مرستیال والي عبدالولي سهي؛ خبریالانو ته وویل چې، د دغې پیښې په اړه به جدي څیړنه کوي.

خو د ناتو په مشرۍ نړیوال ځواکونه د پیښې بل ډول یادونه کوي.

ایساف وایي، په ګردیزکې د تیرې شپې په عملیاتو کې اته سخت دریځي وسله وال وژل شوي دي.

ایساف آزادي راډیو په ته استولي بیان کې ویلي چې؛ په دغو عملیاتو کې هیڅ یوه ملکي کس ته زیان نه دی رسیدلی.

د افغانستان حکومت بم غورځونکې الوتکې نه لري او په پوځي عملیاتو کې د ناټو په مشرۍ نړیوالو ځواکونو څخه مرسته غواړي. که څه هم دې مسالې په تیرو کلونو کې د کابل او د ناټو د غړیو هیوادونو ترمنځ په اړیکو کې ستونزې راپورته کړی وې؛ خو بیاهم د ملکي تلفاتو پیښې تکرار شوي دي.

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د ناټو له هوایي عملیاتو سره سخت مخالفت څرګند کړی او افغان امنیتي ځواکونو ته یې امر کړی و؛ چې نور له ناټو څخه د هوایي ځواک د ملاتړ غوښتنه ونه کړي.

خو تراوسه د اشرف غني احمدزي په مشرۍ نوي حکومت په دې اړه سخت عکس العمل نه دی ښکاره کړی.

XS
SM
MD
LG