د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۷

پکتيا: ۲۹ میلیونه افغانۍ غلا شوې دي


د زرمت او ګردېز ترمنځ د غځېدلي ۴۲ کيلومتره اوږد سړک د جغل اندازۍ لپاره د فوايدعامې رياست له لوري ۲۹ میلیونه افغانۍ د شرکت د کارونو د بشپړتيا په نوم وېستل شوې دي؛ خو ازادۍ راډيو ته په لاس ورغلي اسناد او د زرمت اوسېدونکي څرګندوي چې؛ دغه سړک لا هم کنډ و کپر پروت دی او پيسې په نامعلوم لوري تللې دي.

د زرمت د سړک د ۲۹ میلیونو افغانيو د جنجالي قضيې د راسپړلو په حال کې ازادۍ راډيو ته داسې معلومات او شواهد په لاس ورغلل چې؛ دا ثابتوي په دې سړک د هغو معيارونو سره برابر کار شوی او کنه چې د قرارداد له مخې بايد ترسره شي؟

د پکتيا فوايدعامې رياست د حفظ و مراقبت د عمومي ساختمان مديريت له لوري ولايت مقام ته په لېږل شوي؛ مکتوب کې چې د ۱۳۹۲ کال د جوزا مياشتې په ۱۹ نېټه د فوايدعامې د ريیس عبدالله دراني په لاسليک لېږل شوی دی او د مکتوب شمېره نه ده پرې وهل شوې؛ غوښتنه شوې چې، په "نهه ویشت میلیونه- نهه لکه-شپږاویا زره او درې سوه څلوېښت" ۲۹۹۷۶۳۴۰ افغانيو کې دې د ۶۱.۲۲ فيصده کار د بشپړتيا په خاطر ۱۸۳۵۲۸۴۰ افغانۍ وهاب سحر شرکت ته د اخيستو حواله ورکړي.

خو په همدې ترڅ کې بېرته د زرمت ولسوالۍ د مالي او اداري برخې څخه د پکتيا فوايدعامې رياست ته د ۳۳۲ شمېرې مکتوب په ملتيا معلومات ورکړل شوي دي او په کې ليکل شوي دي" "موږ خبر شوي يو چې، تاسو د وهاب سحر شرکت ته د ۶۰ فيصده کار پيسې ورکړې دي؛ خو د دې شرکت له لوري په دې سړک کې په سلو کې لس فيصده کار هم نه دی شوی او د هوار کارۍ تر سره شوی کار نظامي امريکايانو له دوی سره په ګډه کړی دی او پاتې پيسې بايد ور نه کړل شي."

د دغه ياد شوي مکتوب کاپۍ د فوايدعامې رياست ترڅنګ د ولايت مقام او مستوفيت ته هم د ولسوال په لاسليک لېږل شوې او د سړک د چارو د نا بشپړتيا خبر يې ورکړی او د پيسو د ځنډېدو غوښتنه يې کړې ده، خو سربېره پر دې هم بشپړې پيسې اېستل شوي او سړک په خپل حال پروت دی؛ د سړک د اوسني وضعيت په اړه د زرمت يو اوسېدونکی راته وايي:

”زما نوم ګل رحمن دی، د زرمت ولسوالۍ د صالح خېلو اوسېدونکی. سړک بيخي نه دی جوړ شوی د اورياخېلو په جبه کې که لس او يا سل ډمپره خاوره اچول شوې او که په هغه خاوره باندې ۲۹ میلیونه روپۍ مصرف شوې وي؛ نو هغه خو به زه بيا په يو میلیون وکړم؛ يو میلیون افغانۍ دې بيا ماته راکړي چې؛ همدغومره کار پرې وکړم.

بهانې به نه سره کوو، که دولت رښتيا کوي دا به زه صريحتاً ورته ووايم؛ که بيا چا ګونټانامو ته رسولم او يا بګرام ته، طالب د روغ او اساسي سړک مخالف نه دی؛ که دوی چېرته اساسي کار کوي؛ که طالب تر دولت خانه پورې ډز پرې وکړ؛ بيا دې ما په دواخانه کې وولي؛ خو اساسي. که چېرته غلا وي، نو زه يې هم مخالف يم، ته يې هم مخالف يې او بل يې هم مخالف دی؛ نو دا خبرې موږ په دې هم نه شو کولای چې؛ بيا وايي دا وينې دا د طالبانو سړی دی.“

په دې سړک کې دا اوسنی وضعيت له تېرو ۱۳ کلونو راهيسې دوام لري؛ په پرلپسې ډول يې د جوړېدو لپاره پيسې منظور او ورکيږي او لا يې هم په لامل د سيمې اوسېدونکي، مشران او د مدني ټولنو فعالان نه پوهيږي.

نږدې اوه کاله وړاندې هم د پکتيا او غزني ترمنځ د غځېدلې همدغې لويې لارې چې له زرمت څخه تيريږي؛ د جوړېدو چارې په رسمي ډول په دې ژمنه پيل شوې چې؛ په يونيم کال کې به يې چارې په ۷۵ میلیونه امريکايي ډالرو په پاخه او اساسي ډول د USID په مالي همکاري سر ته ورسيږي؛ خو تر دې مهاله سړک په خپل پخواني حال کنډ و کپر پروت دی او د منظور شويو پيسو درک يې هم نه دی معلوم.

شاوخوا اوه کاله وړاندې د دغه سړک د پوخولو چارې چې د USID په مالي ملاتړ د IRD سړک جوړونې شرکت پرمخ بولې له ۳۰ فيصده کار څخه وروسته د نامعلومو دلايلو پر اساس يې تر دې مهاله چارې په ټپه ودرېدلې.

د شاوخوا ۲۹ میلیونه ورکو شويو افغانيو د اسنادو ترڅنګ د زرمت ولسوالۍ د انکشافي شورا ریيس ظاهر اورياخېل وايي؛ چې د دې سړک لپاره پخوا د USID له خوا منظور شوې ۷۵ میلیونه امريکايي ډالر د چارواکو د مداخلې او فساد له امله ورک شوي او له هغه وروسته هم د دې سړک په نوم پيسې حيف و ميل شوې دي:

”دا سړک پخوا يو وار منظور شوی و او ۷۵ میلیون ډالر ورته د USID له خوا ځانګړي شوي وو؛ ۴۰ میلیونه د غزني له خوا او ۳۵ میلیونه د پکتيا له لوري او هغه پروژه نه پوهېږم چې هر وړ شوه؛ هغه پروژه لاړه هغه ۷۵ میلیونه ډالر ورک شول؛ لا هم نه دي معلوم چې په کوم خوا لاړل او څرنګه شول او پروژه ولې سقوط شوه؟ خو خورد و بورد په کې وشو؛ ډېرې ګډوډۍ په کې جوړې شوې، د لوړپوړو چارواکو خپلوان په کې شريک وو؛ نو هغه کيسه خو هغسې شوه او هغسې لاړه.“

اورياخېل وايي، پخوا د سړک د پراخېدو او په پاخه ډول د جوړېدو لپاره د سړک پر غاړو د پرتو کورنيو باغونه؛ حجرې او پولې پټي وران او ويجاړ شول؛ خو اوس يې نه سړک جوړ شوی او نه هم دوی خپل باغونه؛ حجرې او پولې پټي رغولی شي.

د نوموړي په خبره د USID په دې پروژه پسې خو يې ځکه سر ونه ګرځاوه چې؛ د USID او IRD ترمنځ نا معلوم سياسي مسايل رامنځته شول او د نورو پروژو په څېر دغه روانه پروژه هم په ټپه ودرېده؛ خو له هغه وروسته بيا ۲۹ میلیونه افغانۍ د دولت له بودېجې څخه د دې سړک د هوارکارۍ او جغل اندازۍ او تر يو بريده د ښه ترميم لپاره منظور شوې چې له هغه وروسته بشپړې منظور شوې پيسې له بانک او مستوفيت څخه اخيستل شوې او په سړک کې په سلو کې لس فيصده کار هم نه دی شوی.

دی وايي چې، په دې سړک کې په وروستي وار د ۲۹ میلیونو افغانيو د فساد لپاره زمينه سازۍ شوې دي او د مشرانو په نوم له يو څو کسانو څخه په سپينو پاڼو د پيسو په مقابل کې ګوتې لګول شوې، لاسليکونه اخيستل شوي او ښکاره فساد شوی دی:

”نو هلته هغه مشران وايي چې، په موږ باندې يې په دروغو ګوتې ولګولې؛ د والي سکرټر، کله چې موږ د والي له دفتر څخه راووتو؛ نو په دې کوټه کې ناست وو؛ نو يو هئیت يې وټاکه دا هئيت چې له کابل هم يو يا دوه کسه په کې راغلي وو؛ موږ ته يې وويل چې، د سه شنبې په ورځ باندې درځو ټول به ځو دا مشران به راسره وي؛ ما په خپله هم ورته وويل چې، زه به هم يم.

کله چې دوی د دوشنبې په ورځ راغلي په منډه باندې په دې سړک په درغو تېر شوي او بېرته راتېر شوي وو؛ نه کولالګو ته تللي او نه بل ځای ته؛ موږ ورته ناست وو چې؛ هئیت به راځي او ځو به خو چې معلومات وشو؛ نو ويل يې چې هئیت خو پرون راغی تېر شو او ولاړ يعنې هوايي هئیت يې راوست هوايي يې لاسليک کړ او ولاړ، نو خلص زه په دې خبره باندې تاکيد کوم او وايم چې په دې کې ۱۰ لکه افغانۍ مصرف شوې او ۲۹۰ لکه افغانۍ دا ټولې غلا شوې دي او دا يو واضح حقيقت دی.“

نوموړی دا هم وايي چې ده ته د چارواکو او شرکت له لوري د انکشافي شورا د ريیس په توګه د يو لاسليک او شورا د ټاپې لګېدو په خاطر په پرلپسې ډول د پيسو د ورکړې پيشنهادونه شوي او هغه خلک هم ورته معلوم دي چې د پيسو په مقابل کې يې قراردادي شرکت او چارواکو ته لاسليکونه کړي دي؛ يو ځل بيا ظاهر اورياخېل:

”په ماپسې په خپله يو نفر راغی؛ هغه هم زموږ د زرمت دی او راته ويې ويل چې؛ زه له پلاني شرکت سره کار کوم، موږ هغه پلاني خېل او پلاني او پلاني ته هم زر، زر، دوه، دوه زره ډالر ورکړي او چې څومره غوښتنه دې وي راته ووايه؛ مګر زه د انکشافي شورا ريیس وم او هغه ټاپه له ما سره وه او راته ويل يې چې دا کاغذونه راته ټاپه کړه چې قانوني شي؛ خو ما انکار وکړ او هغه ټاپه اوس هم له ماسره ده؛ ما ورته وويل چې اوس خو لس، شل زره ډالر راکوئ چې يولک ډالر هم راکړئ دا کار نه کوم ځکه د پينځو لکو زرمتيو سره دا کار زما وجدان او ايمان نه مني.“

په ولسي جرګه کې د پکتيا د خلکو استازی محمد ابراهيم غښتلی هم د دغه سړک په اړه د اسنادو د ور رسېدلو خبره کوي؛ وايي چې، د ټولې پکتيا په ادارو کې فساد موجود دی خو دوی ته ور رسېدلي اسناد داسې څرګندوي چې؛ په فوايد عامې رياست کې فساد اوج ته رسېدلی دی:

”د فوايدعامې په اړه موږ ته سندونه رسېدلي دي؛ دغه سندونه داسې ښيي چې؛ په فوايدعامه کې په پراخ ډول فساد موجود دی؛ دا د پکتيا د خلکو لپاره د زغم وړ نه ده چې؛ د يو سړک دې يو فيصد کار نه وي شوی او بيا دې شپېته فيصده پيسې د افغانستان له بودجې څخه وباسي چې؛ دغه يو ډېر غټ خيانت دی او دغه اسناد موږ بيا هم څارو او څېړو به يې چې له هر طرف نه په دې خلکو باندې فشار راوړل شي او هغه فساد چې کړی يې دی د هغه جزا وويني او هغه چې کوي يې د هغه مخه ونيول شي.“

د پکتيا فوايدعامې ریيس عبدالله درانی وايي؛ د یاد سړک لپاره چې شاوخوا اوه کاله وړاندې د USID له لوري کومه بودجه ځانګړې شوې؛ دوی پرې نه دي خبر او نه يې د پيسو اجرات د مستوفيت له لارې شوي دي او USID په مستقيم ډول دغه پيسې لګولې دي.

دی دا هم وايي چې، له بهرنيو قرارداديانو ورپاتې خراب سړک دوی په اساسي ډول ترميم کړی او د دولت بوديجه يې هم د دې سړک په ترميم لګول شوې ده :

” USID پيسې کله په پکتيا کې ورکولې هغه کله د پکتيا مستوفيت ته ورکول کيږي، PRT ورکولې، CORPS OF Engineer ورکولې چا هم د مستوفيت له لارې پيسې نه دي ورکړې، ټولو پخپل سر کارونه کول او پيسې يې لګولې دي او مستقل يې خپلې پيسې ورکولې، او هغه ويجاړې چې دوی په دې سړک کې رامنځته کړې هغه مصرف موږ کړی له دې ځايه تر کولالګو پورې دغه سړک بېرته موږ جوړ کړی دی نو هغه پيسې موږ پخپله مصرف کړې دي هغه تقريباً ۲۹ میلیونه افغانۍ دي چې پولچکونه يې موږ جوړ کړي دي هغه طبقه موږ ورته جوړه کړه ۴۲ کيلومتره سړک موږ بېرته ترميم کړی دی “

نوموړی چې کله د ازادۍ راډيو له دې پوښتنې سره مخامخ شو چې د دغو ۲۹ میلیونو لګول شويو افغانيو په اړه اسناد موجود دي چې کار نه دی شوی او پيسې ايستل شوې نو و يې ويل:

” د دغه سړک کار که ولسوال نه دی تاييد کړی سرپرست ولسوال تاييد کړی دی، قومي شوراګانو تاييد کړی دی انکشافي شورا تاييد کړی دی او هغو ۳۰ کسانو چې دوه نفره يې موږ ته د خپلو استازو په توګه د نظارت لپاره ټاکلي وو هغوی تاييد کړی دی، کوم کار چې په پروپوزل کې وو هغه کار ترسره شوی بيا پيسې ورکړل شوې دي“

کله چې ازادۍ راډيو د مستوفيت او ځينې نور په لاس ورغلي اسناد د فوايدعامې ريس عبدالله دراني مخ ته کېښودل نوموړي يې په ځواب کې خپله تېره خبره تر يو بريده په خپلو خبرو کې رد کړه او ويې ويل:

”خو مکتوب په دې اړه چې په دې کار کې لږ نواقصات وو؛ خلکو هغه وکړه چې، په دې کار کې لږ زره مشکلات دي؛ دې سړي بعضې نقطو کې کار نه دی کړی؛ مستوفيت ته مکتوب لېږل شوی، د ولسوال له خوا نه چې تر هغو پيسې ورنه کړئ چې دا کار نه وي ترسره شوی؛ کله چې کار اصلاح شو او بېرته برسي شو؛ نو وروسته بيا پيسې ورکړل شوې.“

نوموړی وايي، چې د ګردېز او زرمت ترمنځ غځېدلی ۴۲ کيلومتره سړک د دوی له لوري هوار شوی او جغل اندازي شوی دی؛ خو ازادۍ راډيو ته په لاس ورغلي اسناد څرګندوي چې؛ بهرنيو ځواکونو د زرمت ولسوالۍ د قرارګاه څخه د وتلو پر مهال دغه سړک د خپلو اکمالاتو په خاطر هوار او جغل کاري کړی دی.

موږ په پرلپسې ډول هڅه وکړه چې؛ په دغه راپور کې د ولايت مقام، مستوفيت ادارې او قراردادي شرکت نظرونه هم ترلاسه کړو؛ خو سربېره په هڅو هم ونه توانېدو.

د پکتيا او زرمت سيمې اوسېدونکي وايي چې؛ د تېرې حاکمې ادارې څخه تر پوزې رسېدلي دي او د نوي مرکزي حکومت څخه غواړي چې؛ د ياد سړک په اړه د پکتيا له والي، فوايدعامې ريیس او نورو مربوطه ادارو سره د حساب کتاب پاڼه پرانيزي او په خبره يې که دغه کار وشي؛ ښايي په سيمه کې د شته جګړې لمن هم ورټوله شي.

دا لا نه ده معلومه چې، نوی جمهور رییس ډاکټر اشرف غني احمدزی چې؛ د فساد پر ضد د مبارزې اعلان يې کړی دی؛ په پکتيا کې هم د غزني او ګردېز، ګردېز او خوست ترمنځ د غځېدلو لويو لارو د پروژو او په ځينو نورو لويو او مهمو پروژو کې د فساد په اړه څه سپارښتنه کوي؛ خو خلک هيلې او غوښتنې لري چې په دې اړه به د ولسمشر د جدي پلټنې او اقدام ملاتړ وکړي.

راپور: داود تپان- پکتيا

XS
SM
MD
LG