د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۹ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۶:۱۶

سپنتا: له امریکا سره امنیتي او دفاعي سند به د سې شنبې په ورځ لاسلیک شي


د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار رنګین دادفر سپنتا وایي، چې د روانې اونۍ د سه شنبې په ورځ به نوی افغان حکومت له امریکا سره امنیتي او دفاعي سند لاسلیک کړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار رنګین دادفر سپنتا وایي؛ چې نوی ولسمشر به د لوړې له مراسمو یوه ورځ وروسته له امریکا سره امنیتي او دفاعي سند لاسلیک کړي.

ښاغلي سپنتا د شنبې په ورځ په هرات کې د امنیت په اړه یوې جوړې شوې غونډې ته؛ چې د شااوخوا دېرشو هیوادونو استازو ګډون په کې درلود؛ وویل، چې دی هم د دې سند د لاسلیک ملاتړ کوي.

سپنتا د دې سند لاسلیک کول د افغانستان لپاره ګټور وبلل او ویې ویل، خوښ دی چې دا خبر له خلکو سره شریکوي.

"زه په ژوره توګه له امریکا سره د امنیتي سند د لاسلیک او دغه راز په افغانستان د امنیتي ځواکونو د ښوونې او روزنې لپاره د ناټو ځواکونو د دوامدار حضور له قرار داد سره موافق یم؛ خوشحال یم، چې دغه سند به د راتلونکې سه شنبې په ورځ د نوي حکومت له خوا لاسلیک شي."

له دې وړاندې د نوي منتخب ولسمشر اشرف غني احمدزي ویاند طاهر زُهیر هم ازادي راډیو ته ویلي؛ چې له امریکا سره د امنیتي سند لاسلیک د اشرف غني احمدزي په لومړیتوبو کې دی.

په همدې حال کې امریکا هم هیله لري چې؛ نوی منتخب ولسمشر اشرف غني احمدزی به د لوړې له مراسمو وروسته د روانې اونۍ تر پایه له دوی سره امنیتي سند لاسلیک کړي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جوش ارنسټ د جمعې په ورځ هیله څرګنده کړه؛ چې نوی افغان ولسمشر به ډیر ژر له واشنګتن سره امنیتي سند لاسلیک کړي.

تیر کال مشورتي لویې جرګې هم له امریکا سره امنیتي سند تایید کړ؛ خو حامد کرزي د دې لپاره لاسلیک نه کړ؛ چې په خبره یې امریکا د افغانستان غوښتنې نه دي منلي.

که چیرې نوی افغان ولسمشر له امریکا سره امنیتي سند لاسلیک کړي؛ له ۲۰۱۴ کال وروسته به د ۲۰۱۶ کال تر وروستیو د امریکا ۹۸۰۰ عسکر په افغانستان کې پاته شي.

که څه هم نوی افغان حکومت له امریکا سره امنیتي سند مهم بولي؛ خو له دې وړاندې ځینو څیړونکو ویلي؛ چې افغان چارواکي باید د دې سند په لاسلیک کې له دقت نه کار واخلي.

راپور: اسدالله لودین

XS
SM
MD
LG