د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ مرغومی ۱۴۰۰ کابل ۱۱:۰۴

کابل: د لوی اختر په رارسیدو سره د څارویو د خرڅلاو بازار ګرم دی


د لوی اخترلپاره د کابل ښارپه ځینو سیموکې د څارویو د خرڅلاو یو شمېر ځایونه ځانګړي شوي چې په هره یوه کې په سلګونو پسونه، وزې غوایان، غواګانې، میښې او داسې نور څآروي ترسترګو کېږي.

په دې ځایونوکې له څو ورځو راهیسې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته شوې ده.

د څارویو پلورونکې وایي، د څارویو بیې د تیر کال له بیوڅخه پورته شوي نه دي، خو د څارویو اخیستونکې وايې چې، سږکال د مالونو بیه پورته شوې ده.

ځیني کابل ښاریان چې شهدای صالحین ته نږدې د بالاحصار جنوبي څنډې ته د څارویو د اخیستلو لپاره راټول شوی وو، ازادۍ رادیو ته وویل، چې سږ کال د څارویو بیې د تیر کال په نسبت زیاتې شوي او ډیر خلک یې د اخیستلو توان نه لري.

دوې له ازادۍ رادیو سره په خبروکې وویل، په کوم کس چې قرباني لازمه شوې وي، هغه مجبور دي چې د خپلې مالي وضعې سره سم څاروي واخلي، خوپه عین حال کې یې د څارویو له پلورونکو هیله کوله چې د خلکو اقتصادي کمزوري دې په پام کې ونیسي او په لږه ګټه دې قناعت وکړي.

د ګلاب الدین په نامه یو تن چې د څاروي اخیستو پسې ګرځیده ازادۍ رادیو ته وویل:

″د قرباني لپاره مال اخلم، بیې معلومې نه دي، یوځای پورته اوبل ټیټې.کنترول نشته، د مال خاوند د خپلې خوښې دی.

څلور ورځې مخکې راغلی وم، چې مال واخلم، نن هماغه مال دولس زره افغانۍ پورته شوی دی.

د مالونو بیې له تیرکال نه پورته دي او په مقابل کې یې د خلکو اقتصاد کمزوری دی.″

د څارویو پلورونکو ویل، د لوې اخترلپاره خلک اکثره څاروي، لکه ميښې، غواګانې او غوایان له پاکستانه را لیږدوي، ځیني يې په نورو ولایتونوکې اخلي او کابل ښارته راوړي او ځیني یې په خپلو کورونو پالي.

په دې ورځ د څارویو د خرڅولو په دې سیمه کې یو برابر پسه تر پنځه لس زره او یو برابر غوايې تر پنځوسو زرو افغانیو پورې خرڅیده.

بل خوا مال پلورونکې د مالونو له خرڅولو خوښ و او دا يې هم ویل چې؛ د څارویو بیې د تیر کال په نسبت ښه او پورته شوی نه دي.

د تازه ګل په نامه یوه مال پلورونکي ازادۍ رادیو ته وویل:

″بازارښه دی مال وځي او ګټه هم کوي، موږاکثرو مالونه له پاکستانه رااړولي دي. مالونه ترپنځوسواو شپیتو زروافغانیو پورې خرڅیږي اومالونه د تیرکال په نسبت ښه دی، خو خلک ورته کمزوري دي.″

ځینو ویل، د کابل ښار په هره سیمه کې د څارویو بیې توپیر لري او مال پلورونکې هڅه کوي خپل مالونه دوه برابره زیات بیه کړي.

عامو خلکو ویل، په هېواد کې د کار د نشتوالي له امله ډیرخلک له ستونزو سره مخ دي او یوازې هغه خلک څاروي اخیستلی او قرباني کولای شي چې ډیرې پیسې لري.

دوی له حکومته هیله کوله چې په دغسې حالاتو کې د مالونو خرڅولو ته یو معینه سیمه ځانګړې او د مالونو بیې دې کنترول کړي.

دا هغه غوښتنې دي چې حکومتي چارواکو یې په هکله څه نه دي ویلي.

راپور: خان محمد ″سیند″

XS
SM
MD
LG