د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۷:۰۰

د ځینو ولایتونو د امنیتي وضعیت په اړه د ولسي جرګې د غړو اندېښنه


د ولسي جرګې اکثرو غړیو د شنبې ورځ د هېواد په ځینو سیمو کې پر امینتي وضعیت اندیښنه وښوده.

د ولسي جرګې غړیو وویل، د هلمند د ولایت سنګین ولسوالۍ، د غزني اجرستان او د ارزګان ولایت ګیزاب ولسوالۍ ستراتیژیکي سیمې دي او وسله وال مخالفین زیاتې هڅې کوي چې؛ دا سیمې ولکه کړي.

دوی وویل، په دې سیمو کې همدا اوس هم د مخالفینو او امنیتي ځواکونو ترمینځ جنګ روان دی او خلکو ته په کې مرګ ژوبله اوړي.

دوی وویل، که د هېواد امنیتي ځواکونه په یادو سیمو کې د مخالفینو حملې شنډې نه کړي؛ د دې ناامنیو لمن به نورو ولسوالیو ته هم وغځیږي.

د ولسي جرګې غړي انجنیر ذکریا له نوي حکومته وغوښتل؛ د تروریستانو پرضد دې مبارزه جدي کړي:

"موږ وینو چې د افغانستان امنیتي وضعیت خراب شوی؛ اجرستان د قهر په اور کې سوځیږي، موږ له نوی حکومت څخه دفاع کوو؛ خو شرط به مو دا وي چې، اجرستان او د دې په شان نورې سیمې د تروریستانو څخه وژغوري.

هیله ده، د اجرستان پیښې دهیواد په نورو سیمو کې تکرار نه شي."

بلخوا د ولسي جرګې غړی میرمن سادات په امنیتي ځواکونو انتقاد وکړ چې؛ د هلمند ولایت د سنګین په ولسوالۍ کې یې د مخالفینو پر وړاندې جدي چلند نه دی کړی:

"د جمهوري ریاست د انتخاباتو د دوهم دوروروسته مخالفینو د سنګین پر ولسوالۍ بریدونه زیات کړي؛ په دې موده کې په سلګونو عسکر او ملکي خلک وژل شوي دي؛ سوال دلته دی، چې امینیتي ځواکونه په دې موده کې ولې نه دي توانیدلي چې؛ مخه یې ونیسي؟"

د کورنیو چارو وزارت دا مني چې، د غزني ولایت د اجرستان پرولسوالۍ وسله والو مخالفینو حملې کړي او ملکي خلکو ته یې د سرومال زیانونه اړولي؛ خو دا حملې تر ډیره حده شنډې شوي دي.

د دې وزارت ویاند دویاند مرستیال نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل؛ د غزني ولایت د اجرستان ولسوالۍ د امنیتي ځواکونو په ولکه ده او د مخالفینو حملې يې په شا تمبولي دي:

دغزني اجرستان ته نوي ځواکونه لیږل شوي او په لږه موده کې له هغه ځایه ښه خبرونه ولرو او همدارنګه د سنګین په ځینو سیمو کې لږ څه حرکات شته، هلته هم ځواکونه رسیدلي، عملیات به پیل او سیمه به له مخالفینوپاکه کړي."

د سږکال په جریان کې مخالفینو څو ځلې پرځینو ولایتونو حملې وکړې او خلک یې د هیواد د امنیت په اړه اندیښمن کړل؛ څیړونکي او افغان چارواکي وایي چې؛ دا ټولې حملې له هېواده بهر پلانیږي او هدف یې دا دی چې؛ افغانان پر خپلو امنیتي ځواکونو بې باوره کړي.

راپور:خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG