د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۴

د جمهور ريئس حامدکرزي ۱۳ کلنه دوره او ځوانان!


د جمهورريئس حامد کزي په ۱۳ کلنه دوره کې ځوانانو ته څه وشول؟

په دې دوره کې ځوانان له کومو ستونځو سره مخ شول؟

په دې خپرونې کې مو د جمهورريئس حامدکرزي دورې ته لنډه کتنه کړې چې د ځوانانو لپاره څه وشول او په کومو برخو کې ځوانان له مشکلاتو سره مخ شول، یا دا اداره یې په حلولو کې پاتې راغله.

د افغانستان کورنۍ جګړې به ښايي په موږ تاسې کې تر ډېرو مشرانې او یا به مو همځولې وي؟ هغه وخت چې هېواد سره ویشل شوی و، په یوه کونج کې یو پاچا او په بل کې بل مشر و، پخپل کور کې څوک خوندي نه وو، علمي مرکزونه د وسلو او د مړېو ګودامونه وو. په کلیو، بانډو او ښارونو کې یوازې د ټوپک، جګړو او مرګ خبرې وې.

تعليمي برخه:

په ۲۰۰۱ کې چې کله د طالبانو د رژيم له پرځولو وروسته د حامدکرزي موقته اداره رامنځ ته شوه، ورپسې هم د هېواد واګي بیا هم ښاغلي کرزي ته وسپارل شول، نو د هېواد ټول نظام لکه شلیدلی هار تيت و پرک و چې راغونډول یې غوښتل. ستونځې او خنډونه ډېر وو، د بل هر مشکل په څېر ماشومان، زلمکي او ځوانان له زده کړو پاتې وو، چې ناڅاپه د ښوونځیو زنګونه په کړنګېدو شول او فضالکه د مارغانو د مکتبي نجونو او هلکانو شور په سر واخيسته او ړنګ بنګ هېواد په جوړېدو او سمېدو شو.

پوښتنه دا ده چې د حامدکرزي د دولت په ۱۳ کلنه دوره کې ځوانانو ته څه وشول؟ پېل یې له تعليمي برخې کوو.

د پوهنې وزارت د رسنيو مسؤل محمدکبيرحقمل وايي د ښاغلي کرزي په دوره کې یو نوی او منسجم نصاب رامنځ ته شو، د ښوونځيو او د زده کوونکو شمېر ډېر شو او څو نورې لاس ته راوړنې هم یادوي.

سمه ده چې ښوونځي ډېر شول، د زده کوونکو شمېر ډېر شو، تعليمي نصاب نوی او بدل شو، خو!؟ د دې خو په اړه به راته د پکتیکا ولایت داد محمد ناوک ووايي چې تعليمي برخې ته کار وشو خو کیفیت یې ټيټ و.

د تاندې څانګې خپرونې او پخپله فیس بک پاڼه مې هم د دې موضوع په اړه د ملګرو نظر پوښتلی، دوی څه لیکلي؟ وږمه رشيدي او فرشته مرسل یې لولي:

(خوشال درانۍ لیکي چې د کرزي دوره په هر لحاظ له کمزوریو او ناکامیو سره مخ وه، دی وايي تعلیم پراخیتا وکړه که څه هم معیار یې ټيټ و.

مسلم رحيمي صافي له کونړه لیکلي چې پخوا به ځوانان ټوپک په لاس د جګړې ډګر ته تلل او د مرګونو خبرې به یې کولې خو اوس قلم په لاس د ښوونځیو او پوهنتون په لور روان وي او د درس خبرې کوي. دا د ښاغلي کرزی یوه ستره لاس ته راوړنه ده. محمدطاهر محمودزي هم دې ته ورته خبرې لیکلي).

خو ښاغلی حقمل د تعليمي نصاب د کیفیت د ټيټوالي خبره نه مني او په ځينو مواردو کې امنیتي، اقتصادي او کلتوري مشکلات په ګوته کوي چې د پوهنې نظام یې له خنډ سره مخ کړی دی.

دا خپرونه د ازادي راډيو پر ویبپاڼه او فیس بک پاڼه هم اوریدلی شئ:

www.azadiradio.com

لوړې زده کړې او فساد:

د ښوونځيو په څېر د ښاغلي کرزي په دوره کې د پوهنتونونو شمېر هم زیات شو. د لوړو زده کړو وزارت د نشراتو مرستیال احمدمنيرعبير وايي چې پخوا په ټول هېواد کې یوازې ۸ پوهنتونونه وو چې ۸ زره محصلان یې درلودل، خو له موقتې ادارې راوروسته بیا تر اوسه ۳۳ دولتي پوهنتونونه او ۹۲ د لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې شته چې ۳۰۰ زره محصلانو ته پکې ۶ زره استادان درس ورکوي. همدا راز زرګونه محصلان او استادان د لیسانس، ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې په بېلابېلو بهرنیو هېوادونو کې په زده کړو بوخت دي، نو مشکل چېرې دی؟

د ځینو کارپوهانو په نظر د لومړي ځل لپاره د ښاغلي کرزي په دوره کې د کانکور ازموینه یوه لویه ستونځه او خنډ ثابت شو. که یو خوا ځینې پکې د خپلې خوښې پوهنځي ته نه بریالي کیږي نو بلخوا بې نتيجې پاتې کيږي. د کانکور پروسه د دې سبب ګڼل کیږي چې په لوړو زده کړو وزارت کې یې د فساد پېښې راوځېږولې. موږ په تاندې څانګې کې په دې خپرونه درلوده چې په کانکور ازموینه کې د سوالونو کیلي د موبایل له لارې د پېسو په بدل کې ګډونوالو ته لېږل کیږي او زیاتره د بهرنیو هېوادونو بورسونه د واسطو او پېسو په مقابل ورکول کیږي. په دې اړه بیا هم داد محمد ناوک د یو محصل مثال وړاندې کوي او وايي چې په پوهنتون کې په اصطلاح داخله هم تره (کاکا) ورته کړې وه او د فراغت اسناد هم بیرته تره ورته راوړل، یاني په لوړو زده کړو کې تر دې کچې فساد شته.

په دې اړه هم د ملګرو نظرونه چې په فیس بک پاڼه یې راته پریښي، وږمه رشيدي او فرشته مرسل لولي:

(عظمت کټوازی له غزني لیکي چې د ښاغلي کرزي په ټوله دوره کې هغه ځوانان چې یا دوی پخپله او یا یې پلرونه درباري وو په اصطلاح واسطه یې درلوده، هم په بهر کې د لوړو زده کړو او هم په هېواد کې دننه ورته د ښو دندو زمینه برابره شوه او خصوصاً د پښتنو زلمیو حق وخوړل شو چې له مجبورۍ یې ټوپک په اوږه کړ.

وفاسنګین: د ولسمشرکزي تر ټوله نامناسبه کار په افغانستان کې د اداري فساد اوج ته رسول و چې د ځوانانو په ګډون یې د ټولنې هرقشر ته زیان ورسېد. ده له یوه پوهنتونه د یوه فارغه شوي محصل کیسه کړې چې خپل تره (کاکا) په پوهنتون کې داخله هم ورته وکړه او څو کاله وروسته د طب سند هم هماغه تره له پوهنتونه ورته راوړ.

بلال شیرزاد له انګلستانه لیکلي چې په کانکور ازموینه کې د خپلې خوښې وړ پوهنځي (طب) ته بریالی نشوم ځکه مې په قاچاقي لاره ځان تر انګلستانه راورساوه، اوس غواړم درس ووایم، خپل هېواد ته لاړ شم او د خلکو خدمت وکړم).

ښاغلی عبير دا مني چې په کانکور پروسه کې ځينې ستونځې شته خو دی وايي چې که چېرې د کانکور لپاره یوه مستقله اداره رامنځ ته او په پارلمان کې د لوړو زده کړو قانون تصویب شي نو ډېر مشکلات به ورسره حل شي.

د لوبو یا سپورټ برخه:

وايي روغ عقل په روغ بدن کې وي، علم به مو عقل راپوخ کړي خو د وجود د سالمتیا لپاره ورزش ضروري دی. د جنګ جګړو په کلونو یا د حامدکرزي له واکمنۍ مخکې د تعلیم په څېر د ورزش برخې ته هم د چا خاص پام نه و، لوبغالي نه وو، روزونکي نه وو، تمرینونه نه وو... خو چې کله افغانو ورزشکارانو (لوبغاړو) ته زمینه برابره شوه نو لکه د ستوري وځلېدل، هېواد ته جامونه او مډالونه راروان شول .

د لوبو په برخه کې تر بلې هرې لوبې کرکټ ډېر وځلېد. د نړېوالو جامونو سیالیو ته وربریالي شول او د هېواد تور، سور او زرغون بېرغ یې ورپاوه.

د افغانستان د کرکټ بورډ اجرايوي مشر نورمحمد مراد د کرکټ لوبډلې د بریاوو په اړه وايي چې له ډیر بد حالته یې پېل کړی و او اوس هغه دی تر نړیوالو جامونو او سیالیو ورسېد او په راتلوونکي کې غواړي چې کرکټ د ښوونځي تر زده کوونکو او تر ښوونځیو ورسوي.

د سهيلي آسیا د فوټبال جام ګټل د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې یوه ستره او مهمه بریا وه، چې د ورزش په برخه کې تېرکال د افغانستان په برخه شوه. د دې تر څنګ په ېو شمېر نورو ورزشي برخو کې هم افغانو لوبغاړو داسې بریاوې تر لاسه کړې چې نړۍ یې ګوته په غاښ کړه.

نورې ستونځې (امنيت، د ځوانانو مدني فعالیتونه او ټولنې، په واده پورې تړل شوي بد رواجونه...)

څرګنده شوه چې د جمهورريئس کرزي په دوره کې له ځینو ستونځو سره سره د تعليم او د ورزش برخې ته د پام وړ کار وشو. خو ډېرې ستونځې په کومو برخو کې وې؟ په فیس بک کې زموږ د خپرونې پر پاڼه د ځوانانو پریښودل شوي نظرونه بیا هم له وږمې رشيدي او فرشتې مرسل اورو:

(حاجي هاشم ځاځی لیکي چې په دې دوره کې ځوانانو ته ډېر کار وشو خو اوس هم د هېواد په هرګوټ کې ځوانان په ناحقه وژل کیږي چې باید مخه یې ونیول شي.

احمدلاهِب موصون ليکي چې د جمهورريئس کرزي په دوره کې د تعلیم، سپورت او د ځوانانو د مدني خوځښتونو پیاوړتیا ته د پام وړ کار وشو. خو د امنيت، بیکارۍ او د نشه يي توکو د له منځه وړلو لپاره ريښتينی او کافي کار ونشو.

محمدایاز ذکي وايي چې په دې دوره کې زیاتره ځوانان په اخلاقي فساد اخته شول.

عیدالجمال کريمي: په دې دوره کې د تېرو څو لسيزو په نسبت څو چنده زیات کار او پرمختګ وشو خو له نړېوالو مرستو ځوانانو سمه استفاده ونه کړه).

د اطلاتو فرهنګ وزارت د ځوانانو معينيت په افغانستان کې د ځوانانو اړوند معتبره اداره ده، د دې معينيت معيئن ...... اسحاقزی وايي چې د حامدکرزي دولت په راتګ سره دوی ته زمینه برابره شوه چې په ټول هېواد کې یې د ځوانانو کم زیات ۷ سوه بېلا بېلې مدني ټولنې او خوځښتونه رامنځ ته کړي، د لوړو زده کړو له خصوصي موسسو سره یې په کم تخفیف ځوانانو ته د زده کړو زمینه برابره کړې. هر کال د ځوانانو ملي کنګره دایروي، بېکاره ځوانان د کار او ټولنيزو چارو وزارت ته ورپېژني او په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې او کارموندنې په برخه کې هم حلې ځلې کوي. خو د تاندې څانګې په تېرو خپرونو کې به مو اوریدلي وي چې ځوانان پر دغه معينیت نېوکه کوي چې تل نمایشي او څو خاصو ځوانانو ته کارونه کوي. اسحاقزی د ځوانانو دغه ادعا او نیوکه پر ځای بولي او وايي چې دا ستونځې به د وخت په تېرېدو سره حل شي او له ځوانانو غواړي چې که د دوی همکاري ورسره وي نو دا معينت ورته ډېر څه کولی شي.

په هوټلونو کې پرمصرفه ودونو د ښاغلي کزي په دوره کې نوم پېدا کړ. پخوا که ځوانان د لوړ ولور له کبله بهرنیو هېوادونو ته په قاچاقي سفرونو تلل نو په هوټلونو کې د ودونو لوړو لګښتونو زلمي او پېغلې په کورونو زاړه کړل.

د ودونو د ناسمه رواجونو د کنټرول په مقصد یو قانون پارلمان ته وړاندې شوی و، له پارلمانه د وزیرانو شورا ته لاړ، عدلیې وزارت ته لاړ، بیا د وزیرانو شورا ته لاړ، ویل کیږي چې اوس بیا پارلمان ته لیږل شوی... خو د حامدکرزي په ټوله دوره کې دا قانون هم چا تصويبېدو ته پرېنښود. هیله من یو چې راتلوونکی دولت یې تصویب کړي او عملي یې کړي.

په پارلمان کې د دیني، فرهنګي، پوهنې او لوړو زده کړو کمیسیون ځوان ريئس کمال ناصر اصولي وايي چې پارلمان کې یې د ځوانان په برخه کې په مختلفو برخو بحثونه او کار کړی، چې نتیجه یې هم ورکړې، دی وايي د واده قانون په اړه کافي کار شوی او په اړه به یې تصميم ونیول شي، دی راتلوونکي دولت ته خاص د ځوانانو د پرمختګ لپاره ځینې وړاندېزونه لري او وايي چې باید په دولتي چارو کې ځوانانو ته رغنده رول ورکړل شي او اقتصادي زیربناوې رامنځ ته شي.

په دې هیله چې د بل جمهور ريئس د دورې په پای کې همداسې خپرونه ولرو او دا ټول مشکلات حل شوي واوسي، تر بلې تاندې څانګې مو په الله سپارم.

که چېرې غواړئ موږ ته بریښنالیک راولیږئ نو پته ده:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:14:41 0:00
مستقیم لېنک

ShafaqN@rferl.org

XS
SM
MD
LG