د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۳

احسان: د ملي وحدت حکومت باید د دواړو ټیمونوله خوا انحصارنه شي


د سمون او بدلون لپاره د فعالو ځوانانو شبکه، سره له دې چې په افغانستان کې د ملي یووالي د حکومت ملاتړکوي، خو وایي چې د ملي یووالي حکومت باید قدرت انحصارنه کړي.

دوې د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د اشرف غني احمدزي او عبداله عبداله د ټیمونو پرته په هېواد کې پوه ځوانان، تکړه ښځې، سیاستوال او ملي شخصیتونه شته او باید په راتلونکي حکومت کې برخه ولري. دوې وویل که غوښتنې یې ونه منل شي، اعتراضونه به پیل کړي.

د سمون او بدلون لپاره د افغانستان د فعالو ځوانانو د شبکې مسوولینوخبرداری ورکړ، چې که د ملي یووالي په نامه د راتلونکي حکومت پستونه انحصار او د هېواد نورو پوهو او صادقو کسانو ته په کې برخه ورنه کړل شي، پرضد به يي مدني اعتراضونه پیل کړي.

د دې ټولنې غړیو د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د دواړو انتخاباتي ټیمونو پرته، په هېواد کې پوه ځوانان، پوهې ښځې، سیاستوال او ملي شخصیتونه شته او په راتلونکي حکومت کې باید ځای ورکړل شي.

د سمون او بدلون لپاره د فعالو ځوانانو د شبکې یوه غړي سید میثن احسان وویل:

″موږاصلاحاتواوپه حکومت کې د ټولنې د ټولو قشرونو شاملیدو پسې یو اوکه بیا هم د ملي یووالي په حکومت کې بې عدالتي وشي، موږبه د ټوپک په وسیله نه بلکې په مدني حرکتونو پراخ اعتراضونه پیل کړو.″

دوی اندیښنه وښوده که د ملي یووالي د حکومت پستونه دواړه ټیمونه انحصاراو د ټولنې نورکدرونه له یاده وباسي، باوري دي چې دا ډول انحصاري حکومت به ډیرژر له ستونزو سره مخ شي.

په افغانستان کې چې کله انتخاباتي پروسه لانجمنه شوه، د امریکا د متحدوایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر، د ملګرو ملتو د استازیو او جمهوري ریاست ته د دواړو کاندیدانو په خوښه په هېواد کې د ملي یووالي د حکومت پر جوړیدو موافقه وشوه.

ټاکل شوې ده د راتلونکې دوشنبې په ورځ د افغانستان د نوي جمهور ريیس اشرف غني احمدزي د لوړې مراسم ترسره او له هغې وروسته به د نوي حکومت پر جوړولو کار پیل شي.

د سمون او بدلون لپاره د فعالو ځوانانو د شبکې غړې منیرې یوسف زاد په نوي حکومت کې د ښځو پرونډې تاکید وکړ:

″موږله جمهور ريیس اشرف غني احمدزي او له اجراییوي ريیس نه غواړو چې خپلې ژمنې پوره کړي.

هیله ده په خپلو پروګرامونو او پالیسیو کې د افغانستان ښځو ته پوره ونډه ورکړي.″

دا په داسې حال کې ده چې د تحول او تداوم او د اصلاحاتو او همپالنې د ټیمونو استازیو له ازادۍ رادیو سره په مرکو کې لا له وړاندې ویلي وو، چې د ملي یووالي د حکومت په تشکیل کې به د هېواد پوهو او صادقو کسانو ته برخه ورکړل شي.

د سمون او بدلون لپاره د فعالوځوانانو شبکې، د امریکا له متحدو ایالاتواو ملګروملتونه هم وغوښتل چې پر نوي حکومت دې ټینګار وکړي چې؛ د بې طرفه او تکړه کسانو ګمارل دې له پامه ونه غورځوي.

راپور: خان محمد ″سیند″

XS
SM
MD
LG