د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۹ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۵:۵۶

بلوچستان: په درو سيمو کې ګوزڼ ضد کمپاين، يو پوليس وژل شوى


پرون د بلوچستان په درو سيمو کې د پوليو په ضد ماشومانو ته د څاڅکو ورکولو درې ورځنى کمپاين پيل شوى، خو د دې کمپاين پر يوه ډله په لومړۍ ورځ لا په پښين سيمه کې وسلوال بريد شوى او د پوليو د واکسيناسيون د ډلې ساتلونکى پوليس په ډزو وژل شوى دى.

په دې ايالت کې په تېروو دوو مياشتو کې د دوو ماشومانو په بدنونو کې د پوليو وايروس کشف شوي دي.

د ماشومانو د نړيوال صندوق يا يونسف او د روغتيا د نړېوال سازمان په مرسته د بلوچستان د روغتيا د وزارت له خوا د بلوچستان په درو سيمو کې له دوشنبې تر چارشنبې پورې ماشومانو ته د پوليو يا ګوزڼ د ناروغۍ د مخنيوي لپاره د څاڅکو ورکولو درې ورځنى کمپاين پيل شوى دى.

د واکسيناسيون په دې کمپاين کې کلا عبدالله خان سيمه، پښين سيمه او کوټه ښار شامل دي، چي د پوليو په ضد د کمپاين د مسوولينو په وينا دا سيمې زياتې حساسې دي او په دې درې ورځو کې به شاوخوا ٧٠٠،٠٠٠ ماشومانو ته د ګوزڼ له ناروغۍ د ژغورنې څاڅکي ورکول کېږي.

د پوليو په ضد د واکسيناسيون ډلې مسوول ډاکټر افتاب کاکړ په دې اړه ازادي راډيو ته وويل:

"په دې کمپاين کې څلورنيم سوه زره کوچنيان په کوټه کې دي، يو سل لس- پينځلس زره په پښين کې دي او يو سل څلوردېرش زره په کلاعبدالله سيمه کې دي، دغو کوچنيانو ته موږ د پوليو په ضد څاڅکي ورکوو، د لومړۍ ورځې چې کوم هدف وو هغه ترسره شو، ماشومانو ته مو څاڅکي ورکړل او د دويمې ورځې کار شروع دى."

ماشومانو ته د پوليو يا ګوزڼ له ناروغۍ د څاڅکو ورکولو کمپاين پرون په يادو درې واړو سيمو کې دوام درلود او د واکسيناسيون له هرې ډلې سره پوليس او لېويز پوليس د امنيت ساتلو لپاره ملګري وو، خو پرون ماځيګر د پښين سيمې په کربلا کلي کې، چې د واکسيناسيون ډلې خپل کار بشپړ کړ او له دې ډلې سره ملګرى لېويز عسکر د خپل مرکز خواته روان وو، نامالومو وسلوالو ورباندې ډزې وکړې او ځاى پرځاى يې و واژه.

د لېويز پوليسو چارواکي وايي، وسله وال په موټرسايکل سپاره راغلي او پر لېويز پوليس باندې تر ډزو کولو وروسته د پېښې له ځايه تښتېدلي دي. پوليس وايي، په بريد کې د واکسيناسيون ډلې کارکوونکيو ته څه زيان نه دى رسېدلى.

د پوليو د واکسيناسيون کمپاين مسوولين وايي، چې د واکسيناسيون ډلې ساتونکى پوليس کېداى شي د شخصي دوښمنۍ يا کوم بل علت له کبله وژل شوى وي، ځکه چې وايي پرهغه د پوليو د څاڅکو ورکولو په مهال ډزې نه دي شوي او کورته پر لاره وژل شوى دى.

د پوليو په ضد د څاڅکو ورکولو د کمپاين مسوول ډاکټر افتاب وايي، چمن ته نژدې چې د پاکستان او افغانستان پر پوله هره ورځ په زرګونو خلک اوړي، د هغوى ماشومانو ته هم په بشپړ جديت سره د پوليو يا ګوزڼ له ناروغۍ د ژغورنې څاڅکي ورکول کېږي:

"کوم چې موږ پاک- افغان د دوستۍ دروازه ورته وايي، هلته زموږ اته ډلې موجودې وي، هلته هره ورځ موږ اته سوه، نهه سوه تر زرو پورې ماشومانو ته څاڅکي ورکوو، چې له افغانستانه راځي يا افغانستان ته ځي."

د ګوزڼ د ناروغۍ په ضد ماشومانو ته د څاڅکو ورکولو کمپاينونه د پوليسو او لېويز عسکرو په بدرګه په ټينګ امنيت کې تر سره کېږي، ځکه چي د قبايلي سيمو او کراچۍ غوندې په بلوچستان کې هم ځيني خلک او ځيني وسله وال د پوليو په ضد کمپاين ته د شک په نظر ګوري او تل له احتمالي خطر سره مخامخ وي.

د يادونې وړ ده، چې په بلوچستان کې د ٢٠١٣م کال له پيله راهيسې پرله پسې شپاړس مياشتې د پوليو کومه پېښه نه وه ثبت شوې، خو په تېر جولاى مياشت کې په قلعه عبدالله خان سيمه کې يوه پېښه ثبت شوه او شاوخوا لس ورځې وړاندې په کوټه کې د يوه ماشوم په وجود کې د ګوزڼ وايروس کشف شول.

رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG