د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۹

د ولسمشر اشرف غني د حکومت لومړۍ ١٠٠ ورځې

اشرف غني له ټولو امنیه قومندانانو، والیانو او د قول اردو له قومندانانو سره خبرې وکړې

14.07.1393

اشرف غني احمدزي له ټولو امنیه قومندانانو، والیانو او د قول اردو له قومندانانو سره ټلیفوني خبرې وکړې.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې ولسمشر اشرف غني د ټولو ولایتو امنیتي منسوبینو او چارواکو ته د ټلیفون له لارې ځینې لارښوونې درلودې.

ولسمشر اشرف غني د ملي اردو له ځانګړو ځواکونو سره ولیدل

14.07.1393

د افغانستان ولسمشر روان کال یو ځانګړی کال ګڼي. ډاکټر اشرف غني احمدزي نن وویل، چې سږ کال له نړېوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د لېږدل بهیر پای ته رسیږي.

ولسمشر احمدزې دا څرګندونې د افغانستان د ملي اردو له ځانګړو ځواکونو سره په لیدنه کې وکړې.

ولسمشر احمدزي د ایران، پاکستان، تاجکستان او ترکیې له مشرانو سره خبرې وکړې

15.07.1393

د افغانستان ولسمشر اشرف غني احمدزي د پاکستان او ایران له مشرانو سره په جلا جلا ټلیفوني اړیکو کې د سیمې د روانو حالاتو او له دواړو هېوادونو سره د همکارۍ او اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.

"په امنیتي ارګانونو کې د اصلاحاتو هڅې پیل شوي دي"

15.07.1393

د کورنیو چارو وزارت وایي، د ولسمشر اشرف غني احمدزي د هغه فرمان عملي کېدو ته یې جدي هڅې پیل کړي؛ چې ویلي یې دي، په امنیتي ارګانونو کې دي مسلکي کسان په دندو وګمارل شي.

ولسمشر اشرف غني احمدزي په یوه فرمان کې د کورنیو چارو وزیر ته دنده سپارلې چې؛ په امنیتي ارګانونو او د کابل ښار په امنیتي حوزو کې مسلکي او وړ کسان په دندو وګماري.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG