د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۰

د ولسمشر اشرف غني د حکومت لومړۍ ١٠٠ ورځې

جمعه: ۱۳۹۳-۰۸-۰۹

ولسمشر غني، سیاسي مخالفې ډلې سولې ته راوبلل

د افغانستان جمهورریس د وسله والو طالبانو په ګډون، د خپل حکومت سیاسي مخالفې ډلې د سولې له پروسې سره یوځای کیدو ته را وبللې.

په دې غونډه کې د خبرو پرمهال، ولسمشرغني وویل چې مخالفې ډلې باید دا خیال له سره وباسي چې له افغانستان به د نړېوالو پرضد د جګړې ډګر جوړوي.

ولسمشرغني نن په پیکنګ کې د [اسیا زړه] په نوم د څوارلسو هېوادو د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډې ته وویل چې د سولې ټینګول یې د حکومت ترټولو مهم کار دی.

چهارشنبې 07.08.1393

افغان ولسمشرنن د بیجینګ په شینهوا پوهنتون کې وینا وکړه او د افغانستان پرمختګ یې د ټولې سیمې په ګټه وباله.

ولسمشراشرف غني احمدزي ترډېره په دې وینا کې اقتصادي مسایلو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې افغانستان د اسیايي ملکونو د زړه حیثیت لري، که دا هېواد پرمختللی او سوکاله وي د ټولې سیمې لپاره ګټور تمامیدلی شي.

ښاغلي احمدزي وویل، افغانستان سترې طبیعي زیرمې په واک کې لري، که د چین په کارخانو کې ترې کار واخیستل شي د دغه هېواد په پرمختګ کې ستر رول لوبولی شي.

ولسمشراحمدزي همدا رازسیمه ییزسازمانونه هم یاد کړل او ویې ویل چې له دې لارې به د سیمې د هېوادونو د همکارۍ په وړاندې پراته خنډونه له منځه لاړ شي.

تمه ده ولسمشراحمدزی د چین له صدراعظم سره هم وګوري او له هغې وروسته به د چین د کمیونیسټ ګوند له مشر سره خبرې وکړي.

چهارشنبه:07.08.1393

د افغانستان ولسمشراشرف غني احمدزۍ د څلورو ورځو لپاره چين ته تللی دی.

ولسمشراحمدزي پرون د چين له ولسمشر شي جين پينګ سره په خبرو کې وويل، کابل پيکنګ خپل ستراتيژيک ملګری هېواد ګڼي.

د ازادۍ راډیو خبریال قسيم سوله مل د افغانستان د ولسمشرسره په دې سفر پرمهال يوځای دی چې له پيکنګه راپور راکوي چې پرون د دواړو هېوادونو ترمنځ څلور توافقه ليکونه لاسليک شول.

پيکنګ پرون اعلان وکړ چې په راتلونکو ۱۷ کلونو کې به دا هېواد افغانستان سره د ۳۳۰ مليونه ډالرو مرسته وکړي.

همداراز چيني چارواکو ويلي چې هېواد به يې د افغانستان سلګونو دولتي کارکوونکو ته د زړه کړې زمينه برابره کړي.

د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني احمدزی د یوه جګ پوړي هیئت پرمشرۍ چین ته تللی دی.

ټاکل شوې چې ښاغلي احمدزی به په دي سفر کې د چین له جمهور رئیس شي جینپینګ، نورو مشرانو او پانګوالو سره وګوري.

د جمهور رئیس مرستیال ویاند فایق واحدي د سفر په اړه آزادۍ راډیو ته وویل:

″جمهور رئیس ښاغلي اشرف غني احمدزی تیره شپه د یوه جګ پوړې دولتي هیئت پر مشرۍ پیکنګ ته ولاړ.

دا سفر د چین د جمهور رئیس د بلنې پراساس شوی دی. په دي څلور ورځني سفر کې به د افغانستان جمهوررئیس د چین له جمهوررئیس، صدراعظم او د پارلمان له رئیس سره لیدنې کتنې وکړې.″

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG