د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۰

نور: له قانون سره سم به د انتخاباتو وروستۍ تنیجه اعلان شي


د انتخاباتو خپلواک کمیسیون خبرداری ورکړ، که د جمهوري ریاست د دواړو کاندیدانو ترمنځ روانې خبرې اترې پای ته هم ونه رسیږي دوی به له قانون سره سم د انتخاباتو وروستۍ تنیجه اعلان کړي.

د دې کمیسیون ویاند نورمحمد نور نن ازادۍ راډیوته وویل، دوی د افغانستان خلک نورپه انتظارکې نه شي پریښولای او د انتخاباتي شکایتونو د وروستۍ پریکړې له وررسیدو سره سم به د انتخاباتو نتیجه اعلان کړي.

په افغانستان کې د ازادو انتخاباتو د څار بنسټ فیفا هم وایي، چې له انتخاباتو پرته بل لاره نشته او هره بله هڅه به د خلکو له غبرګون سره مخ شي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون یو ځل بیا له دواړو کاندیدانو وغوښتل، چې موافقې ته ورسیږي او که نه دوی به د کاندیدانو ترمنځ له موافقې پرته هم د انتخاباتو نتیجه اعلان کړي.

د دې کمیسیون ویاند نورمحمدنور د انتخاباتي شکایتونو له کمیسیونه هم وغوښتل چې؛ خپلې فیصلې ژرپای ته ورسوي ترڅو دغه کمیسیون له قانون سره سم د انتخاباتو وروستۍ نتیجه اعلان کړي.

ښاغلي نورد چهارشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې بیا هم هیله وښوده چې؛ دواړه کاندیدان د ملي وحدت حکومت جوړولو پرسراختلافات حل کړي او د خلکو انتظار پای ته ورسوي:

″ټینګارکوم چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون به هیڅ وخت د کاندیدانو ترمنځ رامنځته شوي سیاسي خبرو او یا چې تردې وروسته رامنځته کیږی انتظار ونه کړي او په قانون کې د بیان شوو میکانیزمونو له تطبقیدو وروسته به نتیجه اعلان وکړي.″

دا په داسې حال کې ده چې د سې شنبې په ورځ د اصلاحاتو او همپالنې انتخاباتي ټیم یوه ویاند فضل الرحمان اوریا ازادۍ راډیو ته وویل، چې د انتخاباتو د کمیسیون له خوا به د نتیجې اعلان ونه مني.

په ورته وخت کې په افغانستان د ازادو انتخاباتو د څاربنسټ ټینګارکوي چې هیڅ هغه حکومت چې د خلکو په رایو نه وي راغلي خلکو ته به د منلو نه وي.

د دې ادارې ویاند فهیم نعیمي ازادۍ راډیوته وویل، چې د راتلونکي نظام لپاره له انتخاباتو پرته هره بله هڅه به خلکو ته د منلو نه وي:

″هیڅ یو حکومت ،هیڅ یو رژیم به په راتلونکې مشروعیت ونه لري، مګر دا چې د خلکو په رایو سره راغلی وي، که د موقت او یا د انتقالي حکومت سناریو مطرح کیږي او د هغه په اساس مخته ولاړ شو بیرته ۱۳ کاله شاه وختونو ته ګرځو.″

دا په داسې حال کې ده چې د دواړو کاندیدانو ترمنځ په سیاسي برخه کې رامنځ ته شوي خنډونه لرې شوي او دواړو کاندیدانو په دې وروستیو کې بیرته خپلې منځنۍ غونډې پيل کړي دي.

په همدې حال کې ځینې څیړونکي وایي، چې نړېوال ټولنه په ځانګړې توګه امریکایي چارواکي باید په کاندیدانو فشار راوړي، څو ژر تر ژره یوې موافقې ته سره ورسیږي.

XS
SM
MD
LG