د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۱

که نوی ولسمشر خپل پلانونه د یوه نظم پلان له مخې عملي نه کړي بریا به یې اسانه نه وي


د افغانستان نوی ولسمشرنن لوړه کوي. په پام کې چې ولسمشر حامد کرزی نن په ارګ کې په ځانګړو مراسمو کې د چارو واګي منتخب ولسمشر اشرف غني احمدزي ته وسپاري.

ښاغلی کرزی د افغانستان لومړنی ولسمشر دی چې واک په سوله ییز ډول خپل ځای ناستي ته سپاري خو د ده د دیارلس کلنې واکمنۍ په اړه قضاوتونه بېلابېل کېږي.

یو شمېردی هغه رهبر بولي چې افغانستان یې د نړېوال اعتبار خاوند کړ، خو ځیني نور یې داسې یو کمزوری ولسمشر بولي چې د مصلحتونو په نتیجه کې یې افغانستان له بېسارو امکاناتو بې برخې کړ.

نوي ولسمشر اشرف غني احمدزي ویلي دي چې د بدلون لپاره پراخ پروګرامونه لري خو دی یوازې پنځه کاله وخت لري څوخلکو ته ثابته کړي چې ایا یو باکفایته ولسمشردی کنه او ایا افغانستان له روانو ستونزو ژغورلای شي؟

همدا موضوع احمدتکل د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي له استاد نصرالله ستانکزي سره په مرکه کې څېړلې.

د مرکې په پیل کې ښاغلي ستانکزي وویل، که راتلونکی ولسمشر خپل پلانونه د یوه نظم پلان له مخې عملي نه کړي بریا به یې اسانه نه وي:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:56 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG