د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۹:۰۲

زهیر: د امنیتي تړون لاسلیک به د ښاغلي احمدزي د کاري لومړیتوبونو څخه وي


د منتخب ولسمشراشرف غني احمدزي ویاند طاهر زهیر

د افغانستان د منتخب ولسمشر ډاکټر اشرف غني احمدزي یو ویاند وایې چې د نوي حکومت په لومړنیو کاري ورځو کې به له امریکا سره امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک شي.

طاهر زهیر دغه خبره د چهارشنبې په ورځ له ازادۍ راډیو سره په مرکه کې وکړه.

په همدې حال کې د ناټو یوه جګپوړي چارواکي ویلي، چې ولسمشر احمدزی به دغه سند د لوړې د مراسمو له پای ته رسیدو سره سم لاسلیک کړي.

ټاکل شوې د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي او دفاعي سند د نوي حکومت په لومړنیو کاري ورځو کې د نوي منتخب ولسمشرله لوري لاسلیک شي.

د منتخب ولسمشراشرف غني احمدزي ویاند طاهر زهیر وایې، چې د دغه سند لاسلیکول د ولسمشرپه لومړیتوبونو کې ځای لري:

″د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي تړون لاسلیکول به د منتخب ولسمشر ډاکټر اشرف غني احمدزي د کاري لومړیتوبونو څخه وي.

په ممکنه ژر فرصت کې یعنې د نوي حکومت د کاري دورې د پيل په څلورویشتو ساعتونوکې به دا موافقت نامه لاسلیک شي.″

ښاغلي زهیر وویل، چې له امریکا سره د امنیتي او دفاعي سند لاسلیکول ولسمشراحمدزي ته د افغانستان د ملي ګټو د ساتنې، د سولې د ټينګښت او اوږد مهالي امنیت په برخوکې ځانګړی اهمیت لري.

په همدې حال کې د ناټو یوه چارواکي چې نوم یې نه دي ذکر شوی رویټرزخبري اژانس ته ویلي چې، نوی منتخب ولسمشربه د راتلونکي دوشنبې په ورځ د لوړې د مراسمو تر بشپړیدو وروسته د سې شنبې په ورځ دا سند لاسلیک کړي.

د امریکا د بیا بیا غوښتنې سره، ولسمشرحامد کرزي دغه مهم سند لاسلیک نه کړ.

ښاغلي کرزي وویل، ترهغو چې امریکا په افغانستان کې د سولې لپاره عملي هڅې پيل نه کړي، دا سند نه لاسلیکوي.

خو منتخب ولسمشر اشرف غني احمدزي او اجرایوي رییس عبدالله عبدالله د انتخاباتي کمپاینونو پرمهال ژمنه کړې وه چې د بریا په صورت کې به دا سند لاسلیک کړي.

د سیاسي او پوځي چارو ځیني کارپوهان بیا د نوي ولسمشردا اقدام ستايي چې د لوړې د مراسمو له بشپړیدو سره سم به له امریکا سره امنیتي اودفاعي تړون لاسلیک کړي.

د پوځي او سیاسي چارو کارپوه جاوید کوهستاني ازادۍ راډیو ته خپل نظر داسي څرګند کړ:

″زه هیله من یم چې یو ځلي بیا ژمنه واخیستل شي او بیا کتنه ورته وشي. دا موافقت نامه چې لاسلیک کیږي، باید په اجرایوي برخه کې د امریکا لپاره لازمي وي.

خو دا چې د افغانستان ولسمشرهغه په بیړه لاسلیکوي، زه په دې برخه کې کومه ستونزه نه وینم.

ځکه چې موږ د نړېوالې ټولنې ملاتړته اړتیا لرو.″

که څه هم د یاد سند د لاسلیک کیدو په صورت کې د روان میلادي کال وروسته په افغانستان کې د پاته کیدونکو بهرنیو سرتیرو ماموریت یوازې د روزنې او ملاتړ وي.

خو د چارو کتونکي وایي، امنیتي او دفاعي سند به په افغانستان کې د بهرنیو سرتیرو فعالیت ته قانوني بڼه ورکړي او هغه د افغانستان لپآره مهم ګڼي.

XS
SM
MD
LG