د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۰

د ولسمشر اشرف غني د حکومت لومړۍ ١٠٠ ورځې

ولسمشراشرف غني احمدزي د سترې محکمې د سرپرست عبدالسلام عظیمي استعفې ومنله.

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال فایق واحدي ازادي راډیو ته وویل، چې سلام عظیمي په دې وروستیو کې خپله استعفې ولسمشر ته وړاندې کړې وه، چې نن ومنل شوه.

تر اوسه معلومه نه ده، چې ولسمشر به څوک د سترې محکمې د ریس په توګه وټاکي، خو ښاغلی واحدي وویل، ډیر ژر به په دې اړه رسنیو ته معلومات ورکړي.

د قاضي القضات د استفې پر مهال ولسمشر اشرف غني د هغه کارونه وستایل او د غازي امان الله خان مډال یې ورکړ.

افغان ولسمشراشرف غني احمدزی نن د سعودي عربستان له چارواکو سره د دوو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا خبرې کوي.

له ارګه په خپرې شوې خبرپاڼې کې ویل شوي چې اشرف غني احمدزی او ورسره ملګري پلاوي پرون (شنبې ) بیت الله شریف کې د عمرې د حج مراسم پرځای کړل.

خبرپاڼه زیاتوي چې اشرف غني احمدزی به نن د سعودي عربستان د شاهي هېواد له چارواکو سره وګوري او د دوه اړخیزو مناسباتو او د یو شمېرنورو سیمه ییزو مسالو په باب به ورسره خبرې وکړي.

د ولسمشرد ویاند مرستیال فایق واحدي ازادۍ راډیو ته وویل چې ښاغلی احمدزی به د سعودي له چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا سربیره پر یولړنورو مسالو هم وغږیږي:

″د دې لیدنې هدف د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د اړیکو پراختیا، د دوه اړخیزو همکاریو پیاوړتیا او پرهغو ستونزو خبرې دي چې له بده مرغه اسلامي نړۍ ورسره مخ ده. پردې سربیره به پرنورو موضوعاتو هم خبرې وشوې.″

دا د ولسمشرپه توګه د دندې د پیل راهیسې د اشرف غني احمدزي لومړنی بهرنی سفر دی.

افغانستان او سعودي عربستان غواړي چې په خپلوکې ستراتیژیک اړیکې پراخ کړي.

افغان چارواکي د کابل او ریاض ترمنځ په ستراتیژیکه برخه کې د همکاریو د پیاوړتیا خبره وروسته له هغه کوي چې ولسمشر اشرف غني احمدزي له عمرې حج وروسته پرون له سعودي چارواکو سره خبرې وکړې.

سعودي رسنیو د افغان ولسمشرتصویرونه په داسې حال کې چې د حج مراسم ترسره کوي، خپاره کړل.

د جمهوري ریاست رسمي ویبپاڼه خبر ورکوي چې ښاغلي احمدزي د کابل او ریاض ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو د موافقتنامې او په سعودي کې د افغان حاجیانو د ستونزو د حل په ګډون پر ځینو نورو مسایلو له سعودي ولیعهد او دفاع وزیر شهزاده سلمان بن عبدالعزیز آل سعود خبرې وکړې.

ټاکل شوې چې ولسمشراحمدزی به چین ته سفر وکړي.

ښاغلی احمدزی به چین ته د درې ورځني رسمي سفرپه ترڅ کې د چین له ولسمشرشي جین پېنګ او نورو چارواکو سره وګوري او همدا راز د استانبول د بهیرغونډې ته به وینا وکړي.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند فایق واحدي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل چې افغان ولسمشر به د امنیت په ګډون د بېلابېلو مسایلو په اړه له چینايي مشرانو سره خبرې وکړي:

″د افغان ولسمشرد خبرو محوربه د دواړو هېوادو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او ټینګښت او له هغې ډلې په امنیتي، اقتصادي، تجارتي، فرهنګي او نورو بېلابېلو برخو کې د همکاریو پیاوړي کول وي.″

افغان ولسمشرپه دې سفرکې د افغان سوداګریوه ډله له ځان سره چین ته بیايي او تمه ده چې له چینايي پانګوالو سره هم وګوري او ترې غواړي چې د افغانستان په بیارغونه کې پانګونه وکړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG