د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۲ کب ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۳۴

که سيګريټي نه یې هم، دود یې سړی وژني!

سيګرټ څکوئ او که بوی یې بد درباندې لګيږي؟ د سيګريټیانو له نظره د سيګرټ دود یې غم غلطوي، دا خبره څومره ریښتیا ده او ځينې ځوانان ولې په داسې ځایونو کې سيګرټ څکوي چې نور ترې پازاب شي؟ څنګه یو څوک دا عادت پریښودلی شي، کنه نو له کومو ناروغیو سره به مخ شي؟ د ننۍ تاندې څانګې په سر کې مو دغو پوښتنو ته د ځواب موندلو هڅه کړې او دې ته هم ځواب وایو چې ځینې کسان له مستۍ او یا له مجبورۍ درانه کارونه کوي، یاني دروند وزن پورته کوي، دوی له کومو مشکلاتو سره مخ کیدلی شي او باید څه وکړي؟

تجربو څرګنده کړې چې ځوانان لومړی د سټایل یا د ځان ښودنې لپاره په سيګرټ څکولو پېل کوي. که یو خوا په فلمونو کې سیګرټي فلمي ستوري ګوري، سیګرټ څکولو ته هڅيږي او بل خوا چې خپلو ځینو مشرانو او یا همځولو سره په ګوتو کې سیګرټ ويني، نو زړه یې ورته کیږي چې وروسته نو بیا له دې بلا ځان نشي خلاصولی.۱۹ کلن زلمکی نظیف هم وايي چې کله به یې په ښو ښو موټرونو کې د چا په لاس کې سیګريټ لیده نو د ده به هم زړه ورته وشو او کله به یې چې سيګرټ څکاوه نو ځان به د لویو تجارانو غوندې ورته ښکارېده!

چرسي او پوډري ته زموږ په ټولنه کې خلک په ښه سترګه نه ګوري، خو سیګرټيان په حجرو، پيتاو او خپلو کورنو کې ازاد او هغه د چا خبره سرې سترګې له سیګرټو دود اوباسي.

ونیسه یو دم وواهه، په کیسه کې یې مه کیږه، دنیا پنځه ورځې ده.. دا خبرې حبیب الله ته خپلو ملګرو کولې او اخر یې هم په سیګرټو اموخته کړ.

یوه بله ستونزه بیا موټرونو یا نورو سرپټو ځایونو کې د سیګرټو څکول دي چې عام خلک ورسره پازابيږي، ځينې دا نزاکت په پام کې نیسي خو ځینې یې په کیسه کې نه وي، د جلال اباد اوسېدونکی یو ځوان اجمل خان همداسې څه وايي.

تمباکو مضر مواد لري چې له عمله یې بېلا بېلې ناروغۍ پېدا کیږي، په دې اړه یو ډاکټر مالومات راکوي خو له هغه وړاندې بیا نظیف ته غوږ ږدو چې وايي اوس که لږه منډه هم ووهي سينه یې سوزي.

سیګرټ څکول ښايي ځینو ته ډیر معمولي عمل ښکاره شي خو که فکر وشي نو همدغه عمل د لویو نشو بنیاد یا پیل ګڼلی شو، د داخله ناروغیو ډاکټر احسان الله درمل هم وايي چې دا وړه نشه نده او تاوانونه یې هم یوازې سیګرټ څکوونکي ته نه بلکې نورو عادي خلکو ته چې له لوګي سره یې مخ دي، هم رسیږي.

ځينې خلک فکر کوي چې سیګرټ څکول یې غم یا په اصطلاح پام غلطوي خو ډاکټر درمل وايي چې دا غم غلطېدل نه بلکې یو څو شېبې کاذبه خوښي ده. ښاغلی درمل وايي چې له سیګرټ څکولو د منع کیدو لپاره باید له ډاکټر سره مشوره وشي، دی خاصې ژاولې او ځينې نور مواد یادوي چې یو څوک پرې له سیګرټو منع کیدلی شي.

د روغتیا نړیوال سازمان یا WHO د مالوماتو له مخې هر کال په نړۍ کې کابو ۶ میلیونه وګړي د تمباکو له کارولو مري چې له ۵ میلونو زیات یې پخپله کاروونکي دي او له ۶ لکو ډير نور یې هغه کسان دي چې سیګرټ نه څکوي خو له دود سره یې مخ دي.

څه موده مخکې دغو ټولو روغتیايي او ټولنيزو ستونځو ته په کتو سره د افغانستان پارلمان یا ولسي جرګې د تمباکو او دخانیاتو د مخنيوي قانون تصويب کړ خو عملي کېدل یې یوه پوښتنه ده.

درانه کارونه به مو عېبي کړي!

وايي یو له نیستۍ مري بل له مستۍ... ځینې ځوانان لکه څنګه سیګرټ له مستۍ پېلوي همدا راز ځينې ځوانان دروند وزن هم له مستۍ او یا د ځان ښودلو لپاره پورته کوي، خو داسې ځوانان هم کم ندي چې کورنۍ اقتصادي ستونزې او نیستۍ مجبوره کړي دي چې درانه کارونه وکړي او دروند وزن پورته کړي.

داسې بیچارګان د پیسو ګټلو لپاره خپل وجود عېبي کړي، د خپل صحت د بیا سلامتۍ لپاره خپلې ټولې ګټلې روپۍ ډاکټرانو ته او په درملو ورکړي.

د مېدان اوسیدونکی دیدار د پاخه عمر سړی دی، د ده په څېر یې اوس ځوان جان زوی ته هم د وجود د ځینو غړو دردونه او تکلیفونه پېدا شوي، له ایرانه به یې دومره پيسې نه وي راوړي لکه څومره یې چې اوس د ځان په تداوۍ مصرف کړې.

کله کله په مزدورکارانو د خپل ټیکه دار یا په اصطلاح د کار فرما لخوا فشار راوړل کیږي چې ډېر کار وکړي او زر یې خلاص کړي، چې دا پخپله د یوه مزدورکاره ځوان د صحت لپاره ګواښ کېدلی شي. د کار او ټولنيزو چارو وزارت ویاند علي افتخاري وايي چې د کار قانون له مخې هيڅوک دا حق نه لري چې پر کارکوونکو د هغه له توانه وتلی یا دروند کار وکړي:

(که څه هم د کار په قانون کې په دې اړه باید لا ډېر فکر وشي خو په عمومي ډول د یوه کاریګر لپاره چې هره ورځ کار کوي، تر ۳۰ کیلو ډېر وزن پورته کول ظلم دی. هر څه چې د وجود په زرر وي کارفرما مکلف دی چې له کاریګر سره همکاري وکړي او یوه مناسبه کاري فضا ورته رامنځ ته کړي. نو کارفرما دا حق نه لري چې د څلور ، پنځه سوه افغانیو په بدل کې د یوه کاریګر ژوند له خطر سره مخ کړي).

له درانو کارونو پرته په ناسم ډول د وزن پورته کول او بې پامي هم انسان ته تکلیفونه پېدا کولی شي، ترابي منګل خپله یوه خاطره راته وايي او دا هم وايي چې ځینې کسان نورو ته د ځان ښودلو لپاره درانه وزنونه پورته کوي چې دا له ځانه سره یو ظلم دی.

د هډوکو یا د اورتوپيدي متخصص ډاکټر سراج الدين براتي هم وايي چې که وزن ډېر دروند هم نه وي خو که په سمه توګه پورته نشي، صحت ته تاوان رسولی شي، ډاکټر براتي یو متل یادوي (چې کومه تیږه پورته کولی نشې، هغه ښکل کړه او بېرته یې کېږده) وايي داسې وزن باید پورته نه کړو چې پر وجود مو ناوړه اغېز وکړي.

دا مجبوریتونه دې الله پای ته ورسوی. د دې اوونۍ تاندې څانګې همدومره وه. دا خپرونه چې هره شنبې ماسپښين02:45 او تکرار یې سه شنبې نږدې غرمه 10:30 خپريږي، د ازادي راډيو په ویبپاڼه او فیس بک پاڼه هم اوریدلی او لوستلی شئ:

www.azadiradio.com

که چېرې غواړئ موږ ته بریښنالیک راولیږئ نو پته ده:

ShafaqN@rferl.org

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:13:44 0:00
مستقیم لېنک

تاندې څانګې په کابل کې نورګل شفق جوړوي.

XS
SM
MD
LG