د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ مرغومی ۱۴۰۰ کابل ۰۷:۳۴

د مسلمانو خویندو ټولنې د بشریت پر وړاندې تاوتریخوالی وغانده


د افغانستان د مسلمانو خویندو په نامه یوې ټولنې د مسلمان او په مجموع کې د بشریت پر وړاندې تاوتریخوالی وغانده.

دوې چې شمېر یې له سلو زیات و، د پنجشنبې په ورځ یې په کابل کې د ″اسلام او اعتدال″ ترنامه لاندې یوه غونډه جوړه کړې وه.

په غونډه کې یو شمېرښځینه او نارینه دیني عالمانو د اسلام له نظره تاوتریخوالی د دین خلاف وباله او د اعتدال ښیګڼې یې بیان کړې.

د مسلمانو خویندوپه غوڼده کې دیني عالمانو وویل، هر څوک او هره ډله، چې په افغانستان او یا د نړۍ په هرګوټ کې د اسلام په نامه تاوتریخوالی کوي او بې ګنا خلک وژني په اسلامي شرعیت کې جواز نه لري.

دوې وویل، اسلام د سولې، مهربانۍ او پخلاینې دین دی او هرکس او هره ډله چې ورڅخه ناوړه ګټه اخلي په یقین سره چې تر شاه یې د اسلام د دښمنانولاس دی.

غونډې ته دیني عالم مولوي شمس الرحمن فروتن وویل، اسلام په ژوندانه کې د خلکو ترمنځ د ټولو ستونزو او اختلافونو د اواری ښې لارې بیان کړي او پکار ده چې ګټه ترې واخیستل شي.

مولوي فروتن وویل، اسلامي احکاموتل پراعتدال ټینګار کړی دی:

″د ځینو خلکو اوډلوهغه اعمال چې په هېواد کې دننه او بهراسلام خلکو ته د ویرې اچونې، وژنې او له حقونوڅخه د ښځود محرومولو په بڼه معرفي کوي، د اسلام له اصولو بې خبره او تر شايي د اسلام د دښمنانو لاس دی، خو خدای ج وايي، نه تشدد او نه بې پروايي.پکار ده چې اسلام په رښتینی بڼه وپیژنو.″

د مسلمانو خویندو د دې غونډې عنوان اسلام او اعتدال و او یو شمېر دیني عالمانو یې پرفضیلت خبرې وکړې.

دیني عالمانو په خپلو ویناووکې د ایتونو او احادیثو په استدلال، تاوتریخوالی، ترهګري او انسان وژنه ناوړه عمل وګاڼه.

د مسلمانو خویندو د ټولنې یوه غړې زهره عسکري وویل، اسلام نه یوازې دا چې تاوتریخوالی، دښمني، انسان وژنه او د ښځو پر وړاندې تشدد غندي بلکې پرضد یې مبارزه هم روا ګڼي:

″اسلام د وسط دین دی او موازین یې له هر ډول افراط او تفریطه لیرې دي.

اسلام نه یوازې دا چې تاوتریخوالی ناروا ګڼي، بلکې پرضد یې مبارزه هم کوي.″

د مسلمانو خویندو ټولنه وایې، دا یوه ازاده ټولنه ده او په خپلې هرې غونډه کې یوه موضوع ټاکي چې دیني عالمان یې د اسلام له احکامو سره سم خلکو ته تشریح کړي.

دا په داسې حال کې ده چې راپورونه وایې، په افغانستان او د نړۍ په ځینو سیمو کې ځینې ډلې پیدا شوي او غواړي چې د جنګ او تاوتریخوالي له لارې خپلو اهدافو ته ورسیږي.

راپور: خان محمد ″سیند″

XS
SM
MD
LG