د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱

اوباما: د اسلامي دولت د وسله والو پرضد به جګړه دوام وکړي


د امریکا ولسمشر وایي چې؛ په عراق او سوریې کې د اسلامي دولت په نوم د وسله والو پرضد جګړه کې امریکا یوازې نه ده او د سیمې د هېوادو ترڅنګ په لسګونو نور هېوادونه له امریکا سره په دې مبارزه کې ولاړ دي.

د امریکا ولسمشر ژمنه وکړه چې د اسلامي دولت د وسله والو پرضد به جګړه دوام وکړي.

بارک اوباما دا خبره وروسته تردې وکړه چې امریکا په سوریې کې دننه د لومړي ځل لپاره دغه افراطي ډله په نښه کړه.

اوباما په سپینه ماڼۍ کې په دې اړه وویل:

″د دې میاشتې په سرکې ما د امریکا خلکو ته دا څرګنده کړه چې زموږ ستراتیژي دا ده چې له هغه ګواښ سره چې د شام او عراق د اسلامي دولت په نوم ترورستي ډلې پيدا کړی دی، مقابله وکړو.

ما دا په ښکاره وویل چې د دې مبارزې د یوې برخې په توګه به متحد ایالتونه په عراق او سوریې کې د دوی اهداف په نښه کوي، څو په دې ډول دغه ترورستان په کوم ځای کې خوندي پټنځای پیدا نه کړي.″

اوباما پرون په سپینه ماڼۍ کې مخکې تر دې دا خبرې کولې چې نیویارک ته ولاړ شي او د ملګرو ملتو په عمومي غونډه کې ګډون وکړي.

ده وویل چې؛ امریکا ویاړې چې له بحرین، قطر، سعودي عربستان، اردن او متحده عربي اماراتو سره اوږه په اوږه ولاړه ده او د داعش پرضد هوایي بریدونه کوي.

د امریکا ولسمشرهمدا راز وویل چې؛ په دې مبارزې کې د دغو پنځو عربي هیوادو ګډون دا نړۍ ته څرګندوي چې امریکا د اسلامي دولت د وسله والو په جګړه کې یوازې نه ده.

د امریکا ولسمشر بیا په دې جګړې کې مرستندویه هیوادو ته اشاره وکړه او ویې ویل:

″له لویه سره، تر څلویښتو ډیرو هیوادو له دې ترورستي ګواښ سره په دې پراخو هڅو کې د مرستې وړاندیز کړی دی، څو ترورستي اهداف په نښه شي او په عراق او سوریې کې هغه وسله وال چې د داعش پرضد جنګیږي په وسلو سمبال شي او وروزل شي، د داعش مالي سرچینې قطع شي، د دوی له ناوړه ایډیالوژي سره مقابله وشي او له دوی سره د نورو وسله والو د یو ځای کیدو او نورو سیمو ته د تلو مخنیوی وشي.″

اوباما خبرداری ورکړ چې د اسلامي دولت د وسله والو پرضد به دغه ګډه جګړه وخت ونیسي، خو واشنګتن به هغه څه وکړي چې اړتیا یې وي څو دغه ډله ماتې وخوري.

XS
SM
MD
LG