د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۳:۲۹

په کابل کې د اعدام شویو کسانو جسدونه د دوی کورنیو ته وسپارل شول


په پغمان کې د غلا او جنسي تیري په تور د پنځو تنو اعدام شوو کسانو جسدونه نن خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

دغه خبره یوې معتبرې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودو په شرط ازادي راډیو ته وکړه.

دې سرچینې زیاته کړه، چې د انسان تښتوونکو د یولې ډلې د مشر او متکرر جنایت کار حبیب استالف اعدام شوی جسد هم د هغه کورنۍ ته سپارل شوی دی.

سره له دې چې د دغو کسانو د اعدام په اړه شکونه څرګند شول.

خو ویل شوي چې، د دوو اعدام شوو کسانو مړي تیره ورځ او د حبیب ستالف په ګډون د نورو څلورو اعدام شوو غلو مړي نن د هغوی کورنیو ته وسپارل شوه.

د پغمان د جنسي تیري پنځه تنه عاملین او مشهور غل حبیب استالف د چهارشنبې په ورځ د څرخي پله په زندان کې اعدام شول.

که څه هم چې د دغو کسانو د اعدامولو د ترتیب څرنګوالی په ډاګه شوی نه دی؛ خو وروسته ترهغو چې خبریالانو د دغه زندان په انګړ کې څو ساعته د اعدام د تطبیق لپاره انتظار ویست؛ خو د موظفو کسانو له خوا د خبریالانو د بیرته ستنیدو او د اعدام د ځڼډیدو امر وکړ.

خو کله چې خبریالان بېرته ستانه شول، نو امنیتي سرچینو په سري توګه د اعدام د تطبیق خبر رسنیو ته ورکړ.

د روان کال د زمري میاشتې په وروستیو کې یو شمیر کسانو چې د پولیسو یونیفورمونه یې اغوستي وو؛ د کابل په څو کیلو مترۍ کې د "ده عربانو" په سیمه کې له واده څخه د راستنوشویو کسانو موټر ودراوه او پرڅو ښځو یې جنسي تیری وکړ او ګاڼې یې ترې لوټ کړې.

تر دې پیښې وروسته پخواني ولسمشر د دغه قضیې د ځانګړي څیړنې امر وکړ او د محکمې له پریکړې وروسته یې د عاملینو د اعدام حکم توشیح کړ.

خو د یادولو وړ ده چې، د کابل پولیس وایي، په دې نه دي توانیدلي چې د پيښې درې تنه نور عاملین چې تښتیدلي دي ونیسي.

که څه هم د هیواد دننه یوشمیر دیني علماوو او خلکو د دې اعدام هر کلی کړی دی؛ خو د افغان حکومت د غه کار د بشري حقونو د نړیوالو سازمانونو له غبرګون سره مخ شوی دی.

پخواني معلومات:

په پغمان کې د غلا او جنسي تیري په تور د پنځو تنو اعدام شوو کسانو جسدونه نن خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

دغه خبره یوې معتبرې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودو په شرط ازادي راډیو ته وکړه.

دې سرچینې زیاته کړه، چې د انسان تښتوونکو د یوې ډلې د مشر او متکرر جنایت کار حبیب استالف اعدام شوی؛ جسد هم د هغه کورنۍ ته سپارل شوی دی.

افغان حکومت د بشري حقونو د نړیوالو سازمانونو له غبرګونونو سره سره د چهارشنبې په ورځ د پغمان د پیښې پنځه عاملین او یو مجرم او انسان تښتوونکی حبیب استالف اعدام کړل.

XS
SM
MD
LG