د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ سلواغه ۱۴۰۰ کابل ۰۲:۳۲

لودین: د جنرال عبدالرازق شدید دریځ په کندهار ښار کې امنیت ښه کړی


د نشنل [The National] خپرونه په یوه رپوټ کې وايي، هغو مسافرو چې په وروستیو کې د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ پر سرک تیر شوي؛ غالبا د جسدونو هغه کوټه لیدلې چې د غرمې سوځونکي لمر ته پر لار اچول شوي وو.

د کندهار پولیسو خپرونې ته ویلي چې؛ دا د هغو وسله والو طالبانو جسدونه وو چې؛ په ژړۍ ولسوالۍ او شاوخوا سیمو کې په پوځي عملیاتو کې وژل شوي وو.

[The National] لیکي، د وسله والو طالبانو لږترلږه دیرش جسدونه یو پر بل پراته وو چې؛ په لاره د تلونکو پیاده او سپرو خلکو پام یې وراړاوو. دا هغو خلکو ته خبرداری و چې؛ غواړي له طالبانو سره یوځای شي.

د خپرونې په لیکنه، د سیمې خلکو دا نه تاییدوله چې پر سرک اچول شوي وسله وال په پوځي عملیاتو کې او که د خپرونې په لیکنه؛ تر مرموزو شرایطو لاندې وژل شوي وو.

د کندهار - هلمند پر لاره یوه موټر چلونکي د نشنل خپرونې ته ویلي؛ چې ټولو موټر چلونکو او مسافرو د جسدونو ځای ته له راسیدو سره، خپلې سترګې په څادرنو پټولې.

د خلکو او ډریورانو په وینا، د کندهار پولیسو درې ورځې هیڅ چا ته اجازه نه ورکوله چې؛ دا جسدونه د لارې څخه لرې کړي.

د نشنل خپرونه لیکي، د ژړۍ له پيښې سره په تقریباً یوه وخت کې د کندهار پولیسو مشر جنرال عبدالرازق وویل چې؛ خپلو ځواکونو ته یې د ټولو وسله والو طالبانو د وژلو امر کړی دی.

د نشنل په لیکنه، جنرال عبدالرازق هغه مهال د افغانستان د کمزوري قضايي سیسټم یادونه کړې او په جګړه کې یې د ټولو وسله والو طالبانو د وژلو امر کړی و.

خپرونه لیکي، تر دې اعلان وروسته داسې انګیرل کیدل چې؛ مرکزي حکومت به یې له دندې لرې کړي او یا به لږترلږه خپله استعفی اعلان کړي؛ خو داسې ونه شول.

د خپرونې په لیکنه، تر جنرال عبدالرازق څو ورځې وروسته د بغلان د پولیسو مشر هم ورته اعلان وکړ.

البته، جنرال عبدالرازق له ازادي راډیو سره په مرکه کې دا رد کړه چې؛ د ټولو طالبانو د وژلو امر یې کړی دی. د کندهار د پولیسو مشر وویل چې؛ افغان ځواکونه په جګړه کې بله چاره نه لري او مجبور دي چې؛ د ځان او افغانستان دفاع وکړي.

خو نشنل خپرونه وايي، د یو شمیر کندهاریانو په باور د جنرال عبدالرزاق دا اعلان د هغو شدیدو اقداماتو یوه کوچنۍ برخه ده چې؛ د امنیت ټینګولو تر نوم لاندې ترسره کیږي.

یو شمیر کندهاریانو د نشنل [The National] خپرونې ته ویلي؛ داسې تهدیدونه څرګندوی کوي چې؛ پولیس ورځ په ورځ ډاډ ترلاسه کوي چې د مجازاتو له ویرې پرته او هر کار کولای شي.

د کندهار یوه اوسیدونکي عبدالقدیم نشنل خپرونې ته ویلي: "پولیس له موږ سره د بدماشانو په څير بد چلند کوي. امنیت یې ټینګ کړی خو نور هر څه یې راڅخه اخیستي دي."

نشنل خپرونه لیکي، په تیرو څوکلونوکې د کندهار پولیسو یو ډارونکی تصویر خپل کړی او نړیوالو ځواکونو او د کابل حکومت په کندهار کې د امنیت ټینګولولپاره د هغوی د فعالیت ملاتړ کړی دی.

خو ملګري ملتونه وايي چې. هغوی خلک شکنجه کړي.

اوس چې نړیوال ځواکونه له کندهاره د وتلو په حالکې دي او غربي دولتونه تر ډیره حده د نړۍ په نورو هیوادو کې بوخت دي؛ دا اندیښنې شته چې د افغانستان په ځینی برخو کې ښايي جګړه ډیره بدمخې شي.

[The National] خپرونه وايي، په کندهار کې که څه هم په وروستیو کې د تشدد اندازه کمه شوې؛ خو ځای یې یو ډول غیرحقیقي کرارۍ نیولی دي.

خپرونه لیکي: کندهار یوه پولیسي ښارګوټي ته په ورته ځای بدل شوی چې؛ خلک یې حتی په خصوصي مجلسونو کې له موږ سره له خبرو کولو ویریږي او ډډه کوي.

د بشري حقونو یوه مدافع په کابل کې د نشنل خبریال ته ویلي چې؛ په کندهار کې د پولیسو چلند ښايي په اوږده موده کې شدید عواقب ولري او وسله وال طالبان تر دې په شدت غچ اخیستلو ته تحریک کړي.

د افغانستان د ولسي جرګې یو شمیر غړو هم د دې ملاتړ کړی؛ چې وسله وال طالبان باید د نیول کیدو او محاکمو ته وړاندې کیدو پر ځای ووژل شي.

خو په کندهار کې یوه سیاسي فعال صیف الدین لودین نشنل خپرونې ته ویلي چې؛ د جنرال عبدالرازق دې شدید دریځ په کندهار ښار کې امنیت نوي فیصده ښه کړی نو ښايي له وضعیت سره د مقابلې همدا عملي لاره وي.

صیف الدین ویلي، له ځانه د قوانینو جوړول او داسې کارونه غیر قانوني دي خو پخوا داسې کارونه په پټه کې کیدل، اوس په زغرده کیږي او د مطبوعاتو لخوا اعلانیږي.

XS
SM
MD
LG