د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۴

"افغان ولسمشر دې د پغمان د پېښې د عاملینو د اعدام پرېکړه وځنډوي"


د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان يا هيومن رايټس واچ؛ چې مرکز يې په امريکا کې دی، د افغانستان له جمهور ریيس اشرف غني احمدزي څخه غوښتنه کړې ده چې؛ د پغمان د جنسي تيري د قضيې د مجرمينو محاکمه يو څو نيمګړتياوې لري؛ نو له دې کبله پر مجرمينو د اعدام حکم بايد وځنډول شي.

ټاکل شوې ده، هغه خلک چې په پغمان کې پر زنا او غلاوو محاکمه شوي دي؛ نن اعدام شي.

د هيومن رايټس واچ په وينا، جمهور ریيس اشرف غني بايد د پوليسو په دفتر او قضايي سيسټم کې د دې قضيې لپاره بې پرې څېړنيزه پروسه پر مخ بوزي.

له دې مخکې امنسټي انټرنېشنل یا د بخښنې نړيوال سازمان هم د دې خلکو د اعدام د حکم د فسخه کولو غوښتنه کړې وه. د اسيا په برخه کې د امنسټي انټرنېشنل مرستيال ریيس "ډېویډ ګريفتس" ازادي راډيو ته وويل:

"لومړی دا چې په محکمه کې دا قضيه د زنا په توګه وڅېړل شوه؛ نه د اصلي جرم، جنسي تجاوز په توګه. امنسټي انټرنېشنل په هر حال کې د مرګ د سزا پر ضد دی. زما په فکر دا سزا بې رحمه وه او د یوه انسان څخه د ژوند د حق اخيستلو په مانا ده.

امنسټي غواړي، دا حکم د ريیس جمهور له خوا وځنډول شي؛ تر څو په دې قضيه کې د اعدام د حکم څېړنه او له سره کتنه وشي."

د هيومن رايټس واچ او امنسټي انټرنېشنل په وينا؛ جمهور ريیس غني ويلي چې؛ د افغانستان قضايي سيسټم به اصلاح کوي او دا قضيه يو امتحان ده.

د اګست په ۲۳مه د پوليسو په کالو کې د وسله والو کسانو يوې ډلې د پغمان ولسوالۍ په سيمه کې دوه موټر ودرول. له سپرلیو څخه يې زر او پیسې لوټلي او په سورليو کې يې پر څلورو ښځو، چې يوه په کې حامله وه؛ جنسي تېری وکړ.

د افغانستان پخواني جمهور ريیس حامد کرزي حتی د وروستۍ محکمې د حکم مخکې د دې خلکو د مرګ د سزا غوښتنه کړې وه او د خپلې کاري دورې له ختمېدو يوه هفته مخکې يې د دې خلکو د اعدام حکم لاسليک کړ.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي ازادي راډیو ته وويل چې؛ دا خلک کېدای شي، نن اعدام شي.

هيومن رايټس واچ وايي، د بشري حقونو په ټولو نړيوالو توافقه ليکونو کې؛ چې پر ځينو يې افغانستان هم لاسلیک کړی دی؛ د ډېرو جدي او ظالمانه جناياتو لپاره د مرګ سزا؛ چې مخکې محکمه تر ټولو نړيوالو عدلي معيارونو تېره شوې وي؛ جايزه ګڼلې ده.

خو هيومن رايټس واچ وايي چې؛ د پغمان په جنايي قضيه کې محکمه له دې معيارونو څخه ډېره لري پاته شوې ده.

XS
SM
MD
LG