د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۶:۰۴

ولسمشر کرزي په ارګ کې د هند له بهرنیو چارو وزیرې سره وکتل


د هند د بهرنیو چارو وزیره سوشما سواراج

جمهور ریس حامد کرزي د هند د بهرنیو چارو له وزیرې سوشما سواراج سره په ارګ کې وکتل.

د افغانستان جمهور رییس حامد کرزي د هند د بهرنیو چارو له وزیرې سره د چهارشنبې ورځې په لیدنه کې د هیواد په دفاعي؛ دوه اړخیزو اړیکو او د سیمې په یو لړ مسایلو خبرې وکړې.

د جمهوري ریاست څخه په خپره شوي خبرپاڼه کې راغلي چې؛ د هند د بهرنیو چارو له وزیرې سوشما سواراج سره د جمهور رییس حامد کرزي دا ملاقات د چهارشنبې ورځې په ماسپښین په ارګ کې تر سره شو.

په خبرپاڼه کې راغلي په دې لیدنه کې جمهور رییس حامد کرزي د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سواراج ته ډاډ ورکړ چې؛ د افغانستان نوی حکومت به هم له هند سره دوستانه او نیکو اړیکو ته دوام ورکړي.

په دې لیدنه کې حامد کرزي هند د افغانستان یو ښه دوست ګڼلای او د دغه هیواد له مرستو څخه یې مننه کړې ده.

په ورته وخت کې میرمن سواراج یو ځل بیا د افغانستان سره د هند د مرستو په دوام ټینګار کړی او ویلی یې دي د هندوستان حکومت به په افغانستان کې د نوي راتلونکي حکومت سره هم خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د افغانستان د بهرنیو وزارت د ویاند دفتر ازادي راډیو ته وویل؛ میرمن سواراج د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر سره هم لیدلي دي.

دا چې افغانستان ته د هند د بهرنیو چارو وزیرې د راتګ هدف څه دې د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال سراج الحق سراج ازادي راډیو ته وویل:

"د سفر هدف یې په افغانستان کې د سفارت د نوي ودانۍ پرانستل دي؛ له دې سره د بهرنیو چارو له وزیر او جمهور رییس حامد کرزي سره یې ملاقاتونه درلودل او دا ملاقاتونه هم د دوه اړخیزو اړیکو د ټنیګ لپاره دي."

له دې سره هندي رسینو خبر ورکړی چې؛ میرمن سواراج به په دې سفر کې له افغاني چارواکو سره د هند د دفاعي مرستو په اړه خبرې وکړي.

په همدې حال کې د پوځي چارو یو شمېر افغان کارپوهان هیله ښیي چې؛ هند باید د افغانستان سره په دفاعي مرستو کې کړي ژمنې عملي کړي.

د پوځي چارو کارپوه امرالله امان د خپلو هیلو څرګندونه داسې کوي:

"په تیرو دیارلس کلونو کې د هند په شمول ټولو هیوادونو چې مرستې اعلان کړي دي؛ نه احساسیږي، زموږ هیله د هند د نوي حکومت څخه دا ده؛ هر تصمیم چې نیسي او هم که په نظامي برخو کې مرستې کوي ژمنې د عملي کړي."

د افغانستان حکومت څو ځله له هند څخه غوښتې چې؛ د نړیولو ځواکونو له وتو سره د افغانستان سره په نظامي برخو کې مرستې ډيرې کړي.

د هېواد جمهور رییس حامد کرزي هند ته د سفر پر مهال د هغه هېواد چارواکو ته په پوځي برخه کې د افغانستان د اړتیاوو یو لست هم سپارلی و.

هند یو له هغو هیوادونو څخه دی چې؛ په تیرو دیارلس کلونو کې یې په سیاسي اقتصادي او نظامي برخو کې د افغانستان سره د پام وړ مرستې کړي دي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG