د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۷

شمالي وزيرستان: پاکستانيو جنګي او د امريکا بې پيلوټه الوتکو ١٨ وسله وال وژلي


د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې د پاکستان جنګي جټ الوتکو او په جنوبي وزيرستان کې د امريکا د بې پېلوټه الوتکو؛ په سيمه کې د مېشتو سخت دريځه وسله والو مرکزونه په نښه کړي او دوى ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د پاکستان دولتي راډيو د دې هېواد د پوځ د مطبوعاتي دفتر يا ISPR په حواله وايي؛ چې د پاکستان جنګي الوتکو د يکشنبې په ورځ د شمالي وزيرستان په شوال سيمه کې د مېشتو سخت دريځۀ وسله والو پر مرکزونو تازه هوايي بريدونه کړي؛ چې په ترڅ کې يې لږ تر لږه ١٥ وسله وال وژل شوي او د هغوى ٥ مرکزونه يې هم له منځه وړي دي.

د پوځ د مطبوعاتو دفتر همداراز وايي چې؛ په وژل شويو کې بهرنيو جنګيالي هم دي، چې له پخوا راهيسې دلته مېشت وو.

بل خوا بيا په جنوبي وزيرستان امنيتي چارواکي وايي، چې د امريکا بې پيلوټه الوتکو د يکشنبې په ورځ ددې ايجنسۍ د مرکز واڼا په شين ورسک سيمه کې د وسله والو پر يوه مرکز او موټر توغندي وېشتلي، چې په ترڅ کيې لږ تر لږه ٣ وسله وال وژل شوي او ٤ نور ټپيان شوي دي.

د جنوبي وزيرستان يوې باخبرې ځايي سرچينې ازادي راډيو ته وويل، چې په وژل شويو کې بهرني وسله وال هم دي، خو د هويت په اړه يې څه ونه ويل.

پاکستانيو ځواکونو د روان کال د جون له ١٥مې نېټې راهيسې په شمالي وزيرستان کې د مېشتو سخت دريځه وسله والو پرضد پراخ پوځي عمليات پيل کړي او ادعا کوي، چې تر دې دمه يې په دې عملياتو کې د کورنيو او بهرنيو وسله والو په ګډون تر ١٠٠ زيات وسله وال وژلي او د هغوى ګڼ شمېر مرکزونه يې له منځه وړي دي.

که څه هم پاکستانى پوځ په شمالي وزيرستان کې د پوځي عملياتو په ترڅ کې وسله والو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي، خو خپلواکو او ځايي سرچينو لا تر دې دمه د دوى ددغې ادعا پخلى نه دى کړى، ځکه سيمې ته د رسنيو د استازيو د تګ اجازه نشته.

د شمالي وزيرستان يوه ځايي خبريال د نوم و غږ نه خپرولو په شرط ازادي راډيو ته وويل:

"پاکستانيو جنګي الوتکو د يکشنبې په شپه او ورځ د شمالي وزيرستان په بېلابېلو سيمو کې درنه بمباري کړې، خو د مرګ ژوبلې په اړه لا کره معلومات نه شو ترلاسه کولاى، ځکه چې پوځ سيمې ته خبريالان او ځايي خلک نه ورپرېږدي. "

شمالي وزيرستان د ډيورنډ کرښې ته څېرمه پرته قبآيلي سيمه ده، په دې کې د پاکستانيو طالبانو په ګډون د القاعدې او حقاني شبکې ډېرى جنګيالي هم دېره دي او د پاکستان پوځ وايي، چې په سيمه کې يې د حقاني او القاعدې شبکې په ګډون د هغو ټولو وسله والو پرضد له توپير پرته عمليات پيل کړي، چې له دې ځايه ترهګريز فعاليتونه کوي.

خو د پاکستان د سياسي او دفاعي چارو يو شمېر څارونکي بيا په دې سيمه کې د امريکا د بې پيلوټو الوتکو ورسوتيو بريدونو ته په کتو وايي، چې داسې ښکاري چې په دې سيمه کې اوس هم د القاعدې او حقاني شبکې د وسله وال په ګډون ډېرى وسله وال پټ دي، ځکه خو پرې امريکا د بې پيلوټه الوتکو بريدونه کوي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG