د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۵

مجاهد: بریتانیا دې ګاونډي هیوادونه قانع کړي چې د سولې زمینه برابره کړي


د سولې عالي شورا وايي، که چیرته د بریتانیې حکومت او نړېواله ټولنه وغواړي کولای شي د افغانستان ګاونډي هیوادونه قانع کړي چې په دې هېواد کې د سولې زمینه برابره کړي.

د دې شورا غړي عبدالحکیم مجاهد له ازادۍ راډیو سره په ځانګړې خبره کې ومنله چې؛ د مخکیني جمهور رییس حامد کرزي په دوره کې ځینې کړۍ د سولې په لټه کې نه و او ټولو هماهنګي نه درلوده.

له ښاغلي مجاهد سره صفي الله ستانکزي مرکه کړې او په سر کې یې له هغه پوښتنه کړې څنګه به د سیمې هیوادونه د بریټانیې یا نړیوالې ټولنې له خوا په افغانستان کې کې د سولې راوستو ته وهڅوي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:47 0:00
مستقیم لېنک


XS
SM
MD
LG