د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۶

افغان پلاوی پر ډیورنډ کرښې د پاکستان له خوا د خنډق کیندل تاییدوي


هغه حکومتي پلاوی چې د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان له لوري د خندق کیندلو څیړلو ته ګمارل شوی وه وايې ډير ژر به د خپلو څیړنو نتیجه د افغانستان جمهوري ریاست ته وړاندې کړي.

د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستان د پوځ له خوا د خندقونو د کیندلو موضوع ته د ټاکل شوي افغان پلاوي غړي د دې خندق ایستل کیدل تاییدوي.

د پلاوي غړي وایي، د هغه سفر څخه چې دوی زابل، پکتیکا او قندهار ولایتونو ته درلوده دې نتیجې ته رسیدلي چې؛ د سرحد په اږدو د پاکستاني پوځیانو پراخې سرغړونې روانې دي.

د دې پلاوي غړی او د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت مرستیال مالک صدیقي د شنبې په ورځ په دې اړه ازادی راډيو ته وویل:

"موږ د قندهار ولایت د سپین بولدک او معروف ولسوالیو ته په همدې ډول د زابل د شمال زیو ولسوالی ته او د پکتیکا ولایت د تروو ولسوالی ته ولاړو او د دې ځایونو لیدنه مو د نزدې نه وکړه.

موږ دې نتیجې ته ورسیدو چې په رښتیا هم پاکستاني پوځیانو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې په مختلفو ژوروالیو او مختلفو ځایونو کې د خندقونو کیندل پیل کړي او لا یې هم کار روان دی."

ښاغلی صدیقي وایي، حکومتي پلاوی وروسته له دې چې په سرحدي سیمو کې یې د پاکستان اقدامات له نږدې وکتل د جمعې په ورځ بېرته کابل ته راغی او ډير ژر به د خپل سفر او څیړنو جزیات د جمهوري ریاست سره شریک کړي.

د افغانستان جمهوري ریاست دوه اونۍ وړاندې د کورنیو چارو وزارت د امنیتي مرستیال ایوب سالنګي په مشرۍ یو پلاوی وټاکه چې؛ د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان له خوا د خندقونو د ویستلو هڅې له نږدې وګوري.

د افغانستان د حکومت له لوري دا څیړنې وروسته له دې پیل شوې چې؛ پاکستاني چارواکو وویل، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې یې د خندقونو کیندل پیل کړي.

د پاکستاني چارواکو په وینا، دوی غواړي په دې سره د افغانستان له خاورې پاکستان ته د وسله والو مخالفینو او قاچاقبرانو مخه ونیسي.

ویل کیږي چې، د دې خندق اوږدوالی څلورسوه اتیا کیلو متره دی چې؛ پاکستان د خپلو پوځیانو په مټ یې کیندل پیل کړيدي.

په همدې حال کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډيو ته وویل؛ د دې وزارت د امنیتي مرستیال په مشری ټاکل شوی پلاوی کابل ته راغلی او ډیر ژر به خپل معلومات د افغانستان د جمهوري ریاست سره شریک کړي:

"تر اوسه پورې دې پلاوي ټول کار نه دی بشپړ کړی؛ تر څو نتیجه له تاسې سره شریکه کړم؛ خو ویلای شم، چې په لنډ وخت کې به یې کار بشپړ شي او ډیر ژر به د دوی د څیړونو نتایج جمهوري ریاست ته وړاندې شي."

د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د خندقونو طرحه نه یواځې د ا افغانستان د حکومت توند غبرګون راپارولی بلکې په پاکستان کې میشتو پښتانو سیاستوالو او تاجرانو چې د د دې کرښې دواړو خواوته فعالیت لري هم د خندقونو کیندل نه مننونکی کار بللی دی.

د ډیورنډ کرښې په اږدو کې د خندقونو کیندل د پاکستان د پوځي جمهور رییس پرویز مشرف طرحه وه چې؛ هغه وخت هم له غبرګونونو سره مخ شوه او اوس یې هم د افغان حکومت او د ډيورنډ کرښې دواړو خواوو ته د پرتو قومونو توند غبرګونونه راپورولي دي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG