د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ مرغومی ۱۴۰۰ کابل ۰۵:۴۰

ډیموکراسي په اسیا کې په وروستیو کلونو کې د پام وړپرمختګ کړی


ډموکراسي په اسیا کې په وروستیو کلونو کې د پام وړپرمختګ کړی. یونسل پخوا د نیمایي اسیایي هیوادونو حکومتونه د زورله لارې واک ته رسیدلي خو نن ورځ ډیره لرې بریښي چې د جنوبي کوریا او فیلیپن او ښایي هم د بنګله دیش په څیرهیوادونوکې دې بیا پوځي واکمني ټینګه شي.

خود ملګروملتونو د سرمنشي د پخواني مرستیال "شاشي تارور" په باورمخکې له دې چې د نړۍ دا څنډه یوه ریښتونې ډیموکراسي وبلل شي؛ د ټایلنډ او پاکستان په برخه کې باید ډیر کار وشي.

هغې ډیموکراسۍ چې د آزادو او عادلانه انتخاباتو له لارې یې په هند او انډونیزیا کې لویې او ویشل شوې ټولنې د سیاسي انتقال په مهمه پروسه کې فعالې ونډې اخیستو ته هڅولي؛ په وروستیو کې ثابته شوې چې د سیمې په یوشمېر هیوادونو کې هغسې چې تمه یې کیده چندان وده نه ده کړې.

ټایلنډ او پاکستان یې څرګند مثالونه دي چې؛ ښکاري په دې هیوادونو کې ډیموکراسي له خپل اصلي مسیره بې لارې شوې ده.

شاشي تارور لیکي، هندوستانیان چې د خپلو رایو له لارې د حکومتونو د بدلولو لویه تجربه لري؛ په دې هیواد کې د روان کال انتخابات چې د ۱۹۴۷م کال د خپلواکۍ د اخیستو راهیسې شپاړسم انتخابات دي؛ کومه استثنا نه وه.

په نړۍ کې د ډیموکراسۍ په دې لویې ټولنه کې هندي رایې ورکونکو د کانګرس ګوند په مشرۍ ایتلاف چې دوه دورې یې حکومت کړی و؛ رد او د نریندرا مودي په مشرۍ د بهاراتیا جاناتا ګوند یې غوره وباله.

دوهمه آزموینه:

د ډیموکراسۍ دغسې لویه دوهمه آزموینه په انډونیزیا کې ترسره شوه. د دې هیواد د جمهوري ریاست په درېیم ځل انتخاباتو کې رایې ورکوونکي چې په دې هیواد کې له پوځي واکمني او کمزوري ملکي حکومت سره اشنا دي؛ د ولسشمرۍ لپاره د پخواني جنرال پرابوو سوبیانتو په نسبت مشهورښاروال یاکو ویدودو غوره وباله.

تارور دغه راز د افغانستان یادونه هم کوي او وایي چې، په دې هېواد کې هم د لومړي ځل لپاره د واک د سوله ییز انتقال لپاره د ولسمشرۍ انتخابات ترسره شول.

د لیکوال په باور، که څه هم عبدالله عبدالله چې بایلونکی ښکاري؛ د انتخاباتو نتیجه چې د اشرف غني په ګټه ده؛ ترپوښتنې لاندې راوستی، خو په دې برخه کې راپورته شوي اختلافات په شخړو نه دي بدل شوي.

دواړه لوري د یوه ملي متحد حکومت د جوړولو لپاره د امریکا په منځګړیتوب خبرې پرمخ وړي. د لیکوال په وینا دغه وضعیت ثابتوي چې؛ د افغانستان په څېر هیواد کې چې کورنۍ جګړې او تروریزم ځپلی؛ هیڅ یوه لوبغاړي وسلې ته لاس نه دی غځولی.

دا تصادفي نه وه چې، کله چې نوازشریف غوښتل د پوځ صلاحیتونه وازموي اعتراضونه راپور ته شول. که نوموړی پوځ ته وښیي چې؛ مشر څوک دی او دی په دی پوه دی چې د ده لپاره ټاکل شوې؛ سره کرښه چیرې ده، اعتراض کوونکو ته به اجازه ورنه کړل شي چې؛ هغه له واکه لیرې کړي
تارور

لیکوال وړاندې لیکي، داسې ښکاري چې، دغه هېوادونه به بالاخره دا ومني چې تریوه حده په هغه بڼه چې انتخابات ترسره کیږي؛ د نتیجې هم درناوی وکړي.

د لیکوال په وینا، په انتخاباتو پورې د خلکو هیلې، غوښتنې، ژمنې او جوړجاړی غوټه دي چې؛ په نتیجه کې یې د حکومت او د حکومت کولو د اصولو یو چوکاټ رامنځ ته کیږي.

د تارور په باور، د انتخاباتو د نتیجې منل د ډیموکراسۍ یوه مهمه برخه ده. که څوک د بریالیتوب لپاره مبارزه کوي؛ خپله ماته هم باید په ډیر درنښت ومني.

خو په خواشینۍ سره په ټوله اسیا کې د ډیموکراسي پراختیا ثابته نه وه. د ټایلنډ پاچا د یوه موقت اساسي قانون په توشیح کولو سره د ډیموکراسۍ د مړینې سند لاسلیک کړ چې؛ د پوځ د مشر جنرال په مشرۍ د سولې او نظم ملي شورا ته د بشپړ قدرت سپارلو ضمانت کوي.

د لیکوال په په وینا، که په دې هیواد کې د پوځي واکمنانو له ژمنې سره سم راتلونکې کال انتخابات هم ترسره شي؛ ډیره لیرې بریښي چې هغه به آزاد او عادلانه انتخابات وي.

ټایلند چې په تیرو۸۲ کلونو کې په کې له لسو زیاتې پوځي کودتاوې شوي؛ اوس یو داسې اساسي قانون لري چې؛ په دې هېواد کې د نامعلومې مودې لپاره پوځي واکمنۍ ته اجازه ورکوي.

د مطلب لیکوال لیکي، د ټایلند په څیرد پاکستان پرسیاسي وضعیت هم پوځ خپل سیوری غوړولی او د عمران خان او طاهر القادري په مشرۍ اعتراضونوته په اشاره چې په اسلام اباد کې یې هرڅه په ټپه درولي؛ لیکي، پوځ چې د پاکستان د تاسیس راپدیخوا کلونو کې یې نیمایي واک په لاس کې و اونیمایي نوریې هم د پردې ترشاه واک چلواوه، تراوسه په دغه بحران کې مستقیمه مداخله نه ده کړې او داسې ښکاري چې؛ یوشمېر پوځي لوړ پوړې کړۍ دغه اعتراضونه زغمي.

په واقعیت کې په دواړو هیوادونو کې له ډیموکراسۍ سره د پوځ اړیکي اساسي توپیر سره لري. د پاکستان په برخه کې دغه اړیکې یو څه ښه ښکاري.

له پوځ سره د خلکو مخالفت:

په ټایلنډ کې د پوځ په شمول یوشمیر کړیو په پرله پسې ډول له منتخبو ډیموکراټیکو حکومتو سره په دې خاطرمخالفت څرګند کړی چې؛ خلکو یې یواځې د دې لپاره چې له پوځ سره مخالفت ښکاره کړي؛ سیاستوال غوره کړي دي، خو په پاکستان کې بیا خبره بل ډول ده. په دې هیواد کې ستونزه هله پیدا شوې چې ملکي منتخب حکومت د پوځ د برلاسي توب په وړاندې دریځ غوره کړی دی.

د لیکوال په باور، دا تصادفي نه وه چې، کله چې نوازشریف غوښتل د پوځ صلاحیتونه وازموي اعتراضونه راپور ته شول. که نوموړی پوځ ته وښیي چې؛ مشر څوک دی او دی په دی پوه دی چې د ده لپاره ټاکل شوې؛ سره کرښه چیرې ده، اعتراض کوونکو ته به اجازه ورنه کړل شي چې؛ هغه له واکه لیرې کړي. پوځ به په ډیره چټکۍ سره دوی له واټونو لیرې کړي.

د ملګروملتونو د سرمنشي پخواني مرستیال شاشي تارور د مطلب په پای کې لیکي؛ ډیموکراسي په اسیا کې په وروستیو کلونو کې د پام وړپرمختګ کړی. یونسل پخوا د نیمایي اسیایي هیوادونو حکومتونه د زورله لارې واک ته رسیدلي؛ خو نن ورځ ډیره لرې بریښي چې د جنوبي کوریا او فیلیپین اوښایي هم د بنګله دیش په څیر هیوادونو کې دې بیا پوځي واکمني ټینګه شي. حتی میانمارله ټولو ستونزو سره سره په زورله حکومت چلولو څخه بشپړ ځان لیری کړی؛ خو د تارور په باور، مخکې له دې چې د نړۍ دا څنډه یوه ریښتونې ډیموکراسي وبلل شي د ټایلند او پاکستان په برخه کې باید ډېر کار وشي.

XS
SM
MD
LG