په افغانستان کې د نوي جمهور ريیس اشرف غني احمدزي د لوړې له مراسمو سره سم، عام افغانان او د ملي شورا یوشمېر غړي له نوي حکومت څخه غواړي چې؛ د خلکو د ستونزو اوارۍ ته دې جدي هڅې پیل کړي.
دوی له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل؛ په سختو شرایطو کې یې د جمهوري ریاست د دوهم دور انتخاباتو کې ګډون وکړاو د خپلې خوښې کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ته یې رایې ورکړې او اوس د دواړو په ګډون د ملي یووالي حکومت رامنځته شو؛ هیله ده د دوی ستونزې او غوښتنې په پام کې ونیسي.
د افغانستان د مشرانو جرګې غړي ګل افغان چې اشرف غني احمدزي ته رای ورکړې؛ هیله کوي چې، د نوي حکومت واکمنان خپلې ژمنې عملي کړی.
"له اوسني نظام نه مې دا ارزو ده چې د خلکو په خبره تیر هیرکړي او امنیت؛ ملي یووالي، اقتصادي ودې، ته کار وکړي او کومې ژمنې چې یې له خلکو سره کړي، هغه عملي کړي."
د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات د روان کال د حمل په شپاړسمه په داسې شرایطو کې ترسره شول چې؛ هوا ډیره سړه او امنیتي اندیښنې هم وې؛ خلکو د خپلې خوښې کاندیدانو ته رايې ورکړې.
د دې انتخاباتو په نتیجه کې دوه کاندیدان اشرف غني احمدزي اوعبدالله عبدالله چې ترنورو کاندیدانو یې رایې ډیرې وې؛ خو پنځوس جمع یو یې پوره کړي نه و، د انتخاباتو دوهم د ورته لاړل.
د انتخاباتو دا دور د جوزا په څلورویشتمه ترسره شو؛ چې په نتیجه کې اشرف غني احمدزی د جمهوررییس په توګه او عبدالله عبداله د یو سیاسي توافق له مخې د اجراییوي رییس په حیث اعلان شو.
دواړو کاندیدانو خلکو ته د خپلو کمپاینونو پرمهال د رښتینی خدمت ډیرې ژمنې کړي دي.
عام خلک وایي، اوس د دې وخت رسیدلی چې؛ نوی حکومت د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب ووایي.
د کابل ښار دوو اوسیدونکو چې اشرف غني احمدزي ته یې رای ورکړي ازادي رادیو ته داسې وویل:
"۱- عمر نومیږم. د هلمند له ولایته، ما اشرف غني ته رایه ورکړې، هیله ده په هیواد کې سولې ته کاروکړي. ځکه چې ناامنیو ډیر خلک له ستونزوسره مخ کړي دي.
۲- زما نوم احمد کریم دی، له نوي حکومته غواړم چې سولې، اقتصادی پراختیا د فساد پرضد مبارزې او تعلیم ته زیاته توجه وکړي."
همدارنګه نورو خلکو چې عبدالله عبدالله ته یی رای ورکړي او نوموړی ته اوسمهال په نوی حکومت کی د اجراییوی رییس دنده ور کړل شوې هم هیله کوي چې دی هم له خلکوسره پر کړو ژمنو عمل وکړي.
د مشرانو جرګی مرستیال محمد علم ایزد یار ازادی رادیو ته وویل:
« دوې د ملي یووالي پر حکومت توافق وکړ؛ هیله ده له دې لارې یعنې د دواړو ټیمونو په یووالي سره خلکو ته په ټولوبرخو کې ښه خدمتونه ترسره شي."
د ډاکترعبدالله عبدالله عام پلویانو هم له ازادي رادیو سره په خبرو کې وویل؛ دوی ترې هیله کوي چې، د خلکو د ستونزو اوارۍ ته له بل هروخت څخه زیات پام وکړی. دوی وویل:
"۱- نوم مې هارون دی. غوښتنه مودا ده چې په لومړي ګام سولې ته کاروکړي او همدارنګه پراختیایی پروژی عملي کړي.
۲- نوم مې ډاکترحمید دی، دوې خلکو سره ژمنې کړي، هیله ده اقتصاد، تعلیم، ملي یووالی او د هیواد ترقۍ ته ډیر پلانونه ترتیب او عملي یې کړي."
د نوی حکومت څخه د افغانستان د خلکو عمده غوښتنې، امنیت، اقتصادي وسده، ملي یووالی، د قانون حاکمیت، او د دولت پر پستونو د پوهو اوصادقو خلکو ګمارل دی.
راپورخان محمد سیند