د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۲:۴۵

چاووش اغلو: ترکیه به په انفرادي ډول د داعش پرضد عملیاتو کې ښکېل نه شي


له ښي اړخه د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د ناټو له سرمنشي سره په انقره

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت وایي؛ دغه هېواد به په سوریې کې د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې پر وړاندې په انفرادي ډول په ځمکنیو عملیاتو کې ښکیل نه شي.

دغه وزارت وایي، دا ډول اقدام یو ریښتونی میتود نه دی.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف د هغو هوایي بمباریو ملاتړ کوي چې؛ د سوریې په شمال کې یې د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې پر وړاندې کوي.

دغو وسله والو د کوباني ښار چې تر ډیره کرد میشته سیمه ده محاصره کړې ده؛ خو مولود چاووش اوغلو وایي؛ یوازې هوایي عملیات نه شي کولی؛ دغه یاغیان مات کړي.

نوموړي زیاته کړه، سره له دې چې ترکیې په انفرادي ډول د ځمکنیو عملیاتو ترسره کولو ته لیوالتیا نه لري؛ خو وایي، د ځمکنیو عملیاتو په ګډون ټول انتخابونه باید تر غور لاندې ونیول شي:

"دا ریښتونې تګلاره نه ده چې، له ترکیې څخه تمه وشي چې؛ په خپله ځمکني عملیات وکړي. موږ په دې اړه خبرې کوو. کله چې پر دې عمومي پریکړه وشوه؛ ترکیې به د خپل رول له ادا کولو څخه تر شا نه شي."

په همدې حال کې د ناټو سرمنشي "سټولټن برګ" ویلي چې؛ ترکیه په متحدینو کې دوهم پیاوړی پوځ لري؛ خو زیاتوي چې، ناټو به تل آماده وي چې، له هرمتحد څخه د ځان د دفاع په برخه کې ملاتړ وکړي.

بل خوا چاووش اوغلو وایي، انقره د سوریې په شمال کې د ترکیې د سرحد په اوږدو کې د نه الوت زون د جوړولو د نظریې ملاتړ کوي؛ خو د ناټو سرمنشي بیا وایي چې؛ تر اوسه د ناټو په هیڅ بحث کې د نه الوت زون پر جوړلو خبري نه دي شوي.

"البته ما د ترکیې او سوریې تر منځ د نه الوت زون په اړه غوښتني اوریدلې دي؛ زه باور لرم چې په دغو ورځو کې د کوباني شاوخوا سیمه او په سوریې کې له ستونزو څخه د وتلو لپاره هیڅ ساده او مستقیمه لاره نشته. تر اوسه ناټو په دې اړه د هیڅ ډول بحث پلان نه لري او نه هم تر اوسه په ناټو کې پر دې موضوع خبري شوي دي."

بل خوا روسیې چې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د رژیم له نژدو پلویانو څخه ده؛ ویلي چې، په سوریې کې د نه الوت زون د جوړېدو په اړه هر ډول پلان به دې ته اړتیا ولري چې؛ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا تصویب شي.

دا څرګندونې داسې مهال شوي چې؛ د امریکا په مشرۍ ایتلاف په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کوباني په شاوخوا سیمو کې د اسلامي دولت په نوم وسله والې ډلې پر وړاندې دیارلس هوایي بریدونه کړي دي.

که چیرې د اسلامي دولت ډله دغه ښار ونیسي؛ نو دوی به د ترکیې د پولې په اوږدو کې تر خپل کنټرول لاندې سیمي سره ونښلوي.

ترکي چارواکي وایي، دوی به د امریکا د متقاعد جنرال جان آلن په مشرۍ د متحده ایالاتو پلاوي ته د اسلامي دولت وسله والو پر وړاندې جګړې کې د ترکیې دریځ تشریح کړي. دغه پلاوی پرون انقرې ته تللی او نن به هم هلته وي.

جان آلن هغه امریکایی استازی دی چې؛ د اسلامي دولت ډلې پر وړاندې د امریکا په مشرۍ د ایتلاف چارې تنظیموي.

کله چې انقرې د کوباني د دفاع لپاره د عسکرو استول رد کړه؛ په ټوله ترکیه، په تیره بیا په کرد میشتو سیمواو هم په اسټانبول او انقرې کې د خلکو سخت اعتراضونه راپورته شوي دي.

XS
SM
MD
LG