د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ مرغومی ۱۴۰۰ کابل ۰۷:۵۷

د سوریې په کوباني ښار کې جګړې دوام لري


راپورونه وایي، د اسلامي دولت ډلې یوه ځان وژونکي د دوشنبې په ورځ د سوریې په شمال کي په چاودیدونکو مواد بار لارۍ په محاصره شوي ښار؛ کوباني کې وچوله او دوه تنه کرد جنګیالي یې ټپیان کړل.

د حملې هدف د ښار په یوه سړک کې د یوې امنیتي بندۍ لېرې کول وو؛ ترڅو د اسلامي دولت وسله والو ته د وړاندې تګ په مقصد لار خلاصه کړي. کردي ځواکونه هم د اسلامي دولت د وسله والو پر ضد مقاموت ته دوام ورکوي.

کردي جنګیالیو د دوشنبې په ورځ د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونوپه هوایي ملاتړ؛ د کوباني ښار په شمال ختیځ کې د اسلامي دولت د وسله والو د وړاندې تګ مخه ونیوله.

د اسلامي دولت و سله والو له څلورو اونیو راهیسې کوباني ښار محاصره کړی او د ښار په درېیمي برخې واکمن شوي دي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی؛ که چیرې د اسلامي دولت وسله وال په بشپړ ډول پر ښار واکمن شي؛ د ښار اوسیدونکې به په ډله ییز ډول ووژل شي.

په سوریه کې د کورنیو جګړو له پیل مخکې؛ په کوباني ښار کې شاوخوا ۴۵ زره کسانو ژوند کاوه؛ خو د کردانو په نورو سیمو کې د شخړو او جګړو له امله دې ښار ته په زرګونو نور کردان هم کډه شوي او دا مهال په کې په سلګونو زره کسان ژوند کوي.

ترکیه وایي، په کوباني ښار کې د وروستیوجګړو له امله شاوخوا دوه لکه کسان له سوریې څخه ترکیې ته اوښتي دي.

د شمسې په نامه یوه ځوانه ښځه چې لا هم په کوباني کې ژوند کوي؛ آزادي راډیو سره یې په ټلیفوني خبرو کې وویل؛ په ښار کې شاوخوا زر تنه پاته دي او نور ټول تښتیدلي دي:

"په کوباني کې دا مهال د پاته کسانو اکثریي عسکر دي او د پنځو او لسو زرو ترمنځ ملکیان هم دلته ژوند کوي. له کوباني څخه شاوخوا نیم میلیون کسان ترکیې ته اوښتي دي."

شمسه وایي، دا په خپلو سترګو ویني چې؛ هره ورځ په کوباني ښار د اسلامي دولت د وسله والو له خوا د هاوان او توغندیو ګولۍ وریږي او ایتلافي ځواکونه له هوا څخه بمبارۍ کوي.

شمسه د اسلامي دولت د وسله والو پرهدفونو د ایتلافي ځواکونو له هوایي بریدونو خوښه ده؛ خو وایي، داحملې ورځ تربلې خرابیږي. دا وایي، په کوباني ښار کې د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو سخته اړتیا ده.

XS
SM
MD
LG