د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۳

دواړو کاندیدانو د ملي وحدت حکومت د جوړېدو موافقتنامه لاسلیک کړه


د ملي وحدت حکومت د جوړښت پر سر تر څو میاشتو جنجالونو وروسته بلاخره دواړو کاندیدانو د دغه حکومت د جوړېدو موافقتنامه لاسلیک کړه.

دغه موافقتنامه د یکشنبې په ورځ د ولسمشر حامد کرزي؛ د نوموړي د دواړو مرستیالانو، دولتي چارواکو، د دواړو انتخاباتي ډلو د استازیو او نورو مخکښو شخصیتونو په حضور کې په ارګ کې لاسلیک شوه.

ولسمشر حامد کرزي د دغې موافقتنامې د لاسلیک په مراسمو کې د وینا پر مهال هیله څرګنده کړه چې؛ د ملي وحدت حکومت به د خلکو د نیک مرغي سبب وګرځي.

ولسمشر کرزي د جمهوري ریاست د کاندیدانو له لوري د موافقتنامې ترلاسلیک وروسته دوی ته وویل:

"خدای دی تاسو دواړو وروڼو ته کامیابي در په برخه کړي څو تاسو شپه او ورځ د افغانستان د ملت په خدمت کې واوسئ او هغه کارونه چې زموږ څخه پاته شول؛ هغه تاسو بشپړ کړئ تر څو موږ ټوله آرامه او خوشحاله ژوند وکړو."

ولسمشر حامد کرزي دغه راز ژمنه وکړه چې؛ افغانستان ته د خدمت په لاره کې به له دواړو کاندیدانو سره همکاري وکړي او که یې مشوره ترې وغوښتله؛ نو دی به یې په صداقت سره ورکړي.

په همدې حال کې د دواړو کاندیدانو ویاندویانو هم د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل؛ چې د انتخاباتو د وروستیو نتایجو تر اعلان وروسته ښایي د راتلونکې اونۍ د دوشنبې په ورځ د نوي ولسمشر د لوړې مراسم تر سره شي.

د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم ویاند سید آقا فاضل سانچارکي دغه راز وویل؛ چې هر هغه نتیجه به ومني چې؛ د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له لوري اعلانیږي.

"کومه نتیجه چې کمیسیون یې اعلانوي، موږ یې منو. په هر حال کمیسیون یو انتخاباتي بنسټ دی، کار یې کړی، مهمه دا ده چې، موږ اوس یوې موافقی ته رسیدلي یو."

د تحول او تداوم ټیم ویاند فیض الله ذکي هم خبریالانو ته وویل؛ چې د ملي وحدت له حکومت څخه به د خلکو ملاتړ بې سابقه وي.

نوموړي وویل چې، د لوړی د مراسمو تر ختمېدو وروسته به سمدستي په لومړنیو فرمانونو کې د اجرایوي رییس د پست په جوړولو اقدام وشي.

"د موافقتنامې له مخې د لوړې تر مراسمو وروسته په لومړنیو فرمانونو کې د اجراییوي رییس پوست جوړیږي او د دویم ټیم مشرتابه دغه پوسټ ته خپل د پام وړ کس معرفي کوي."

نړیوالې ټولنې هم د جمهوري ریاست د دواړو کاندیدانو له لوري د ملي وحدت حکومت د جوړیدو په اړه شوې موافقه ستایلې او هغه یې د ثبات په لور یو مهم ګام بللی دی.

یو شمیر افغان کارپوهان هم هیله څرګندوي؛ چې د ملي وحدت حکومت جوړېدل به په افغانستان کې ګټور تمام شي او کاندیدان به د اساسي قانون او د دواړو لورو تر منځ په شوي موافقې عمل وکړي.

XS
SM
MD
LG