د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ مرغومی ۱۴۰۰ کابل ۰۵:۵۴

روغتیا وزارت: په هېواد کې ځان وژنه زیاته شوې


د افغانستان د عامي روغتیا وزارت چارواکي ځان وژنه په هیواد کې یو عمده ستونزه بولي.

دغه چارواکي وایي، چې په افغانستان کې ځان سوځونه، ځان زندۍ کول، د زهرجنو دواوو خوړل او اوبو ته ځان اچول د ځان وژنې عمده ثبت شوې پیښې دي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیالې ناجیې طارق د ځان وژنې د مخنیوي د نړیوالې ورځې په مناسبت په مراسمو کې وویل؛ چې په روان کال کې د کابل په څلورو روغتونو کې د دوا په ذریعه د تصمم ۴۴۶۰ پيښې ثبت شوي چې؛ ډيری یې ښځې دي.

"خلک د شرم د احساس له امله او له بلې خوا د روغتیایي کارکوونکي او متخصصین چې ګواکي د خلکو د تشویق او یا هم د هغوی د شرم لامل ګرځي؛ پر دغه پیښو سترګي پټوي، د روان کال له پيله تراوسه د کابل ښار د څلورو روغتونو څخه د درملو په واسطه د تصمم ۴۴۶۰ رارسیدلې پیښې ښيي؛ چې ډیری دا پیښې د ځان وژلو په مقصد ترسره شوي."

میرمن طارق همدارنګه زیاته کړه چې؛ د ځان وژنې د پيښو د کموالي لپاره د رواني ناروغیو د مخ نیوي په هدف د دوی هڅې روانې دي.

بلخوا د افغانستان د ښځو چارو وزارت وایي؛ کورنی تاوتریخوالی او رواني ستونزې د دې لامل شوی چې د څان وژنې پيښې زیاتې شي.

د دغه وزارت مرستیالې سعیده مژګان مصطفوي چې په دغه غونډه کې یې حضور درلود، د افغانستان د روغتیا له وزارت څخه وغوښتل چې؛ د روانې ستونزو د درملنې لپاره هڅې زیاتې کړي؛ ترڅو د ځان وژنې پيښې کمې شي.

بلخوا د نړیوال روغتیایې سازمان لپاره د ملګرو ملتونو د صندوق استازي "هوکمن" چې په دغه مراسمو کې یې حضور درلود؛ وویل، چې د UNFPA یا محافظتي خدمتونو په نوم یې یو پروګرام په شپږو ولایتونو کې پلی کړی دی.

ښاغلي هوکمن زیاته کړه، دغه پروګرامونه چې د ځان وژني کچه به په هېواد کې کمه کړي د کورنیو چارو د ښځو او عامي روغتیاوزارتونو په مرسته پيل شوی دی:

"د کورنیو چارو، د ښځو او عامې روغتیا د وزارتونو په همکاری موږ د [یو. ان. اف. پي. ای] یا د کورنیو د محافظتي خدماتو پروګرام د هیواد په شپږو ولایتونو کې جوړ کړ؛ چې په دغه برنامه کې خلکو ته مشوره ورکول کیږي؛ په ځانګړې توګه د تاوتریخوالي په برخه کي."

ښاغلي هوکمن زیاته کړه، هڅه کوي چې، دغه پروګرام نورو ولایتونو ته هم وغځوي.

د نړیوال روغتایي سازمان د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۲ میلادي کال کې په افغانستان کې څه باندې یو زرو دوه سوه او پنځوسو تنو ځان وژنه کړې ده چې په کې ۶۴۳ یې ښځې او۵۶۲ یې نارینه دي.

ارواه پوهان وایي، چې مسوول ارګانونه باید دغې مسالې ته جدي پاملرنه وکړي.

XS
SM
MD
LG