د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ مرغومی ۱۴۰۰ کابل ۱۲:۰۴

عطا محمد نور: که مو غږ وانورېدل شي پر دولتي تاسيساتو به حملې وكړو


د بلخ والي عطا محمد نور په مزارشريف كې د شهيد هفتې د لمانځې په ترځ كې وويل؛ چې په افغانستان كې د انتخاباتو په دويم ځل ټاكنو كې په پراخه پيمانه درغلى شوي او د دې درغليو ترشا د ارګ؛ ټاكنو خپلواك كميسيون او د اشرف غني احمدزي يا متقلب مثلث لاس دى.

نور وويل چې، د ولسمشرۍ په دويم ځل ټاكنو كې د اشرف غني احمدزي په نفع ۲.5 میلیونه رايې تقلب شوي دي.

هغه وويل چې، د ملګرو متلونو د سازمان له خوا هم پر تقلب شويو رايو باندې سترګې پټې شوي دي.

نور چې د شهيد هفتې په مناسبت يوې غونډې ته خبرې كولې زياته يې كړه چې؛ كه احمد شاه مسعود ژوندى وى؛ نو هېواد به له داسې سياسي ناورين سره مخ شوى نه و.

"كه مسعود ژوندى وى، نو چا به د مسعود كلمې د پسوند څخه په استفادې هېڅ كله هم د يوې مړۍ ډوډۍ پيدا كولو لپاره توهين آميز تصميمونه نه نيول او نه هم له خاينينو سره لاس يو كاوه."

والي په عين وخت كې ولسمشر كرزى هم په قومي اعتقاداتو درولودلو تورن كړ او ویې ويل چې، د ولسمشر له خوا وروستي تصميمونه د يوه افغان لپاره ښايسته او منلو وړ نه دي:

"د ولسمشر وروستي تصميمونه د يوه افغان لپاره ښايسته نه دي؛ يوه تحصيل كرده او باتقوا افغان ته دا نه ښايي چې؛ دا ډول تصميمونه ونيسي او ډيمواكرسي په وړاندې دې قومي اعتقاداتو ته ترجيح وركړي."

نور خپلو پخوانيو خبرو ته په اشارې دا ځل هم اخطار وركړ؛ كه يې غوښتونو ته مثبت ځواب ونه ويل شي؛ نو به شنه او نارنجي خوځښتونه په لاره اچوي او پر دولتي تاسيساتو به حملې وكړي:

"که مو غږ واورېدل شي او وېښ منطق موجود وي؛ نو ډېر ښه او كه نه بيا به له خپلو پلويانو سره سړكونو او كوڅو ته راووځو او د فوج فوج خلكو سره به پر دولتي تاسيساتو او ادارو حملې وكړو او تصرف به يې كړو."

له بل لوري د ټاكنو خپلواك كميسيون وياند نور محمد نور له آزادۍ راډيو سره په خبرو كې د عطا محمد د وروستيو خبرو په وړاندې غبرګون وښود.

ده وويل چې؛ د دواړو نوماندانو د غوښتنې او د ملګرو ملتونو د ناظرينو په موجوديت د رايو ۱۰۰ په سلو كې تفتيش بيا لپاره ترسره شو او پايلې دې بايد ډواړه نوماندان ومني.

هغه زياته كړه، چې افراد او اشخاص دې د خپلو څرګندونو په وخت كې بايد د خپلو رهبرانو او نوماندانو غوښتنې په پام كې ونيسي:

"زه په ډاګه ويلى شم، چې نتيجه دې بايد دواړه نوماندان ومني او اشخاص دې د خپلو څرګندونو په وخت كې بايد د خپلو رهبرانو غوښتنې په پام كې ونيسي."

دا په داسې حال كې ده چې، تردې دمخه د تحول او تداوم تيم وياند فيض الله ذكي د شنو او نارنجي ځوخښتونو په مقابل كې د غبرګون په اړه وويل؛ هيله لري چې داسې نشي ترڅو دشنه رنګ پايله ژېړه او د نارنجي رنګ پايله سره واوړي.

د يادولو ده چې د دولتي تاسيساتو د تصرف په اړه عطا محمد نور يوځل د مخه په كابل كې د امريكا متحده ايالاتو د سفير لخوا خپل دفتر ته وربلل شوى و او ورته ويل شوى وو، چې د دې حركوتونو ترسره كول به د هېواد د راتلونكې لپاره زيانمن تمام شي.

راپور: مجيب الرحمن حبيب زى - مزارشريف

XS
SM
MD
LG