د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۸

له القاعده څخه الهام اخیستونکي قاتلان د تخم په شان خپریږي


اوسامه بن لادن مړ دی او القاعده هم ګډه وډه شوې؛ خو وحشت او ډار دوام لري.

د کمرې په وړاندې د برمته شویو لویدیځوالو سرونه غوڅ شول؛ د ښوونځي زده کونکې د شپې له خوا وسله والو وتښتولې. کورنۍ له خپلو کورونو له دې وېرې چې د خپل مذهب په خاطر به اعدام شي؛ وتښتیدلې. له منځني ختیځ او افریقا څخه په وروستیو کې ډېر خبرونه د وحشت پیښې بیانوي.

د اسوشتیدپرس خبري اژانس د راپور له مخې د اسلامی دولت ډلې چې د عراق او سوریې د خاورې پریوې برخې یې واکمني ټینګه کړې؛ د امریکا متحده ایالاتو ته ټکان ورکړی او په داسې یوه وخت کې یې د دې ډلې پرضد هوایي حملې پراخې کړي چې؛ تمه کېده امریکابه په منځني ختیځ کې له یوې لسیزې جګړې وروسته بیرته دې سیمې ستنه شي.

په عین حال کې د ورته مفکورې لرونکي سخت دریځې وسله وال؛ په افغانستان، پاکستان، لیبیا، نایجریا، سومالیا او نورو ځایونو کې خلک په ډزو وژني او په بمونو یې الوزوي.

که څه هم د القاعده پرضد د امریکا د دیارلس کلنې جګړې په ترڅ کې د القاعده مشرتابه ځپل شوی؛ د دغې تروریستي ډلې فعالان، د ورته افکارو لرونکي او نورې ورته ډلې مخ په خپریدو دي.

د تروریزم د مخنیوي د ملي مرکز پخوانی مرستیال انډریو لیپمن وایي؛ دغه انفرادي جهادي ډلې دومره ډیر ځواک ځان ته جذبوي چې القاعده پخوا هیڅکله هم د دې توان نه درلود چې؛ ځان ته یې جذب کړي.

د سخت دریځو فعالیت:

اسوشیېټډ پرس خبري اژانس په دې اړه چې؛ څه عوامل د دې سبب شوي چې؛ دغه سخت دریځې ډلې په اوس وخت کې ډیرې فعالې شي؛ د ځینو دلایلو یادونه کړې او د راند کارپوریشن په تحقیقاتي مرکز کې د څیړونکي سیت جونس له قوله چې د تاوتریخوالي د زیاتوالي په اړه یې یو څیړنیز راپور روان دوبی خپور کړی؛ لیکلي چې وایي، له ۲۰۱۰م کال څخه تر۲۰۱۳ کال پوري د افراطي سنی وسله والو شمېرڅه باندې دوه چنده زیات شوی دی.

د دغو وسله والو د زیاتوالي علتونه هم، د صدام حسین د رژیم له نسکوریدو وروسته د عراق کمزوری حکومت؛ د سوریې د ولسمشر بشارالاسد له خوا د سوریې د ډیموکراسي پلووځپل او په تونس او لیبیا کې هم د قدرت له خلا څخه د اسلامي سخت دریځو ګټه پورته کول ښودل شوي دي.

یوبل دلیل چې دغه وسله والې ډلې ورڅخه د نویو افرادو د جذبولو لپاره کاراخلي چې؛ پر امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې له حملو مخکې القاعده ورڅخه کارنه اخیست، له یوټیوب، ټویټر اونورو ټولنیزو شبکو څخه کاراخیستل دي.

یرې دغه ډلې که څه هم امریکا خپل دښمن ګڼي خو اکثره یې نه غواړي چې د امریکا پر خاوره یا په بهرکې د دې هیواد پرسفارتونو یا نورو تاسیساتو حملې پلان کړي.
جونس

اکثره دغه ډلې د دی پرځای چې پریوه هیواد د کنټرول ټینګولو لپاره د جګړې خبره وکړي د مذهب یا جهاد په نوم د پراخې جګړې تبلیغات کوي چې د نړۍ په مختلفو برخو کې خلک لمسوي چې له دغوډلوسره یوځای شي.

د اسوشیېټډ پرس خبري اژانس د راپورله مخې دې مسالې په اروپا او امریکا کې یوه نوې ویره خپره کړې چې هغه کسان به چې له دې وچو په منځني ختیځ کې له دغو وسله والو ډلو سره یوځای کیږي، بیرته خپلو کورونو ته له تروریستي روزنې سره ستانه شي.

له راپورسره سم دغه سخت دریځې ډلې مختف اهداف تعقیبوي.

القاعده چې پخواني مشریې د شوروي د اشغال په وړاندې د افغانستان جهاد ته له منځني ختیځه وسله وال استول، د منځني ختیځ له سیمې د لویدیځ قدرتونو د ایستلو او بالاخره د خلافت د رامنځ ته کولو چې د شریعت په جاري کولو سره د نړۍ ټول مسلمانان سره متحد کړي، اهداف مخ ته وړل.

د اسلامی دولت ډله چې مخکې په عراق کې د القاعده یوه څانګه وه او نن ورځ یې د عراق او سوریې پرخاوره اسلامي خلافت اعلان کړی، القاعده ورسره په دې خاطراړیکی پری کړی و چې د دې ډلې له اوامرو یې سرغړونه کړې اود سوریې جګړې ته یې وردانګلي او هلته یې د ځان لپاره یوه جهادي ډله جوړه کړې وه.

ډې ډلې په وروستیو کې د څولویدیځو یرغملو سرونه پرې کړل.

په نایجیریا کې د بوکوحرام په څیریوشمیرنورې جهادي ډلې چې په اپریل میاشت کې یې له درې سوو د زیاتو د ښونځي د نجونو زده کونکو په تښتولو سره د نړیوالو ډیرپام ځان ته جلب کړ، غواړي چې د خپلو هیوادونو په جغرافیایي حدودو ولکه ټینګه کړي.

د څیړونکي سیت جونس په وینا ډیرې دغه ډلې که څه هم امریکا خپل دښمن ګڼي خو اکثره یې نه غواړي چې د امریکا پر خاوره یا په بهرکې د دې هیواد پرسفارتونو یا نورو تاسیساتو حملې پلان کړي.

XS
SM
MD
LG