پاکستان د خپلې قوي استخباراتي ادارې نوی مشر وټاکه. د دې هېواد د پوځ د مطبوعاتي خدماتو په وينا، رضوان اختربه د اکتوبرد مياشتې په لومړۍ نېټه د پاکستان د استخباراتي ادارې يا ISI مشري ترلاسه کړي.
رضوان اختراوس مهال په جنوب ختيځ سند ايالت کې د رېنجرپه نامه د حکومتي ملېشو مشر دی.
داسې ګڼل کيږي چې اخترد تروريزم پرضد د مبارزې کاري تجربه لري.
دی مخکې له افغانستان سره د ډيورنډ پرکرښه، په جنوبي وزيرستان کې پردنده ګومارل شوی وو.
رضوان اخترپه دې نوې دنده ځکه ګومارل کيږي چې د ISI پخوانی مشرظهيرالاسلام به د سپتمبرد روانې مياشتې په پای کې تقاعد شي.
کابل دوامداره د پاکستان ISI تورن کړی دی چې دا اداره د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي او په دې هېواد کې د طالبانو ملاتړ کوي.
اسلام اباد د افغانستان دا ادعاوي ردوي.