د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۳

نور: تر سبا پورې به د انتخاباتو پاتې تخنیکې چارې بشپړې شي


د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایې، د جمعې په ورځ به د پاته څه کم پنځلس فیصد چک لسټونو په اړه په وروستۍ علني غونډه کې پریکړه وکړي چې؛ له دې سره سل فیصده تخنیکې چارې بشپړیږي.

د دغه کمیسیون ویاند نور محمد نور د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل؛ چې د دې ترڅنګ د چک لسټونو د جمع بندۍ څو موارد هم پاتې دي چې؛ تر جمعې پورې تکمیلیږي.

"سبا ته له غرمې وروسته ټول کارونه نهایې کیږي او پای ته رسیږي. یعنې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون کارونه په درېیو برخو کې سل فیصده پای ته رسیږي."

د انتخاباتو د رایو د تفتیش پروسه یوه اونۍ مخکې پای ته و رسیده او یوازې دوې نورې تخنیکې پروسې یعنې د ابطال او د چګ لسټونو د جمع بندۍ ځینې موارد په مخ کې پاته دي.

ښاغلي نور وویل، د تخنیکي بهیر له بشپړېدو وروسته به دواړو کاندیدانو ته څلورویشت ساعته وخت ورکړل شي؛ څو د تخنیکي پروسې په اړه د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ته خپل شکایات وړاندي کړي.

دی وایي، وروسته له هغې به د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون اته څلویښت ساعته وخت ولري؛ څو شکایتونه وارزوي او د څیړنو نتایج یې بیرته د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته وسپاري.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور همدا راز هیله څرګنده کړه چې؛ د انتخاباتو د وروستیو نتایجو تر اعلان مخکې دواړه کاندیدان د ملي وحدت حکومت پرجوړیدو یوې موافقې ته ورسیږي.

که څه هم ښاغلي نور د انتخاباتو د وروستیو نتایجو د اعلان په اړه کومه ځانګړې نیټه یاده نه کړه؛ خو ویې ویل چې، په هر صورت به د انتخاباتو وروستي نتایج په راتلونکو محدودو ورځو کې اعلان شي.

"ویلی شم چې، کارونه مخته تللي او نور نو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون نه د افغانستان خلک او نه هم دواړه کاندیدان په انتظار کې پریښودی شي او د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون کار پای ته رسیږي."

په همدې حال کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندید اشرف غني احمدزي د چهارشنبې په ورځ د انتخاباتو پر خپلواک کمیسیون یو وار بیا غږ و کړ؛ چې د انتخاباتو نتیجې اعلان کړي.

ده خپل سیال ته هم بلنه ورکړه چې؛ د ملي وحدت حکومت کې ورسره شریک شي؛ خو په دې یې ټينګار وکړ چې، داسي حکومت د هیواد ستونزې نه شي حل کولی چې په وینا یې دوه سرونه ولري.

عبدالله عبدالله چې څارونکو یې د انتخاباتو تخنیکې بهیر تحریم کړې او ویلي یې دي چې که د انتخاباتو نتیجه هر ډول وو؛ دوی یې نه مني.

د نوموړي ځینو پلویانو ویلي چې؛ که د انتخاباتو نتیجې اعلان شوې نو دوی به مدني اعتراضونه پیل کړي.

خو اشرف غني احمدزي له عبدالله عبدالله څخه وغوښتل چې؛ له دوی سره د ملي وحدت حکومت په جوړیدو کې لاس یو کړي.

XS
SM
MD
LG