د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۴:۴۵

"د نیویارک ټایمز شړل شوی خبریال کولای شي بېرته افغانستان ته راستون شي"


د نیویارک ټایمز ورځپاڼې خبریال "ماتیو روزنبرګ" Matthew Rosenberg چې له افغانستانه شړل شوی و.

افغان حکومت د نیویارک ټایمز ورځپاڼې هغه خبریال ته چې مخکې اېستل شوی و، افغانستان ته د ستنېدو اجازه ورکړې ده.

د افغانستان لویه څارنوالۍ وايي؛ د نیویارک ټایمز ورځپاڼې خبریال "ماتیو روزنبرګ" Matthew Rosenberg کولای شي؛ افغانستان ته ستون شي. لویې څارنوالۍ دا خبر په یوه فرمان کې اعلان کړی.

لویې څارنوالۍ پرون په یو فرمان کې وویل؛ روزنبرګ که وغواړي د دې فرمان د خپرېدو له نېټې وروسته افغانستان ته تللی شي.

د ولسمشراشرف غني احمدزي یوه نژدې همکار داودسلطانزوی له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل؛ نوی حکومت د بیان آزادۍ ته ژمن دی او ځکه روزنبرګ ته د ستنېدو اجازه ورکوي:

"وروسته له دې چې اشرف غني احمدزي د افغانستان د ولسمشر په توګه د لوړې مراسم پرځای کړل؛ ده تصمیم ونیوه چې، د هغې ارادې او تعهد پر اساس چې؛ د بیان آزادۍ ته یې لري افغانستان ته د دې خبریال د بېرته ستنېدو امکان برابر شي."

د اګست میاشتې په وروستیو کې له افغانستانه د روزنبرګ د اېستلو پرېکړه د افغانستان د انتخاباتي لانجې په اړه د نیویارک ټایمز د یوه راپور له خپرېدو وروسته اعلان شوه.

په دې راپور کې د جګپوړو افغان چارواکو له قوله ویل شوي وو؛ چې که د انتخاباتو بحران حل نه شي؛ نو دوی به د چارو واګي غصب او یو موقت حکومت به جوړ کړي. په دې راپور کې د کوم مقام نوم نه و، یاد شوی. هغه مهال حکومت د نیویارک ټایمز ورځپاڼې دا خبریال د افغانانو ترمینځ په نفاق اچولو تورن کړ او له افغانستان د وتلو لپاره یې ۲۴ ساعته وخت ورکړ.

ښاغلی سلطانزوی وايي چې؛ د روزنبرګ د اېستلو د پریکړې په اړه د ولسمشر احمدزي د ټیم نظر هماغه دی چې پخوا و:

"له انتخاباتي کمپاینونو وروسته دا خبریال له افغانستانه اېستل شوی و. په دې اړه زموږ د ټیم موقف دا و؛ چې د بیان د آزادۍ د خوندي کولو لپاره د افغانستان د قوانینو په چوکاټ کې ارزښتونه باید وساتل شي او ارزښت ورکړل شي."

د افغانستان حکومت څو اونۍ مخکې د پخواني ولسمشر حامدکرزي د واکمنۍ په وروستیو شپو- ورځو کې روزنبرګ له هېواده واېست او نوموړی یې افغانستان ته ممنوع الورود اعلان کړ.

د امریکا حکومت مخکې له افغانستانه غوښتي و؛ چې خپله پرېکړه بېرته واخلي او د نیویارک ټایمز ورځپاڼې دې خبریال ته اجازه ورکړي چې افغانستان ته ستون شي.

د امریکا د بهرنیوچارو وزارت هغه مهال د افغان حکومت پریکړه په افغانستان کې د بیان او مطبوعاتو له ازادۍ څخه یوه د پام وړ سرغړونه بللې وه.

XS
SM
MD
LG