د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۵:۴۴

انصاري: نوی حکومت دې وړکسان پر دندو وګماري


د افغانستان د مدني ټولنو فدارسیون له نوي افغان ولسمشرغوښتنه وکړه، چې په حکومت کې د لیاقت او وړتیا په اساس کسان په دندو وګماري نه د روابطو له مخې.

د دغه فداراسیون رییس صدیق انصاري د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، منتخب ولسمشر اشرف غني احمدزی باید په هغو ژمنو عمل وکړي چې د کمپاین پرمهال یې له افغانانو سره کړې وې.

د مدني ټولنو فدارسیون ښاغلي احمدزي ته وړاندیز وکړ، چې له امریکا سره د امنیتي او دفاعي تړون په لاسلیک کې د هېواد ملي ګټې په پام کې ونیسي.

ټاکل شوې سبا نوی افغان ولسمشراشرف غني احمدزی په کابل کې د لوړې مراسم پرځای کړي.

د افغانستان د مدني ټولنو فدارسیون غړي له نوي افغان حکومت غواړي چې له کمونستي نظام را وروسته ټول هغه دولتي مامورين چې په فساد کې ښکېل دي له دندو برطرفه او پرځای یې د استعداد په اساس پاک او باتجربه کسان په دندو وګماري.

د یاد فدارسیون عمومي رییس صدیق انصاري د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل اشرف غني احمدزی باید داسې یو شفاف او ځواب ورکونکی حکومت رامنځ ته کړي چې د چارواکو لاسونه یې د ملت په وینو ککړ نه وي:

″له نوي ولسمشره زموږ هیله دا ده چې له ټولو هغو ناکامو او بېکاره پرزو نه چې د ثور د کودتا نه را وروسته ترننه يې دغه ملت د وینو په دریابونو کې لمبولی او د دوی په سرنوشت یې لوبې کړې دي د دوی مخه دې ونیسي، د ملت متن ته دې مراجعه وکړي، بهترین او شفاف حکومت دې جوړ کړي، ترڅو افغانستان له پنځه دیرش کلن ناورین څخه خلاص شي.″

د مدني ټولنو د فدارسیون غړي نوي افغان حکومت ته وړاندیزکوي چې له امریکا سره د امنیتي او دفاعي تړون په لاسلیک کې دې پوره دقت اوغور وکړي.

د دې ټولنې غړي زلمي وردګ وویل، منتخب ولسمشراشرف غني احمدزی دې د تړون په لاسلیک کې د هېواد ملي ګټې په پام کې ونیسي:

″که چېرې اشرف غني احمدزی پوهیږي چې ملي ګټې په کې نغښتې دي لاسلیک دې کړي او که بیا هم پوهیږي چې د هېواد ملي منافع په کې تر پښو لاندې کیږي او افغانستان له بهران سره مخ کوي، نو موږ هيله کوو چې دغه مسوولیت دې په غاړه نه اخلي او نه دې لاسلیک کوي.″

ټاکل شوې سبا نوی جمهوررییس اشرف غني احمدزی په کابل کې د بهرنیو او کورنیو میلمنو په حضورکې د لوړې مراسم پرځای کړي.

د شنبې په ورځ د افغانستان د ملي امنیت شورا رییس ډاکټر رنګین دادفر سپنتا ویلي چې ټاکل شوې د سې شنبې په ورځ نوی افغان ولسمشر له امریکا سره امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک کړي.

نوي منتخب جمهور رییس د انتخاباتي کمپاینونو پرمهال ویلي و، په حکومت کې به هغه کسان په دندو وګماري چې لایق، باتجربه او د هېواد ملي ګټو ته ژمن و اوسي.

د جمهوري ریاست د انتخاباتو د نتیجې له اعلان وروسته اشرف غني احمدزي په کابل کې خپلو پلویانو ته وویل چې؛ حکومت به یې سهامي شرکت نه وي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG