رومان هغه تکړه افغان ځوان دی چې د نوي دولت له منځ ته راتګه څه موده وروسته ورته د ډېرو ځوانانو تر منځ په امریکا کې د زده کړو چانس برابر شو.
د زده کړو تر څنګ ځینې هنري کارونه هم کوي. رومان د زړه خواله راسره کړې او تر دې وروسته په دې غږیږو چې ځينې ځوانان ټولنيزې شبکې خصوصاً فیس بک بې ګټې کاروي یا په یو ډول نه یو ډول د نورو د ځورولو سبب ګرځي.
رومان لا ۱۵ کلن او د ښوونځي زده کوونکی و چې په امریکا کې د زده کړو چانس ورته برابر شو. خو د دې چانس تر منځ یو خنډ هم و، یاني په یوه علمي سیالۍ کې باید بریالی شوی وای، رومان وايي چې په هغه سیالۍ کې بریالی شو او امریکا ته لاړ .
رومان لومړنۍ زده کړې په امریکا کې بشپړ کړې او غوښتل یې چې لوړې زده کړې د حقوقو په برخه کې وکړي خو د یو شمېر ستونزو له کبله یې امریکا پریښوده او په هند کې یې حقوق ولوستل او د نړېوالو اړیکو په برخه کې یې هماغلته ماسټري وکړه. دی وايي چې د درسونو تر څنګ مې ګیتار او شپېلۍ خوښېدل چې زده مې کړل او په یو شمېر علمي او هنري فلمونو کې یې هم کار کړی.
رومان چې لا څو ویشت کلن دی، هېواد ته له راستنیدو سره یې په څو شخصي پوهنتونونو او علمي مرکزونو کې ځوانانو ته د حقوقو، نړیوالو اړیکو، بشري سرچینو او حقونو او د انګریزي ژبې په برخه کې تدریس پېل کړی او د دې کارونو په شمول د انتخاباتو خپلواک کمیسون په یوه برخه کې د مشاور په حېث کار کوي. رومان د ځینو ښو ځوانانو غوندې پر هېواد ميئن او وطن پرسته ځوان دی. دی د نورو هېوادونو خصوصاً د هندي ځوانانو مثال راوړي او وايي چې زموږ ځوانان هم باید وطن پرسته واوسي، نه خود پرسته.
په ټولنيزو شبکو کې هم باید ټولنیز اخلاق هېر نه کړو!
د رومان غوندې پر هېوادمیئن ځوانان دې الله ډېر کړي.
ده وویل چې باید وطن پرسته واوسو، نه ځان غوښتونکي یا داسې چې شخصي ګټې راته مهمې وي. د نرګيست په اړه مو که اوریدلي وي نو خبر به وئ چې یو ځوان په اوبو کې ځان ولید او په ځان میئن شو، بیا نو بل څوک په نظر نه ورتلل.
هو، دا منو چې هر انسان غواړي مشهور شي، مطرح واوسي او خلک یې صفت وکړي خو څه وايي چې دومره خوږېږه مه لکه ګوړه چې خلک دې وخوري او دومره ترخيږه مه لکه زهر (مرچ) چې خلک دې وغورځوي. مقصد مې هغه ځوانان دي چې پخپل فیس بک پاڼه یا یوازې خپل عکسونه خپروي او یا داسې څه خپروي چې بې ګټې وي او بیا له نورو په مسیجونو کې د ده د لیکنې یا د عکس د ستایلو غوښتنه کوي. نو دا هم د نرګیسیت یو ډول دی.
په فیس بک کې پخپل پوسټ کې د نورو نښلول یا په انګریزي اصطلاح (ټیګ کول) هم هغه څه دي چې زیاتره د فیس بک کاروونکي ترې ځوريږي، که ته خاندې او که ژاړې د تا په پاڼه به داسې څه خپروي چې ته یې نه غواړې. خو شته، ځینې کسان شته چې په فیس بک کې به ګټور څه خپروي او په نورو یې په زور یا په زاریو نه لولي..
وايي پوښتنه عېب ندی خو نه پوهېدل عېب دی. ځوان لیکوال او شاعر مجېدالله قرار وايي چې داسې ستونزې زیاتره د هغو کسانو لخوا رامنځ ته کیږي چې د فیس بک او یا د نورو ټولنیزو شبکو په سم استعمال نه پوهیږي.
ځينې د فیس بک ملګري له یوه بله په دې ګیله من او خفه کیږي چې ولې یې لیکنه نده ورته لایک یا خوښه کړې او یا یې ولې څه ورباندې لیکلي ندي؟ ښاغلی قرار وايي چې دا لوړ توقعات او بې ځایه تشریفات باید پریږدو او په فیس بک کې هم د عام ژوند غوندې ټولنيز اخلاق هېر نه کړو.
ما ویل اوس د زیاتره فیس بک کاروونکو ځوانانو هڅه دا وي چې لیکنه یا په اصطلاح پوسټ یې ډېر لایکونه او کمینټونه ولري او پاڼه یې ډېره مشهوره شي، نو دوی د دې پرځای چې خپلې لیکنې په مسیجونو کې په زاریو په خلکو ولولي او ومني، څه باید وکړي؟ قرار وویل چې باید هغه څه خپاره کړي چې خلکو ته جالب وي، لکه ورځنۍ پيښې، حادثې او ...
مننه له هغو ټولو دوستانو چې د تاندې څانګې پر فیس بک پاڼه https://www.facebook.com/tandysangy
یې د خپرونې په اړه نظرونه او وړاندیزونه راسره شریک کړي. دا خپرونه په www.azadiradio.com هم لوستلی او اوریدلی شئ.
که غواړي موږ ته بریښنالیک راولېږئ نو پته ده.
ShafaqN@rferl.org
ځوانانو لپاره د ازادي راډيو دا خاصه خپرونه په کابل کې نورګل شفق جوړوي.