د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۳

د ولسمشرکرزی د حکومت ستونزې او لاسته راوړنې


د سیاسي چارو کارپوهان او د ولسي جرګې یو شمېرغړي وايي سره له دې چې د ولسمشرحامدکرزي حکومت په بېلابېلو برخو کې پرمختګونه لرل خو جدي ستونزې هم په کې مو جودې وې.

دوی وايي، په تیرو دیارلسوکلونو کې په دولتي اداروکې فساد، وړوکسانو ته د کارونو نه سپارل، د قانون نه پلي کیدل، بډې اخستل، اختلاس، د سولې او امنیت نه ټینګیدل اوځینو نور برخو کې ستونزې موجودې وې.

دوی له راتلونکي حکومته غواړي چې د دغو ستونزو د له منځه وړلو او همدارنګه د هېواد د پرمختګ لپاره مشخص پروګرامونه ولري او د قانون پلي کول د خپلو کارونو په لومړیتوب کې راولي.

که څه هم د ولسمشرحامد کرزي د حکومت په تېره څه باندې لس کلنه دوره کې په بېلابېلو برخو کې پرمختګ شوی خو د ولسي جرګې غړي او خلک وايي بهرنیو مرستو ته په کتو هغه کار چې د هېواد د پرمختګ لپاره باید شوی وای نه دی شوی.

د ولسي جرګې غړي وایي، د حکومت او دولت ترمنځ په نظریاتو کې د همغږی نشتوالۍ، د مخدره موادو د کښت او قاچاقه نه مخنیوی، په دولتي ادارو کې فساد او په ټولو باندې په یو ډول د قانون نه پلي کیدل د تیرحکومت اساسي ستونزې وې.

دوی وايي، د ولسمشرکرزي حکومت د دې نیمګړتیاوو ترڅنګ لاسته راوړنې هم لرلې.

د ولسي جرګې غړي عباس ابراهیم زاده ازادۍ راډیو سره په خبرو کې د تیرحکومت ستونزې او لاسته راوړنې داسې بیان کړې:

"اداري فساد اوج ته رسیدلی وه، نا ارامي وه، پوښتنه نه کیدله او په هغو کسانو چې په هېواد کې یې جرم کاوه قانون په یو ډول نه پلي کیده، د حامد کرزي په حکومت کې یواځې د تعلیم او تربیې او د هېواد د بچیانو د روزلو په برخه کې کار شوی، چې ښوونځي او پوهنتونونه په رایګان ډول وه او خلکو کولای شول په آسانۍ سره ښونځیو او پوهنتونو ته لار پیداکړي."

ښاغلي ابراهیم زاده زیاته کړه که په راتلوونکي حکومت کې د تیر حکومت کابینه موجوده وي د کارتمه ترې نه شي کیدای.

د ولسي جرګې ځیني نورغړي هم وايي، په تیره دیارلس کلنه دوره کې ناامنۍ او د وسله والو مخالفینو له لوري بریدونه، ورځ تربلې زیات شول او حکومت یې په مخنیوي کې پاتې راغی.

د ملي شورا د دغو غړو په وینا په دغه دوره کې نړېوالې ټولنې او امریکا د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره میلیاردونه ډالره مرستې وکړي خو د دوی په وینا دا پیسې بې ځایه ولګیدې.

دوی له راتلونکي حکومته غواړي څو د بهرنیانو له خوا له امنیتي ځواکونو سره مرسته کیدونکې پیسې دې د یوه مشخص پروګرام له مخې د ملي اردو، پولیسو او ملي امنیت د ظرفیت لوړولو په برخه کې ولګیږي.

د دوی په وینا که په تیروکلونو کې د بهرنیانو له خوا شوې مرستې په سمه توګه مصرف شوې وای، افغانستان به اوس له اقتصادي پلوه د سیمې له هېوادونو سره سیال وه.

همدارنګه د چارو شنونکي هم د اداري فساد زیاتیدل، د ځوانانو بیکاري، د سولې پروسې نتیجه نه ورکول، په ټولو مجرمانو باندې په مساوي ډول د قانون نه پلي کیدل، له نړېوالو په ځانګړي توګه له امریکا سره په اړیکو کې ترینګلتیا د تېرحکومت عمده ستونزې بولي.

د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې داسې وویل:

"مهمه ناکامي دا وه چې؛ په دیارلسو کلونو کې امنیت ښه نه شو، رشوت او اختلاس کچه ډيره لوړه شوه، بې عدالتي، جنسي تیري، د ځمکو غاصبین زیات شول، کاراهل کار ته ونه سپارل شو دا ستونزې وې."

ښاغلي سعیدي د تیرې دیارلس کلنې دورې لاسته راوړنې هم یادې کړې ده وویل، چې په دغه دوره کې د بیان ازادۍ وده وکړه، مخالفې ډلې په پارلمان کې سره یوځای کښیناستل، په هېواد کې نوی نظام رامنځته شو افغانستان په نړېواله کې دنیا ته معرفي شو.

له بلې خوا عام خلک هم په تیرحکومت کې د ستونزو یادونه کوي دوی وايي چې؛ په دغه دوره کې قانون یواځې په بې وزلو پلي کیده، په ادارو کې به خلک د پیسو په بدل کې مقرر کیدل یو شمېر دغو هېوادوالو د تیرحکومت ستونزې او له راتلوونکي حکومت څخه خپل غوښتنې داسې بیان کړې.

خلک له راتلوونکي حکومته دا هم غواړي چې له قومي او ژبنیو تعصباتو مخه دې ونیسي، د بې کارۍ ستونزې د بشپړې هوارۍ لپاره دې اقتصادي زیربناوې جوړې کړي، د ځمکوغاصبین دې محاکمه کړای شي او قانون دې په ټولو په یو ډول تطبیق شي.

هڅه مو وکړه چې؛ د تیرودیارلسوکلونو د ستونزو او پرمختګونو په هکله د حکومت نظر هم ولرو خو د دې نظر په ترلاسه کولو ونه توانیدو.

له بلې خوا یو شمېرکارپوهان وايي، د ولسمشرحامدکرزي په تیره دیارلس کلنه دوره کې د ستونزو ترڅنګ په بېلابېلو برخوکې کار هم شوی دی.

دوی زیاتوي د معارف په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی په دغه دوره کې میلیونونه ماشومان ښوونځیو ته ولاړل، لسګونه زره پیغلې او ځوانان د هېواد له پوهنتونوڅخه فارغ شول او همدارنګه زرګونه نورځوانان بهرته د لوړوزدکړو لپاره واستول شول.

د دوی په وینا په اقتصادي برخه کې هم د پام وړ کار شوی، په هیواد کې پانګونه شوې، ګڼ شمیر ځوانانو ته په بیلابیلو برخو کې دکار زمینه برابره شوې، له اقتصادي پلوه د خلکو په ژوند کې له پخوا په پرتله مثبت بدلون راغلی همدرانګه زیات شمیر افغان کډوال له بهرنیو هیوادونو په ځانګړي ډول له پاکستان او ایران څخه هیواد ته راستانه شوي.

XS
SM
MD
LG