د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۲

د ایران ولسمشر د افراطیت پرضد په مبارزه کې د لویدیځ پر ونډه انتقاد وکړ


د ایران ولسمشر وايي، لویدیځ د هغو ستراتیژیکو تېروتنو مسوول دی چې؛ د منځني ختیځ، منځنۍ آسیا او قفقاز سیمې یې د تروریستانو او تندلارو په ځالو بدلې کړې.

حسن روحاني د ملګروملتونو عمومي اسمبلې ته په وینا کې وویل؛ د سوریې په تحولاتو کې ناسمه لاسوهنه د هغو تېروتنو یو مثال دی چې؛ په منځني ختیځ کې شوې دي. ده همداراز ځانګړي هېوادونه د تروریزم په پراختیا ګرم وبلل؛ خو د کوم هېواد نوم یې یاد نه کړ:

"افراطیت یوازې یوه سیمه ییزه مساله نه ده چې؛ زموږ د سیمې هېوادونه به ورسره لاس- ګرېوان وي. افراطیت نړیواله مساله ده. د افراطیت په رامینځ ته کېدو کې ځینو هېوادونو اغېز لاره خو له هغه سره په مبارزه کې ناکام وو او اوس یې تاوان زموږ ولسونه ګالي."

حسن روحاني د ایران د اټومي پروګرام په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل چې، له ایران سره د شپږو قدرتونو خبرې به دوام وکړي.

د ایران او شپږو قدرتونو خبرو له څو میاشتو راهیسې هېڅ نتیجه نه ده ورکړې؛ خو روحاني وايي چې، د ایران د اټومي پروګرام ستونزه له خبرو پرته بله لاره نه لري:

"اټومي مساله پرته له ېوې لارې بله لار نه لري چې؛ خبرې دي او که ځینې په خپل خیال کې د نورو لارو چارو په اړه فکر کوي؛ سخته غلطي کوي."

د ایران ولسمشر زیاته کړه چې؛ په دې اړه وروستی توافق په نوامبر میاشت کې له ټاکلي ضرب الاجل مخکې هم ممکن دی؛ خو په دې شرط چې لویدیځ انعطاف وښيي.

روحاني دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه کوي چې؛ د امریکا ولسمشر بارک اوباما له تهرانه وغوښتل چې؛ د خبرو د دوام لپاره له فرصت څخه کار واخلي؛ څو دا ستونزه له سیاسي لارې حل شي.

د یوه بل خبر له مخې د ایران ولسمشر پرون د عمومي اسمبلې په حاشیه کې د برتانیا له صدراعظم دېوېدکامرون سره وکتل. په ۱۹۷۹ کال کې د ایران له اسلامي انقلاب وروسته دا لومړی ځل دی چې؛ د ایران او برتانیا مشران په مستقیم ډول سره ګوري.

د کامرون دفتر وايي، دواړو مشرانو موافقه وکړه چې؛ لندن او تهران به د خپلو اړیکو پر پراختیا کار کوي او دې مقصد ته د رسېدو لپاره د ایران د اټومي پروګرام په اړه اوږدمهالی توافق ډېر مهم دی.

XS
SM
MD
LG